کابل ناتهـ، Kabulnath



 

 

 

 

 

 

 

 

 

Deutsch
هـــنـــدو  گذر
آرشيف صفحات اول
همدلان کابل ناتهـ

دريچهء تماس
دروازهء کابل

 

 

 

 
 

   

عارفه بهارت صابر

    

 
خاطره

 

 

 


دا شعر نږدی شپارلس کاله ‍‍پخوا ویل شوی دی .

خاطره

ماته هغه شپه را په یاده شوه اوس :
ته زما کور کې یو میلمه شانته وی
زما په زړه کی د غنچو نڅا دی ولیدله
زما د اوښکو په دریاب ،لمبا دی ولیدله

ما درته وغوړوو خپل د صداقت دسترخوان:
تا ډوډی وڅکله
لکه د ستړي او ستومانه شپانه
سر دی پر مځکه کیښود او بیا ویده شولی ته.....

خو چی سهار را پاڅیدم ، بیا رانه تللی وی ته
او د توشک لاندی دی دیړی روپی ایښی راته

زه درنه ښه خپه شوم......
تا دا زما د صداقت او بی ریا دسترخوان
او د اخلاص کټوه
رانه په بیه وکړه....
ته می بیا ونه لیدی
خو له هغی ورځی تر ننه پوری
زه درنه دیړه ځوریدلی یمه......
زه درنه دیړه ځوریدلی یمه...................

 

بالا

دروازهً کابل

الا

شمارهء مسلسل ۲۵۸           سال  یــــــــــــازدهم                 دلو/حوت      ۱۳۹۴     هجری  خورشیدی      ۱۶ فبوری   ۲۰۱۶