کابل ناتهـ، Kabulnath



 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

Deutsch
هـــنـــدو  گذر
آرشيف صفحات اول
همدلان کابل ناتهـ

دريچهء تماس
دروازهء کابل

 

 

 

 
 

   

 

    

 

د ځوان غږ ټولنې لخوا لیکوال او پنځوال

 وفا سمندر ونمانځل شو
 

 

 

 

څو لنډ نظرونه:

میدان وردگو والی: «د ژوندو نمانځل د ژوندو کار دی»

زیار: «وفا سمندر ځانته سبک لري»

اورنګ مختار: «...خو وفا سمندر، ددې وخت خوشحالخان، حمید خان او رحمان...»

آرین: « زموږ دا "سمندر" د خپل ځانګړي سبک په لرلو، د هېواد په پښتو نثر کې نوی باب پرانیستی...»

اجمل هوډمن: « وفا سمندر د ټولنې داسې نیمګړتیاو ته ګوته نیسي، چې ډېری یې جرآت ځانته نه ورکوي.»

جهاني: « وفا سمندر په افغان فلسفي ډګر کې یو ځلانده او بې ساری ستوری دی »

 

د غونډې د بهیر خبر

د محمد انور وفا سمندر لپاره برابره شوې نمانځغونډه د روان ۱۳۹۴ لمریز لېږدیز کال، د زمري په (۱۶) مه نېټه، ماسپېښین څه باندې دوه بجې، د میدان وردګو ولایت په شنه انګړ کې د کلام الله مجید د څو آیتونو په تلاوت او د ملي سرود په خپرولو سره پېل شوه.

غونډه کې د میدان وردګو والي، ځنو ولایتي چارواکو او ولایتي شورا پر غړي سربېره، د میدان درې قومي مشرانو او مخورو، ځوانانو او له کابله ورغلو، ځوانو فعالانو او د وفا سمندر، د ادبي او هنري پنځونو مینوالو برخه اخستې وه.

د وفا سمندر نمانځغونډې ته میدان وردګو والي حیات الله حیات، ټولنیز فعال محمد یونس آرین، د میدان وردګو ولایت د اطلاعاتو او فرهنګ رییس اورنګ مختار، د حقوقپوهانو د ټولنې مشر اجمل هوډمن، ځوانو ادیبانو محب الله جهاني، عبدالناصر جهانمل او مجنون خپلې ویناوې او مقالې واورولې.

د نمانځغونډې په پای کې وفا سمندر ته د والي، قومي مشرانو او د مدني ټولنو د مشرانو لخوا ډالۍ او ستاینلیکونه ورکړل شول. له هغې وروسته وفا سمندر د غونډې ګډونوالو ته وینا واوروله او د مراسمو په پای کې د وفا سمندر د کورنۍ په نماینده ګۍ، د هغه ماما جګړن شاه محمد د غونډې له جوړونکو او برخه والو مننه وکړه.

وفا سمندر د نورو د نظرونو په هېندارو کې

د غونډې پېل کې د ځوان غږ ټولنې مشر، ځوان خواجه محمد زیار دریځ ته پورته شو. زیار نمانځغونډې ته راغلو قومي مشرانو، ځوانانو او ادیبانو له راتګ او ګډون څخه مننه وکړه، زیاته یې کړه، چې د وفا لیکنې ځنو ځوانانو ته الګو او پند ګرځېدلي او هغه یې خپل شعارونه ګرځولي.

زیار وفا سمندر د اخلاقو نمونه وبوله، او لیکنې یې له پند او عبرت ډکې وبللې.

د زیار په بارو: وفا سمبولونه، استعارې او تشبه ګانې ډېرې کاروي، چې د ځنو لپاره سختې ښکاري؛ خو وفا سمندر ځانته سبک لري.»

ورپسې د میدان وردګو والي حیات الله حیات دریځ ته وروبللو شو. حیات ووېل، چې زه وفا صاحب له مخکې پېژنم خو ناستې مو ډېرې نه دي شوي.

 

وفا څرنګه د خپل زېږون په اړه خبر شو؟

حیات ووېل: «له ځوان غږ ټولنې مننه چې دغه نمانځغونډه یې جوړه کړې، دغه راز له عطاالله خوګیاڼي هم مننه چې دې کار کې یې همکاري کړې.»

حیات، وفا سمندر یو نوښتګر او مسلکي لیکوال یاد کړ، چې پنځلس بېلابېل کتابونه او سلګونه مقالې لیکلي او چاپ شوي.

