کابل ناتهـ، Kabulnath



 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

Deutsch
هـــنـــدو  گذر
آرشيف صفحات اول
همدلان کابل ناتهـ

دريچهء تماس
دروازهء کابل

 

 

 

 
 

   

 

    

 
ډاکټر رگناتهـ آشنا څوک دی؟

 

 

 



جناب داکتر رگناتهـ غزنیوال

 

 

د طالبانو رژيم و زه یې د یوه رکعت قضاء سوي د جمعت لمانځه په تور او ‌‌‌‌‌‌ډاکتر صاب ریګناټ (رگناتهـ) اشنا یې د ږیري د کموالي په تور،تر امر بالمعروف ریاسته ور وستلو.
په ریاست کي دننه یو طالب جان خورا بد بد ‌‌‌‌‌‌ډاکتر صاب ته متوجه دی.
وای، ښه ته نه شرمیږې چي د ژوند پر داسي مهال فېشن کوې چي زوړ سړی یې؟
‌‌‌‌‌‌ډاکتر صاب:
فېشن زوړ او ځوان نه غواړي.
طالب :
ښه نو چي دلیل هم وایې،نو اسلام څه وایې؟
‌‌‌‌‌‌ډاکتر:
زه مسلمان نه يم

آر مسلمان نه یې؟ سبحان الله !
را چپه یې کئ !
‌‌‌‌‌‌ډاکتر: تاسو هغه وخت چیري واست چي ما د مجاهدینو ټپونه ور ګن‌‌‌‌‌‌ډل د ماله جات او ارغنداب په سیمو کي؟!!!
طالب:
‌‌‌‌‌‌ډيري خبري مکوه!
تر لږ ځن‌‌‌‌‌‌ډ وروسته د ملګرو ملتونو ه سپین موټر راغلی او ‌‌‌‌‌‌ډاکتر صاب اشنا یې بل لوري ته ولېږدوئ.
یادونه:
‌‌‌‌‌‌ډاکتر صاب ریګناټ اشنا یو وطن پرست شخصیت دی او د كندهار د هندوانو وروڼو پوري مربوط دی.
عکس د محترم لطيف جان بابي صاب له پاڼي په مننه .

 

https://www.facebook.com/dawoodshah.zamari/posts/940626349309544

 

ډاکټر رګناتهـ

ډاکټر ريگناټ مي ٢٦ کاله مخکښي پۀ کوټه کښي وليدئ نه يوازي د کندهاريانؤ او افغانانؤ وړيا درملنه يې کول بلکي د هغوى سره يې مالي مرستي هم کولې او پۀ خبرو او کړو وړو پاک او سوچه کندهارى او پر کندهاري وياړونؤ مين او ډېر کلک افغان ؤ.ما ته يې هم نسخه راکړله او پيسې يې را څخه وا نه خيستلې خو ما ور ته وويل چي زۀ مالي ستونزه نۀ لرم او د امريکا څخه راغلئ يم خو ډاکټر ريگناټ را ته وويل چي تۀ مي کشر ورور يې او د ورور درملنه پۀ پيسو گوناه گڼم، ما ويل څنگه دي ورور يم ويل ستا د مشر ورور عبدالرحمن خان بابى سره کندهارۍ وروري لرم.ځکه نولۀ هيغې ورځي راهيسي را باندي گران سؤ او د يوه دروند هيواد پال افغان پۀ نامۀ يې نوم پۀ درنښت سره يادوم.هر چيري چي وي خوشاله او آرام دي اوسي.

 قندهار: گشایش محل آتشپساری میت هندوان و سیکهـ های قندهار

 

 

 

بالا

دروازهً کابل

الا

شمارهء مسلسل  ۲۵۱             سال  یــــــــــــازدهم                   عقرب        ۱۳۹۴     هجری  خورشیدی         اول نوامبر    ۲۰۱۵