کابل ناتهـ، Kabulnath
ما يې لاسونه مچ کړل اوهغه زما پر سر لاس را تېر کړ ، مالوميده چې څه يې زړه کې تېر شول ۔ شونډې يې ورپيدې ۔ راته دوعا يې وکړه ، زه ترې رخصت شوم خو څو گامه وروسته چې مخ مې واړولو ، هغه هم ماته کتل ، زه ترې پناه شوم ، دليدو هيله مو په زړو کې هسې پاتې شوله ۔ هغه هم دا هېله له ځانه سره وساتله ، خو : دوه ورځې وروسته يې دکټ بازو ته ودرېدم ، هغه خپه غوندې و۔ هيڅ يې په خوله نه راتلل۔ موسکا يې ونه کړله . اوماته يې هيڅ ونه ويل . خو دارواح کاروان يې مخه کې لنگر واچاوه ، ارواح موسکۍ شوه اودمينې غيږ يې بيا تازه کړه ، ويل يې ما درته سوغات را وړى ، يو ابدې سوغات دى !، چې څو ژوندى يې دا له ځانه سره کيږده اوپالل يې وکړه ، ماويلې کوم يو سوغات ؟ -هغه سوغات چې تر ابده به له تاسره وي ، شريکولي يې نه شي ، ستا پر روان به حکومت وکړي، خو ته يې خيال ساته ، دا قيمتي سوغات دى ، زه لږ حيران دريان شوم ما په بيا بيا ترينه پوښتنه وکړه ، کوم يو سوغات ؟ ارواح په نيمه ژبه داسې ووې : زما دمړېنې سوغات ! به تل له تاسره وي . هغه به ستا دمزلونو اوخيالونو يو ملگرې پرې حساب وکړه ، تل به په لاره په سفر اوحضر ، کې هم دستا مل وي ، تا به يوازې چيرې نه پريږدې ، زه بيا حيران حيران شوم ، مخ مې را واړولو ، په څنگ ديوال کې مې يو سيورى وليد ، دروح پر هغه معما وپوهيدم ، هغه ملگرې چې ما هيڅ نه پريږدي ، هر وخت جوړه يوسره ، دا هم دهغه د٬٬فنا ،، غم دى، چې له کلو راهيسې ۔ ما سره يو ځاى اوپر لاره درومي ، ما هيڅ گوښه نه پريږدي ، دا ابدي سوغات دى ،چې اوس له ماسره دى کرگر ، دسمبر ۱۵ ، ۲۰۱۷ کينت - ترين
بالا
دروازهً کابل
الا
شمارهء مسلسل ۳۴۰ سال پـــــــــــــــــــــــــــــــانزدهم سرطان/اسد ۱۳۹۸ هجری خورشیدی شانزدهم جولای ۲۰۱۹