که ډيره بــده وه که ښـه وه په مونـږ تيره شـولـه
زنـدگـی بس يـو شيـبه وه په مـونـږ تيـره شـولـه
چـا مـو زړگـۍ کـړلــو پرهر چا پـري پټی کيښودی
زمونـږ د ژوند دغه کيسه وه په مونـږ تـيره شـوله
يولږ څه خوږ يولږڅه تريخ مونږ تجربه کړلو ژوند
نـوره مو ختمه حـوصـله وه پـه مونږ تيره شـوله
څـه بـه گـيله کـوو لـه چا همدا دستور دی خلکـو
خير که خوږه وه که ترخه وه په مونږ تيره شوله
بس يو انجان وو چی په غم کی وو شريک راسره
نورو خو تل په مونږ غوسه وه په مونږ تيره شوله
کلـــه کـــوی شــــمه جفـا ښـکلــی جـانـان غـــوندی زه
دومـره خـوږيـږم پـه جـانان لکه خپل ځان غوندی زه
ښـه پـريمانـی ده د هـر څـه څـوک په چـا کار نلــری
ژونـدون کــوم پکـی والله چی لکه خان غـونـدی زه
گــــــــــريوان بـه وگـنډم خـو زړه به څـنگه وگــنډمه
څــنگه راټـول ټوټی زړگۍ کړم د گريوان غوندی زه
کـه ټول جهـان راته کشمير . لندن . پاريس . شی خلکو
چيــرتـه پيدا به کــړم وطـن افـغانسـتان غـــوندی زه
وصـال مـی نـشـتـه پـه نصـيب ډيـر بـد نصيبه يـــمه
ځـم له دونـيـا نـه ارمـانـجـن بـه د انـجـان غوندی زه |