کابل ناتهـ، Kabulnath



 

 

 

 

 

 

 

 

Deutsch
هـــنـــدو  گذر
آرشيف صفحات اول
همدلان کابل ناتهـ

دريچهء تماس
دروازهء کابل

 

 

 

 

 

 
 

   

استاد عبدالرووف بینوا

    

 
د ویساک ورځي

 

 

.

‎ږیره وره ساقي راشه
‎د شرابو عطر پاشه

‎ګوره ورځي د ویساک دي
‎زړونه ټول له خیرو پاک دي

‎د نانک روی مي دروړی
‎له خماره مي روح ستړی

‎ستا تر سپیني ږیري جار شم
‎صدقه یې تر هر تار شم

‎د هر تار په شمیر یو جام را
‎نشه مسته د خیام را

‎په خپل ګرنت دي ستا قسم وي
‎چي هر جام دي جام د جم وي

‎نور ځنډ کفر دی تلوار کړه
‎ایمانداره جام تیار کړه

‎یرغل ګډ پر خرابات کړه
‎د کرم د خُم سر مات کړه

‎چي د تاک لور لوڅه پاڅي
‎د رندانو مخ کي ناڅي

‎په لیدو یې مستانه شو
‎په خوندو یې فرزانه شو

‎بیا له سره را زلمیان شو
‎د ښاغلي تاک زومان شو

‎تیاره زړونه بیا رڼا شي
‎دین دنیا و ته مو شا شي

‎د رام رام پر ځای شام وایو
‎په مستي کي دي جام ستایو

‎د غم مرګ د زړه همدم شي
‎لږ ډیر غم له زړونو کم شي
 

بالا

دروازهً کابل

الا

شمارهء مسلسل ۳۳۵      سال  پـــــــــــــــــــــــــــــــانزدهم             ثور    ۱۳۹۸       هجری  خورشیدی     اول مَی  ۲۰۱۹