کابل ناتهـ، Kabulnath



 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

Deutsch
هـــنـــدو  گذر
آرشيف صفحات اول
همدلان کابل ناتهـ

دريچهء تماس
دروازهء کابل

 

 

 

 

 

 
 

              بروفيسر خالق رشید

    

 
ملا ـ چرګک

لنډه کیسه

 

 

دا څو ومه میاشت کیده چې زموږدکلاپرخوړینو خوړینو دیوالوباندې دملاچرګکانو دروند غمبرجوړ و، دروند غمبراوغوبل، داسې غمبرچې موږکله هم په دغه شان سره دلته نه ولیدلی، غمبران ؟ خولاڅه کوې چې د دوی دغمبرځانګړې زوږ به موږ ترچرګانوهم دمخه له خوږو خوبونو را پورته کولو، ځکه خونه پوهیدوچې شپه پای ته رسیدلې که نه، بس زموږ نړیدلې اوله هرې خوا سورۍ سورۍ کلا اودوی ناولي اوسپیره غمبرونو.... :
پو، پو، پښ ، پو، پو ، پښ،
پو، پو، پښ ، پو، پو ، پښ،...
په لومړیوکې خوزموږډیرپام ورته نه و، اونه هم چا د دوی پردغه یونا څاپه (پو، پو، پښ ) باندې زیات فکرکاوه، بس هرچا به ورته کتل ... دوی هم خپل پو، پو، پښ ، کاوه، تلل او راتل... خو ورو ورو دا سې ښکاریده چې د دوی دا بې وخته اویونا څاپه غمبربازې ورځ تربلې زموږدکلاپه اوږدو اولنډوکې پرهرچا باندې دغمیدوپه حال کې وه، ځکه داسې یوه شیبه راغله چې په نورچا په تیره په ځوانانوباندې ښه نه لیګده اونه لګیده ... یوازې یوڅو زاړه ول چې هغوی به غوږونه ورته نیولي وو... او دوی به هم خپل پو، پو، پښ ، ورته شرنګاوه... پو، پو، پښ ، پو، پو ، پښ،...
علی شاه ماما خود خدای رحمت بلل :
ـ ملا چرګک بې آزاره شي دی، هغه به څه وې ، غم به یی څه وې ...
یاروآکا به بیا ویل :
ـ خدای او وس لږ دانه ما نه وراچوئ، دوي په مفته عادت شوي... غریږي دې ، پریږدئ ...
شامۍ ترور خو یی ترهرغمبر ورځاریده :
- په دوې به عرض نه لرئ، په سلیمان پیغامبرګران ول، له ډیرې مینې یې تاج ور په سرکړی دی ...
تقاعدي سرمعلم صاحب چې له بې وخته غمبرو یې ترپزې راغلې و به وویل :
ـ تاج ماج نشته د دنیا ترټولوغبي موجود همدغه دی، یوځل یې دغوغمبرانو ته غوږ ونیسه چې نه یې سړی په ښه پوهیږي اونه په بد، سم یې واورئ ، نه رنګ لري اونه هم خوند،
پو، پو، پښ ، پو، پو، پښ ،
په دغه کې خوند چیرې دی او رنګ چیرې دي ؟
ترور به بیا ورغبرګه کړه :
ـ سلیما پیغامبرچې دهرڅه په ژبه اوخوی پوهیده، هغه دا تاج یواې پردوی لورولي دی...
- دانو یوه کیسه ده ، یوڅو ورځې وروسته که داحال و، بیا یې درګوره ....
بس غمبران وو، چې روان وو، سراوبریې نه ښکاریده، پخوا به یو یا دوه ول، هغه به هم په یوه کنج ناست ول، موږ به یې هم کله کله غږاوریده، خوپه دغوڅومیاشتوکې خبره بل ډول شوه، د دوی له بې وخت څپاواوغمبرونوسره، ښکلو چنچڼوچې زموږله ماشومانوسره به یې په شاوخوا کې دانې اودهغوله لاسوتویي شوي سوکي ټولول، ورو ورو کډه وکړه، یوشمیرکلیوالوخو سپیره پالي بلل او ښه یې نه ایسیدل... ځکه د دوی له راتګ سره سم تورکارغان هم را پیداشول، یوه ورځ دشامۍ ترورچې په کالیو مینځلوبوخته وه چغې پورته شوئ :
ـ هلئ چې کارغانو صابون وتښتاوه ... صابون ، صابون ...
کارغانوصابون تر یووړ، سرمعلم صاحب چې دا حال ولیده ترورته یې مخ ور واړاوه :
ـ اوس نو دا هم وایه چې ګارغه هم کوم بل پیغمبر له پنجابه را لیږلی هغه ته یې دغلاوو ویاړ ورپه سرکړی دی.... څه مه ورته وایاست...
بله ورځ دعلی شاه ماما دغوا یوه سترګه بوټه کومې بلې بلا را ایستلې او وړې وه، له دې سره دا آوازه هم ګډه شوه چې ګواکي ټپوسان هم راغلي ، هغواوس له انسانانوخوڅه کوئ چې له حیواناتوهم سترګې وباسي ،
خود ملاچرګکانوغمبران لاهم په ځوږ کې روان ول، هره ورځ له یوه په لسو او له لسو په سلو اوله سلوپه زرو اوښتل، آن چې په رنګواوڅیروکي یی هم یوڅه توپیرونه رامنځ ته کیدل، سپین رنګی ملا- چرګک ، توررنګي ملا- چرګک ، خړ رنګی ملا- چرګک...
په غمبرانوکې هم توپیرلیدل کیده، مطلب دا بله غمیزه شوه چې ملاـ چرګکان یوشان اویوډول،خو غمبران یې بیا سره بیل بیل ...
