کابل ناتهـ، Kabulnath



 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

Deutsch
هـــنـــدو  گذر
آرشيف صفحات اول
همدلان کابل ناتهـ

دريچهء تماس
دروازهء کابل

 

 

 

 

 

 
 

   

محمد اکبر کرګر

    

 
زموږ د چم قصاب

 

 

 

 

سپين پسه چې په شنو واښو يې شخوند واهه، شونډك يې پورته ونيو. د مخامخ غره په تړه يې سترگې وگنډلې، همداسې په ځیر ورته پاتې شو. بېرته يې خوله كښته كړه، چې له واښو بله قوده وشلوي، خو تور برگ پسه يې خواته ورنږدې شو، سپږمې يې ورسره نږدې كړي، يو بل يې سره بوى كړل. برگ پسه ته يې وويل:

ــ گوره دا پاس تړه څومره شړه ده. زه چې كله له موره وزېږېدم، هر سهار به چې رمې له كورونو او كليو راووتلې، موږ به د خوشالۍ رمباړې كولې. يو له بله به تر مخه كېدلو، منډې به مو وهلې، يوه لويه رمه به د غره او ورشوگانو په لور، د دښتو خوا ته رهي وه. شپانه به په مزه خپله شپېلۍ وهله. په شپېلۍكې به يې د ژوندا نه سندره ويله، سور گلټېر سپى به تر رمې مخكې روان و، لكۍ يې ورته په ماشومتوب كې پرې كړې وه، غوږونه يې هم څپر او ځوړند نه و، داسې مالومېده چې د سپو په جنگ كې يا له بل سپي سره په شخړه كې ماتي ونه خوري او غوږونه يې د بل سپي په خوله كې ورنه شي؛ نو دمخه يې ورته غوږونه بوڅي كړي وو؛ خو موږ به د غرونو، تړو، د سيندونو په غاړو، په شنو دښتو او ورشوگانو كې په خوند او مزه روان وو، طبعيت به ښكلی و. زموږ د شپانه له شپېلۍ او هغه هم د خواږه اواز پرته بل هېڅ نه اورېدل كېدل. لېوه او د غره ځناور به زموږ د شپانه د زړور او جگړه مار سپي له وېرې هېڅ نه رانږدې كېده؛ خو كه رښتيا درته ووايم، موږ په دې خوند نه پوهېدو، اوس يې ارمان راځي.

برگ پسه سر را پورته كړ، غوږونه يې وښورول. يوه رمباړه يې وويسته او بيا يې خپل شونډك د مينې په پار په سپين پسه ومښه. ویې ويل: «ته رښتيا وايې، نه پوهېږم چې پر موږ څه شوي دي. د دونيا او د ځمكې د كرې ټول ناورين په موږ نازل شوى دى. همدا موږ يو چې حلالېږو، همدا موږ يو چې چاړه راته په مرۍ اېښودل كېږي او يوه كلمه راباندې وايي چې «الله اكبر» ولې او د څه لپاره؟ زما خو هېڅ پرې سر نه خلاصېږي، نه پوهېږم ولې پر موږ داسې كانه وشوه؟»

سپين پسه سترگې برندې كړې. شخوند وهل يې ودرول، بيا ورته گويانه شو. برندې يې ورته وكتل، له كيڼې سترگې نه يې نو (زېم يا اوبه) په شونډك روان و. په ورو اواز يې وويل :

ــ زه هم پوهېږم چې په دې خبره پوهاوی موږ هر يو ته ستونزمن دى. تا ته هم او ما ته هم او نورو ته هم. د چا خبره چې موږ ته به د كوم ستانه او پير گفت (بدې دوعا) شوې وې؛ خو اصلاً هغه مخلوق چې د بني ادم په نوم ځمكې ته راغلي دى، زموږ د ناورين جلب د هغوی په لاس كې دى. هغه نه يوازې زموږ نسل تباه كوي؛ بلكې دې ته هم پام وكړه، چې له موږه زيات ځان ته او خپل نوع ته خطرناك دى. موږ ته خو د ناورين سرچينه او منشاء ده؛ خو طبعيت لپاره. د دې ښكلو غرونو، د ځنگلونو،  د پراخو دښتو او د روانو سيندونو، د رڼو اوبو لپاره هم خطرناك دى. برگ پسه غوږونه كښته پورته كړل، په سترگو يې د ليد زاويه پراخه كړه، پورته يې وكتل، د غره په لوړه څوكه يې سترگې ونښلولېو بيا يې ليري دښتي او شنو واښو ته پام شو، همدومره يې وويل:

