ته د شيبو په امتداد کې ويده
او شنه خوبونه وينې
خو شپه لا گوره شوگيرونه نيسي
په خپلو تورو اوږو ،
د گل او مينې جنازې تېروي
*****
او دلته ، ستا تر څنگه
د سره سهار پلوشې
په خپلو نرمو او زرينو شونډو
د شنو گلبوټو سرودونه وايي
او سرې غوټۍ مچوي .
*****
سپينې کوترې په زري بڼکو
د لمر پر لوري الوتنې کوي
دشنه آسمان په مرجاني لمن کې ،
د ابدي هيلو دانې شيندي .
*****
سترگې دې وغړوه ،
د شنو خوبونو له خيمې راوځه
او د سره گل د غوړېدو په نامه
خپله سندره د باغونو غوږ ته ورسوه .
څو چې باران ويښ شي
څو چې شبنم و وري
او بلبلان مست شي .
د پسرلي د سره سهار پلوشي
تورو کونجونو ته رڼا ورکړي
شپه د آسمان له بامه ولويږي
او د باران سندره ،
د وچکاليو د سکوت برجونه ونړوي .
*****
سترگې دې و غړوه ،
او پسرلی وگوره ،
چې له اغزنو کرښو واوښته
راغی زموږ د سويو دښتو پر لور
د عشق او گلو له ځوليو سره .
*****
ته هم د مينې او د گل سندره ،
د پسرلي لپاره
او د سره گل د غوړېدو په نامه وغږوه
چې د باغونو گلان ،
او د دښتونو بوټي
له شنو خوبونو نه راپاڅيږي
سور پسرلی و ويني .
کابل
۲۵- ۱۲ - ۱۳۶۱
|