یوه میاشت نه وه تیره چې دملا- چرګکانوپه پلوراغلوټپوسانود علی شاه ماما سپینه پشۍ هم دکلاله منځه پرهوا کړې وه، دماما هم هغه سپینه پشئ چې پردوی باندې ډیره ګرانه وه، اوپه دې نیت یې ساتله اونازوله چې ګواکي زموږ د پیغمبرهم پشئ خوښیده، خوهغه هم د ملاچرګکانود ناتراشه او ناخراشه غمبرونو قرباني شوه ... سرمعلم صاحب داځل علی شاه ماما ته هم په موسکانه څیره خندلي ول :
ـ د دومره لوی پیغمبرد لیوالتیا خیال هم چا په نظرکې ونه نیوه، ملاچرګکانوته نورهم هیله من اوسئ اونورهم دوی ته دخوړینې خوړینې کلا په لنډواو اوږدو کې دعمراوغمبرونوله پاره لاس په دعا اوسئ...
اوملا- چرګکان لاهم په غمبرو ول، چې زموږ پرکلي باندې سختوبارانو پیل وکړ، په سیلابو واوښتل اوخبره یې سختو ورانیوته ورسوله، خلکوچې څه ښه اوبد کرلي ول هغه یې ټول بربادکړل، دملا- چرګکانوپه خیرنوځالوباندې هم درانده بارانونه ورننوتل، دوی یی هم له خپلوځالواوغارو را ویستل اوهغه یې ټول ورته ړنګ اوبنګ کړل، نا چارشول دخلکو په کورونو ورننوتل اوکورونه ملا – چرګکانوپه سرواخستل، مشران لاهم د دوی په باره کې په خپلو زړوخبرو ولاړول، ماشومانودکلاپه منځ کې ډوډۍ په لاس کې نه شوای نیولای، ځکه خویی ترې پرهوا کوله، شامۍ ترورخپلې لورانې دباندې نه پریښودې، ځکه چې داهم اوس پردې پوه شوې وه چې ملا –چرګکان دمخ لوڅونجونو پرسرونوټونګې لګوي او پرنجونویې دغه قیامت اوس راوستی و... ځکه خوبه یې اوس هلته اودلته ملاچرګکانوته له خولې راووتل:
- ابابیلکان دې پرتاسوداورټونګې ولګوي... چې نورمو په کلي کې (پو، پو، پښ ... ) وانه اورو...
په هغه شپه ترناوخته پورې ویښه وه چې لورانویی سرټکونه ورته وکړه چې ترڅو؟ او ولې به موږ له کوره نه وځو ؟؟؟؟؟ خوشامۍ تروربیاهم څه نه وو، ورته ویلي ، یوازې یې خپله ښیرا دوی ته هم تکرارکړه او ویده شوه :
- ابابیلکان دې پرتاسوداورټونګې ولګوي... چې نورمو په کلي کې (پو، پو، پښ ... ) وانه اورو...
سهاروختي په کلې کې د شوراو تند زوږ په اوریدوسره را پورته شوه، زر له کوره راووته، شاوخوا ته یې وکتل چې نه ملا چرګکان ښکاري اونه یې هم هلته اودلته (پو، پو، پښ ... ) اوریدل کیږي ... ګورې چې کلیوال له یوې اوبلې خوا دملک دکورپرلوردکلي مرکزو، ترټولوښکلي یې جوړکړی و، منډې را وهي، هرچا خپل موبایل په لاس کې نیولي او ځانونه عکس اخیستوته جوړوي ، شامۍ ترور له وارخطایی څوچغې وکړې :
ـ څه شی دي ؟ څه خبره ده ، الله خیرکړې ...
خوچا ځواب ورنه کړ، ور وړاندې شوه ، ځوانان یې یوې اوبلې خوا ته سره ټیله کړل څووګوري چې خبره څه ده، خلک پرڅه راټول شوي دي ؟
سترګې په یوه لوي یونیم متراوږده ټپوس چې دملاچرګکانوپه پله دلته راغلي و ولګیدې، داسې چې په خورا نا شولته اکردکلي په منځ کې مړغزیدلی پروت و، مخ ، څټ ، سراوبریی سم نه ښکاریدل، جالبه خودا ورته ښکاره شوه چې نن ملاچرګکان یوهم په شاوخوا کې نه ښکاریدل، هرچا که هرې خواته سترګې پسې وغړولې پریوه لوریی هم پته نه لګیده ...
سرمعلم صاحب هم چې بیګا یی د ترور وروستۍ ښیرا اوریدلې وه را ښکاره شو، شامۍ ترور ته یې وکتل، دکلا خوړینو،خوړینوله (پو، پو، پښه ... ) خالي دیوالوته یې وکتل، ځای پرځای دی هم څوشیبې پردغې حیرانونکې ننداره شوخودپاک الله دغه حکمت ته ډیرحیران پاتې نه شو ځکه هغه دکیسې په کنزاومنځ لږلږ پوهیده ... ځان یې آرام د شامۍ ترورڅنګ ته ورنږدې کړ،هغې غوښتل چې په آرامۍ سره دپاک الله ددغه حکمت په اړه څه له ده څخه واورې خوهغه ترپوښتنه مخکې خواب ورکړ:
- بیګانې ښیرا دې لکه چې ملا- چرګکانوته د زړه له کومي وه ؟؟؟

پای
د ۲۰۲۲ کال د اګست ۱۳

 

بالا

دروازهً کابل

الا

شمارهء مسلسل   ۴۱۴    سال هــــــــــژدهم                اسد          ۱۴۰۱    هجری  خورشیدی                شانزدهم اگست  ۲۰۲۲