ــ ته رښتيا خبره كوې. گوره له كومه وخته چې دوى بنيادمان د ځمكې پر مخ راغلي او بيا يې په دوه پښو گامونه پورته كړي دي، د خوراك او شهوت تندې په مخه كړي دي. د خوراك لپاره يې ډېر څه ازمويلي دي، زموږ د وژلو فتوى يې له يو نيم مشر او پيشوا نه اخيستي ده. هغي ته يې هم د اسمان نيلي رنگ وركړي دي؛ خو په لومړي سر كې يې لړمان او ماران خوړل، د هغوی زهر اوس هم د دوې په تن او وجود كې كښته پورته حركت كوي، د هغو زهر د دوی په وينه كې گډ دي. په وينه او رگونو كې يې كښته پورته ځغلي؛ نو چې بيا يې فتوی واخيسته، په موږ پسونو يې رامنډه كړه. كله چې له موږه فارغ شوي او زموږ په غوښو ماړه شوي دي؛ نو بيا يې په خپلو منځو كې يو بل له مرۍ نيولي دي، سره ښكېل شوي دي. زوى پلار خوړلی دی او مور د زوی غوښې خوړلې دي. دا لوبه تر ننه روانه ده، پخوا به يې سرې او د يو بل خامې غوښې خوړلې؛ خو نن له شرمه دا كار نه كوي؛ بلكې يو د بل وينه تويوي. خپل بنيادمان تكه تكه كوي، څيرې كوي يې او د ځمكې له مخه يې پناه كوي.

ــ ستا د خبرو مانا خو دا شوه چې گوندې په خپل حال شكر وباسو كه څنگه؟

ــ ته ما ته غوږ شه، لږ يې په كرار خوره، زه دې پوهوم.

سپين پسه په داسې حال كې چې د واښو نشوړه يې په خوله كې ده، سر راپورته كوي او خبره ترې اخلي، وايي: «اورېدلي مې دي چې دوی يو بل كار هم كړي دي، كله چې پري غږ شوی دی، چې زوی دې حلال كړه، د هغه په ځاى يې بيا پسه حلال كړی دى. توره او چاړه يې د زوى پر ځاى په پسه راكښلي ده.»

 برگ پسه پښه ورټوله کړه او ويې ویل: «خبره يوه ده يا پسه او يا زوى؛ خو ولې يې دا كار وكړ؟»

ــ په ياد دې نه وي، چې د ځمكې پر سر چې كله دوه وروڼه راپورته شول، يوه ويل زه له خور سره واده كوم او بل ويل زه يې كوم؛ نو دواړه له يو بل سره د خور پر سر وران شول او د سوغاتونو په وركړه يې زړه بداوی، رخه او كينه پيدا شوه. هماغه و چې مشر راپاڅېده او منلي ورور يې ټوټه ټوټه كړ او په خاورو يې ننويست.

د دوى له نادودو زما زړه هم شين دى. اوس خو يې زموږ ټوله رمه هلاكه كړه، له يوه سره مو وژني. اوس هغه څه چې د چا خبره د دوى دين او ايمان دى، هماغه دستاويز گڼي او د هماغې په اساس يو بل وژني. موږ په ځاى پاتې يو، بېرته يې خپل اولني كار ته مخه كړې ده. وژونكي هم د «الله لوى دى» چيغه كوي او مقتول هم دا اواز پورته كوي.

سپين پسه بې حوصلې كېږي وایې: په تېر پسې يې سر مه خوږوه. اوس چې دې خپلي ورشو ته وگورم او د هغو رمو تېښته وگورم، چې له قصابانو تښتي حیرانېږم. د غرونو تړو ته چې گورم، څومره پسونه او رمې ترې تري تم او حلالې شوې. اوس يې هډو درك نه مالومېږي. ايا دې ته دې فكر كړى دى؟

ــ هو ولې نه، دا خو روښانه خبره ده. يو لامل خو يې دا دى چې دوی د غوښو له خوراك سره مينه لري. دا غوښې كه زموږ د پسونو وي او كه د وزو وي؛ خو دوي يې بايد وخوري او چې غوښه نه وي، لاس تر زني نه كښېني. دوى پريكړې لري چې بايد يو بل سره هلاك كړي او بله د مطلب خبره مې هم زړه غواړي، درته ویې كړم.

ــ كومه خبره؟

ــ ما درته وويل، چې موږ ته به گفت شوي وي، چې داسې حلالېږو.

ــ دا څنگه؟ څه وايي زه خو دي حيران كړم.

زما خو د خپلو اقاربو مرگ ياد دى. زه د واقعي پسه په څېر هم نه يم، چې ماضي او مستقبل ونه پېژنم، زما اقارب خواخوږي، خپل خپلوان چې حلالېدل سترگې يې بټې راوتلې وي. زما اندامونه هم رپېدل، وډار شوم، ترې راوتښتېدم.

ــ خبره دې گونگه ده، زما سر پرې خلاص نه شو.

