دلته دسترګود هوانه پاغندې توييږي
اود ودن ورونه دیخ په ګوتو
دریږدیدوپرمخ وازېږي په ورو
دبادموهومه څېره،
دځمکی سرهره پرده باندې خپل ځان ښکاروي
اودخپل زوږ په نارواغږونو
دترهې لاس خوځوي هلته دغوږونوپرسروشووپاڼو
++++
خټوسره داګډه شوې واوره،
چې یې ورښت راته مفهوم نلري
پرته دترهې لرزه اوسوځوونکې یخنې،
پرته له دې چې داکالبودمجبور دئ وغځیږي
دیخ دستنو پرسر
اودڅلوروخواوو
پرې دسړوتُورې راووریږي،
څومره سړه لګیږي؟
څومره دهیلودوږمونه بېګانه لګېږي؟!
۱۳۸۴/۱۱/۴ کابل. (ودن=بدن) |