کابل ناتهـ، Kabulnath



 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

Deutsch
هـــنـــدو  گذر
آرشيف صفحات اول
همدلان کابل ناتهـ

دريچهء تماس
دروازهء کابل

 

 

 

 

 

 
 

   

جنید شریف

    

 
جار دی شم

 

 

جار دې شم جار چي
جارچي ته وایه جار وهه
پا چا لیونی نه دی
پاچا په بنګړیواله مین شوی
له سره ورته تیر دی
دربار ور څخه پاتی له شوګیره سرګردان دی
جهان هم ترینه هیر دی او خپل ځان هم ترینه هیر دی
ملا وایی فاسق دی
صوفی وایی عاشق دی
حکیم وایی :څلویښت ورځی څلویښت شپی یی
کینوی تیاره کې
پیغلوټه بنګړیواله وایی
جار دی شم جارچي
د ښار خلک خبر که
پاچا په ما مین دی ماتیی راولی په بېړه
چی زه سترګی ور واړوم
په سد کی به راځي
 

 

پا چا له ښاره لیری
روان وو د زاړه اشنا دیدن ته
سړک په غاړه دوه میرمنې
سپکې سپورې وایی
د مور و لور دعوا ده
محشر دی شور ماشور دی
--پیسی دی ولی را نه وړی؟
ما سل ځله ویلی چی پیسې به ما ته راوړې
پیسې به ماته راوړې
ته لاړه شوې بازار ته او کجل دې ځان ته واخیست
لونګ دې ځانته واخیست
--ته کونډه یی زړه یی
زه پیغله یم ښایسته یم
کجل راته ښه ایسی، بنګړي را ته ښه ایسي
پرون می اوړه واخیستل
نو نن د لونګ وار وو
پاچا وایی دا شخړه مه کوئ
پیسې به درته زه درکړم
پیغلوټې بنګړیوالې
بیا خپلې مورته و کتل
پیغور یی د بڼو لاندی ورتیر کړ
دوهم ځل یی پاچا ته وکتل
نو داواری موسکۍ شوه
زر زر یی اوښکې پاکې کړې
سپیره مخ یی ایرو شانته ځپلی
دوه سترګی غټې غټې حبشي
ویښته یی درمندونه په اوږو باندی خواره
په خیال په متانت کې مخامخ ودریدله
چې هیر دې نه شي خانه
زه دا دنګه ونه هم لرم
پاچا په ټټر ولګید
زخمي شو زړه یی بایلود
--وزیر صاحب
دا دوه میرمنی غواړي چی ماڼۍ ته لاړې شی
بګۍ ورته چمتو کړئ
 

 

ماڼۍ ته چی را ستون شو
زلمی پاچا مشرانو را چاپیر کړ
تر اوسه که پوی نه وو نو اوس پوی شو
پاچا به دولمتن وی
پاچا به زورور وی
د نورو خلکو واک به ورسره وی
خو خپل واک یی د بل دی
ټولواک دی خپلواک نه دی
--که بله ښځه غواړی
اصیله ښایسته جلۍ به مونږ درته پیدا کړو
پاچا له مسلي(۱)سره خپلوي کولای نه شی
پاچا وایی که زه ستاسو پاچا یم
نو زما خوښه همدا ده
همدا جلۍ به وکړم
همدا ددی رضا ده، همدا زما رضا ده
مشران او درباریان سره یو لاس شول
پیغلوټه بنګړیواله یی بندۍ کړه
په ښار کی آوازه شوه
پاچا لیونی شوی! پاچا لیونی شوی!
 

 

جارچی ته وایه جارووهه
پاچا لیونی نه دی
خپل تخت یی خپل تربور ته وربخښلی
خطونه یی دوو ښځو ته ورکړی
پخپله ی بنګړیواله نکاح کړی ده
اوس تللی بخارا ته
څوک خوښ په امارت دی د اورنګ
څوک ویاړی د لونګو په فرهنګ
پاى




۱۔مسلي : يو اتنيک ګروپ دى چې زياتره دجټانو سره تړاو لري . خوشال بابا وايي :
نه خوشحال واى نه خټک واى نه خاني واى
چج په لاس تورمسلي واى خو ځواني واى
 

بالا

دروازهً کابل

الا

شمارهء مسلسل  ۳۳۳       سال  پـــــــــــــــــــــــــــــــانزدهم             حمل    ۱۳۹۸       هجری  خورشیدی       اول اپریل  ۲۰۱۹