ــ حوصله او زغم خپل كړه، مطلب دا چې نوى سور سرې او شين سترگې قصاب چې په سار راغي ویې ویل، چې تاسو پسونه ياست. له موږ سره اكر او فكر نه وو، فكر مو وكړ چې موږ پسونه نه يو. همدې فكرونو موږ ټول پسې واخيستو، چې دا رښتيا ده چې موږ بنيادمان نه يو، موږ پسونه يو.

ــ يعني انسانان نه يو؟

ــ انسان په ځاى پرېږده، هغه ليرې خبره ده. انسان لا د كومه شو. زه درته د بنيادم كيسه كوم. قصاب په وعظونو او تبليغ موږ كې تلقين كړه، چې موږ پسونه يو. له شنه اسمانه يې راته واښه راگوزار كړل، ويل خورئ يې؛ نو له هغه مهاله موږ كې پوره بدلون راغي. موږ په پسونو بدل شو. اوس پسونه يو او د پسونو غوښه خوږه وي.

ــ دې خبرې خو دې زه حيران كړم؟

ــ هماغه څوك چې زموږ د پسونو د حلالو امر يې وكړ، هغه ته عادل شاه هم وايي. دا عادل شاه دوی ته د عدالت امر نه كوي؛ بلكې دا ورته وايي چې ستاسو په كار زما غرض نشته. هر څه چې كوئ ویې كړئ؛ نو كله چې پسونه نه وي او نور څاروي نه وي بيا په خپلو منځو كې يو بل وژني. دا هم وايي چې مظلوم او بېوزلي خلك د مرگ او وژني لپاره پيدا دي.

سپين پسه بې له ځنډه په خبره کې ورپرېوځي: «گوره اوس دې لږ سر خلاص شو، مالومېږي چې عقل دې سر ته راغلی دی، زه خو وايم چې د دې ښار خلكو په خپل لوى لاس قصابان له نورو ځايونو راوستل. په كلي كې يې نوې قصاب خانې جوړې كړې، په دې قصاب خانو كې نه يوازې پسونه خرڅېږي؛ بلكي پخپله د دوې د ښاريانو او مظلومو بوميانو غوښې هم خرڅېږي.

برگ پسه د هو په اشارې سر وڅانډه: «او په دې ټولو قصابانو كې د سرو وېښتانو او شنو سترگو قصاب ډير بې رحمه دی. له هغه وخته راهيسې چې دې شين سترگي او سور سرې قصاب دلته پښه ايښي، هر څه په وينو سره دي. پسونه خو څه كوي چې هسې د فيشن لپاره يې وژني. اصلي موخه يې د بنيادمو كمول دي. هم يې په پسونو واړول يعنې بدل يې كړل او هم يې زموږ غوښه هسې هم ځان ته روا كړې ده؛ خو د دې ماحول په بنيادمانو يې ځمكه تنور كړي ده، په ځمكه يې داسې زهر شيندلي چې هلته اوس واښه نه شنه كېږي، او به خړي دي، ماهيان يې سر ته راغلي دي، په ځنگل كې تل د ځناورو شور او چيغې وي. دا ټول د دې سور سري او شين سترگي قصاب له لاسه دي، چې دواړو بغلونو ته يې چړې ځوړندي دي. د اوښ د پوټكې چمړه يې له ځانه تاو كړې ده او د ښار په كوڅه هر يو هستوگن رانيسي او حلالوي يې. جالبه لا دا چي دا سور سری او شين سترگی قصاب خلك عبادت ته هم رابولي، په جوماتونو كې يې راټولوي او هلته يې يو ځاى په ډله ييز ډول وژني. هغه د دې بنيادمانو د غوښو په كيسه كې نه دى؛ بلكي غواړي د دې ښار د بنيادمانو تخم ورك كړي، ځكه خو يې لومړې په پسونو بدل كړل او بيا يې د وژلو او نيست تكل ورته وكړ.

ــ د همدې هدف لپاره له ډېرو خطرناكو وسيلو كار اخلي؟

ــ خطرناكه وسيله يعنې چړې او تورې؟

نه مړه چړه او توره څه ده؟ هغه د دې هدف لپاره د همدغه بنيادمانو له عقيدو نه كار اخلي، له همدي عقايدو يې تېره شمشيرونه او چړې جوړې كړې دي او يا يې ترې داسې زهرجن گازونه جوړ كړي دي چې بنيادم او پسه خو څه كوې، چې په شنو واښو كې هم ساه نه پيدا كېږي، خلك له څيلمې حلالوي او بيا يې اخوا غورځوي.

اكتوبر ۲۲، ۲۰۱۹

 

 

بالا

دروازهً کابل

الا

شمارهء مسلسل ۳۴۶     سال  پـــــــــــــــــــــــــــــــانزدهم           میزان/عقرب    ۱۳۹۸       هجری  خورشیدی      شانزدهم اکتوبر  ۲۰۱۹