کابل ناتهـ، Kabulnath



 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

Deutsch
هـــنـــدو  گذر
آرشيف صفحات اول
همدلان کابل ناتهـ

دريچهء تماس
دروازهء کابل

 

 

۱

 

 

 
 

               دستګیر روشنیالی

    

 
د مصالحی همیشنی ضرورت

 

مصالحه څه شی ده؟

 

مصالحه د دو او يا څو لورو تر منځ د يوه توافق په اساس يو بل ته د امتیازونو له ورکولوعبارت دی. همدارنگه په تيره بيا په سياسي برخه کي مصالحه په واک کي د مخاليفو خواو گډيدل دي. په مصالحه کي ډیره مهمه ده چې د خواو  هويت او هدفونه درک او تعريف شي. مصالحه نوي ژبه. نوی پوهاوی او نوی دريځ غواړي. د زور ژبه، زوړ پوهاوی او نه بدليدونکي دريځ د جګړي فرهنګ دی.

        مصالحه پرون ته ورګرزيدل نه دي، هغه پرون چې د نني تراژیدي لامل دی. مصالحه د هغه تفکر واکمن کول هم نه دی چې دا روانه جګړه توجيه کوي. پرون ته ورګرزيدل نه يوه ګډه غوښتنه دي او نه د خواو تر منځ باور را منځ ته کولاي شي. مصالحه د يوي ښي راتلونکي له پاره دي. مصالحه په پرونی حالت  او په هغه تفکرغلبه او د يوي نوي راتلونکي ايجاد دی. يوه بی پرونه راتلونکي او يوه بي له جنګونو راتلونکي.

      مصالحه نه له ټولني جلا او نه هم له ټولني پټ عمل دی. په هغه مصالحه کي چې ټولنه برخه او تاثير  و نه لري او د ټولني په غياب کي تر سره شي د مصالحي په ځاي د جنګي خواو تر منځ يوه موقتي معامله دی. مصالحه په نومونو او څیرو تکيه کول او د هغوي تر منځ توافق نه دی. دا کار خطرناک دی. هغوی کولاي شی هره لحظه او په اساني مصالحه سبوتاژ کړي. مصالحه د ټولني تر نظارت او کنترول لاندي تر سره شي. د ټولني ملاتړ مصالحه په يوه ډاډمن عمل بدلولاي شي. ټولنه نه جګړه غوښتونکي ده او نه مصالحه سبوتاژ کوي. ټولنه ډاډه شي چې په مصالحه کي د فرد د حقونو او ازاديو درناوی کيږي. ټولنه بايد ډاډه شي چې يو ځل بيا د منځنيو پيړيو په شان حالت شا ته نه ګرزول کيږي.

له بده مرغه د ټولني د رول په هکله يوه د تشويش او يوه لويه ستونزه شته دی او هغه د ټولني بی تفاوتي دي چې هم د جګړي او هم د سولي قرباني شي. د ټولني بي تفاوتي او پاسيف حالت کولاي شی د افراط له بری سره مرسته وکړي او د دموکراسي په ځاي ديکتاتوري لاس ورکړي او دا د ناکامی اساسی لامل يا د افغانستان ”پاشنه اشيل” دی.

. هم د جګړی او هم د سولی قرباني.

د نړي تاريخ او په ځانګړي توګه د افغانستان تاريخ په روښانه توګه را ښیی چې يوه ناکامه، يوه بي تفاوته او يوه د انتظار په حالت کي ټولنه هميشه نه يوازي د افراط، خشونت اوجګړي، بلکي  د نورو د پريکړو او پلانونو په قرباني بدليږي. يوه ويشلي، يوه وروسته پاتي ټولنه چې د ځان راټولو، ځان بدلولو او په ځان تکيه کولو وړتيا نه لري. يوه ټولنه چې د عقل په ځای افراط ته، د علم په ځای جهالت ته، د تفاهم په ځاي خشونت ته، د ازادي په ځای استبداد ته، د دموکراسي په ځای ديکتاتوري ته دمرستي لاس ورکوي په نوبت ددي او هغه زبرځواک او د سميزو ليوانو د يرغلونو، پلانونو او غوښتنو قرباني کیږي او برخليک یې له باندي ټاکل کيږي.

