داکتر عبدالواحد نظری

سواره

 

 

 

همدا چي له کوره راووتم که ګورم چي د در وازي ومخته يو لوکس وروستی  موډل سپورتي سور  بنز  ولاړ دی.  دځانه سره مي وويل ، خداي خبر چي څوک به پر سپريږي.   زما عادت دی  چي دنورو تر پښو لاندي لا کوم ښه موټر يا ښه کور  يا بل څه وليدل بس نو ستر ګي به مي پکښي پاته يي ، او زړه مي اوبه اوبه ور ته کيږي، ددي مو ټر په ليدو مي هم  غړي وتښتيدل ډير ښايسته و، کلي هم پکښي وه . شاو خواته مي وکتل هيڅ  څوک نه و . زموږ کره هم څوک نه و را غلی، نو دا دچا و، که ګورم چي د موټردر وازه  پخپله راته خلا صه سوه ، وار خطا سوم  زه لا همداسي هيښ ولاړ وم چي  چشمک  يې را ته وواهه،بلي خپله موټر، ته بيخي بيغمه  اوسه ، چي حواس مي پر ځای دي . ته هوښيار سړی يې خپله ښه پو هيږي چي  چشمک نوڅه  معنا لري ، چي را ځه را وخيژه، زه ستا يم . لا مطمئينه نه وم، خو ور وختلم  مانو بل له خدايه څه غوښتل. کرتی مي ويستل،لستوڼي مي ورته راونغښتل . لا مي کلي نه وه  پکښي  څر خولي، چي د موټر در وازه په شدت خلا صه سوه ، ميرمن مي وه . ددي بد بختي لا بيا دپلار او نيکه څخه ورپاته  عادت دی، چي تل ماڅاري ، چي ما څه شي و خوړل چي دا ځيني بي بر خي نسي ، ولي دا وار يې بر خلاف ستر ګي تر کا سو را وتلي وي  او بل بل بريښيدلي او په نخرويې رانه پوښتل: دا دچا دی ؟

نو ما هم په نخره جواب ور کړ : ستا دی ، را خيژه .

 نور نو ماهم  اکسيليټر ته  پښه ورکړه .موټر په يوه عجيبه  چټکی له ځايه  په هوا سو ، پر پدره يې لعنت کړي چي مازي به مي ډکه ور کړه  ده سرعت اخيستی. بيا نو شرم هم و چي دا سي يو موټر دي تر پښو لا ندي وي او ته يې ونځغلوي ، او ښځي مي هم راته امر کا وه نو ر  نور  تر اخره يې کښيکاږه ، او ما هم زور ور کاوه.

 وڅلو رلاري ته چي را ورسيدم چي اشار ه  را با ندي سره سوه دموټر سر عت دومره زيات و چي ومي نسوای کولای چي برک ونيسم، دځانه سره مي وويل :

 ځه نو اشاره يې لا بيا څه شي وي .

 او بيا شرم هم و چي دي بي ارزشه سرو اشاروته سړی ودريږي . هر ورځ خو څوک نه سي کولای چي په  دا سي موټرانو کي سپاره سي او داد خدای لاره ده  چي دنورو شل ديرش کالو زړو  پمنو موټرانو سره  داسي موټرسړی  پر څنګ ودروي.

 په دوهمه څلور لاري کي  بيا اشاره سره وه. دا خلک بل کار لکه چي نه لري ، چي خلکوته مزا حمت کوي . اول خو دا څلور لاري څه معنا لري او هغه هم بيا سري . که مي کتل چي يوه زړه بد بخته ښځه  هم د تيريدو په حال کي وه . پر خپلي  ښځي مي چيغه کړه :

ـــ دا خواره هم بي له هغه هم په مصرف کي حساب ده ، ويې وهم ؟

ميرمن مي چي له اوله هم ليونی وه اود ډيري خوشحالی څخه نوره هم ليونی سوي وه او ستر ګي يې رډي رډي را وتلي وي ، وويل :

ـــ  وهه يې

دا مو دا غسي پر سړک هواره کړه، موډ يې تير سوی و  

  په بله اشاره کي بيا يو ګوډ را روان و ، دا اشاره هم سره وه . دموټر سرعت  هم زيات و نه مي سو کولای چي موټر دمو سمه وا چوم  . دا وار بيا ښځي را با ندي چيغه کړه: څه ته ګور ي وهه يي يو ګوډ خو ز موږ هم  په حق  را رسيږي. ما هم ور غبرګه ګړه: څنګه حق نلرو، خود يې لرو .

په هوامي کی. لر ګي يي هم  په هوا سول . څوک چي په دا سي موټرانو کي سپريږي ، دا خبري نولري دپوليسو دموټرزړه بږنونکي ږغ چي زما ارام اعصاب نا ارا مول ترغوږو سو، د مخ په هنداره کي مي ليده چي څنګه په چټکی راپسي را روان و اوسره او شنه څرا غونه يې لګيدل او مړه کيدل . ويل مي ځه لاس دي خلاص ، دا ورځ بيا ماته چيري پيدا کيږي.

تا سو به حتماً اوس فکر کوی چي دا ګړی بايد دخوبه را ويښ  سم ، ولي نه دخوبه لا نه يم راويښ سوی .تر څو چي يې پنچر نکړم،يا ځان په پنچر نکړم ځغلوم  به يي او هر مزاحم چي په مخه را ځي  وهم به يي. افغان يم اخر....

 

13 اپريل 2002

 

                                                      ***********

بالا

دروازهً کابل

سال اول            شمارهً بيست و دوم          فبروری 2006