اساسي ستونزه دادی چې ټولنه حتي د سولي او جګړي په انتخاب کي بي تفاوته دی. دا ټولنه جګړي ته هم د قسمت او نصيب په سترګه ګوري او همدا اوس افغانستان په هغه حالت کي نه دي چې موجودي ستونزي په خپله حل کړي. همدا کمزوری دی چې کجيران یې په شاوخوا الوتني کوي.

     مصالحه ډاډ او باور دی. د مصالحی بری په ټولنه کي د ډاډ او باور ايجاد دی، نه د ډار او بي باوري.  مصالحه په نفرت، ډار، انتقام او جنګي ذهنيت غلبه دی. په مصالحه کي نامعلوم او مبهم هدفونه، ايديولوژیک غوښتني او د زور ژبه کولاي شي په ټولنه کي ډار واکمن کړي.

که يو ځل بيا په کورونو، کوڅو، سرکونو کي د وهلو او توهين کولو ډار را منځ شي.

که يو ځل بيا له ښځو د کار کولو او د زده کړو د حق او امکاناتو د له لاسه ورکولو ډار واکمن شي.

که يو ځل بيا د ښوونځيو او په ځانګړي توګه د نجليو د ښوونځيو د تړلو ډار خپور شي.

که يو ځل بياد مدني ټولنو خپلواکي او موجوديت له ګواښ سره مخامخ شي.

که يو ځل بیا په مطبوعاتواو په جمعي اطلاعاتو کي  د بيان د ازادي د بايللو ډارمسلط شي.

که يو ځل بيا قومي او مذهبی اقليتونه ددي ډار احساس وکړي چې په واک به برخه له لاسه ورکړي او له نويو محديتونو سره به مخامخ شي.

که يو ځل بيا له سياسي ګوندونو د قانونيت اخستلو، د سياسي ازاديو او سياسي پلوراليزم د لغوه کولو خطر احساس شي... دا به مصالحه نه، بلکي د اوسني جګړي ادامه او يا به د يوي بلي جګړي مقدمه وي.

      په مصالحه کي دا او يا هغه لوری نه هرڅه تر لاسه کولاي او نه هرڅه له لاسه ورکوي. په مصالحه کي پرنسيپ " تيريدل او سازش کول" دی. مصالحه يو مطلق مفهوم نه دي چې هميشه يو شان او يو رنگ وي. د مصالحي مضمون او شکل په ستونزه کي د خواو او دهغوې د غوښتنو پوسيله مشخص کېږې. که په ستونزه کي يوازي دوه لوري وي، غوښتنې هم کمي او هم مشخصي وي مصالحه په اسانه تر لاسه کيداي شي او که په ستونزه کي خواوې او غوښتنې ډېرې وې مصالحه کول هم سخت او مشکل کېږې  همدا اوس څومره چې په سيمه او افغانستان کي حالت سخت او پيچېلی دی په هماغه اندازه يې د حل لارې هم پيچلي او سختې دي. جگړه يوازي د دولت او طالبانو تر منځ نه دی. په دي جگړه کي ډيرلوري، ډير لوبغاړي او ډيرې ښکاره او پټې غوښتنې را ټولې شوې دي او هرلوری خپلې موخي او خپلې گټې لرې. دا حالت په طبعي توگه حل او مصالحه ته هم څوگونی او پيچلی خصوصيت ورکوي او په افغانستان کي خو له هماغه پيل مصالحه څوگونی او پيچلی څرنگوالی لري. په دي هيواد کي مصالحه د بشپړ واک غوښتنې، ځان پالنو، ايديولوژيکو دريځونو " موږ په خپلو اصولو معامله نه کوو"، د قومي او مذهبی برتريو غوښتنو او د بهرنيانو د لاسوهنو او استراتژيو قربانې شوې ده.

 

 

 

مصالحه او ایدیالوژي

 

 

 

بالا

دروازهً کابل

الا

شمارهء مسلسل   ۴۲۷    سال نــــــــــــــــــوزدهم           حوت         ۱۴۰۱    هجری  خورشیدی        هشتم مـــــــارچ 2023