حیات ووېل، وفا سمندر د خپل زېږون په اړه خپله وایي:

««پلار ويل: «هلکه! غنم لو کې دنیا ته راغلې»؛ خو آبو مور به راته ويل: «نه، ته مي په مني-طلایي موسم- کې دنیا ته راوړې!» خو زه چې څه د ځان په اړه خپل واک کڼم، د تلې مېاشتې وروستۍ نیمه شپه وه او زه په دنیا کې را را ښکاره شوم.»

سوال دادی، چې وفا څرنګه د خپل زېږون په اړه خبر شو؟ په هر حال دا هم دده په درایت او زیرکتیا دلالت کوي.»

حیات په دې باور دی، چې «د ژوندو نمانځل د ژوندو کار دی او څوک چې مړي نمانځي هغه قومونه مړه دي»

هغه خپله وینا وفا ته په خطاب کې د عطاالله خوګیاڼي په دې بیت سره ختمه کړه:

«چې د مینې سمندر کې در لاهو شم       سمندر کې مې لټون د وفا کار شي»

 

د غږ او رڼا وسیله

د میدان وردګو والي له وینا وروسته، حکیم بهیر د وفا سمندر ژوند او د ژوند غورځې پرځې د نمانځغونډې ګډونوالو ته واورولې. دغه لیکنه په دغو ټکو پای ته رسېدلې وه:

« زما په نظر د وفا سمندر پېژندل د داسې یوې لیکنې په وس نه دي. نو ښایي غوره وي، ددغه ښاغلي اثار ولولو او هلته دده د شخصیت نورې خواوې او رازونه مومو، ځکه زموږ په باور وفا سمندر د نوم او شهرت لپاره د لیکلو نیت نلري، هغه وعده کړې، چې نه د مادي متاع غلام ده او نه د شهرت په رسۍ خپل سپین شخصت وژني هغه پرته له حقیقته د هېڅ مقام او شي مریدي نه مني.

لویه خدایه! وفا سمندر د تل لپاره د غږ او رڼا لپاره وسیله او ذریعه ولرې. »

 

متصوف لیکوال

له ژوند لیک وروسته، د میدان وردګو ولایت د اطلاعاتو او فرهنګ رییس ښاغلی اورنګ مختار وینا وکړه.

مختار وفا یوه داسې څېره وبلله، چې د افغانستان په ګوټ ګوټ او لر او بر کې یې د ادب او هنر مینه وال له نامه او لیکنو سره اشنا دي.

اورنګ مختار، د وفا سمندر په اړه د علم ګل سحر او ومان نیازي په نظرونو را وڅرخید، ویې ویل وفا یو خپلواک لیکوال دی، چې ځانته جغرافیا، ځانته آزادي او ځانته بیرغ لري. وفا د هېڅ لیکوال او شخصیت متابعت او غلامي نه کوي. وفا په ټولو آثارو کې یوه کلمه له بله نه ده راغلا کړې. او د هیواد مخور پنځوال او لیکوالان لکه: نورمحمد لاهو، علم ګل سحر، ومان نیازی، عزیز تحریک دغه خبره تایید کړې.

د اورنګ مختار د خپلو خبرو په اوږدو کې، د سبک په اړه وغږېد، چې هرڅوک ځانله سبک نلري، خو وفا سمندر ددې وخت خوشحالخان، حمیدخان او رحمان بابا دی. د هغه په لیکنو کې د تصوف څرکونه له ورایه ښکاري. تصوف یې ژور دی. وفا هغه متصوف لیکوال دی، چې دده په اندازه بل څوک به لږ وي.

د مختار په بارو، وفا سمندر شهرت نغواړي. د قلم عفت ساتي او حقیقت وایي.

اورنګ مختار دا رد کړه، چې ګڼې د وفا په لیکنو ټول پوهيږي. هغه ووېل، چې د وفا لیکنې داسې دي، چې هر څوک نه پرې پوهېږي.

په قوم بنیادم وفا

د میدان وردګو ولایت د اطلاعاتو او فرهنګ په رییس پسې، ټولنیز او مدني فعال الحاج محمد یونس ارین د وفا سمندر په اړه خپله ژوره مقاله ولوسته، چې یوه برخه کې راغلي ؤ:

« زموږ دا "سمندر" د خپل ځانګړي سبک په لرلو د هېواد په پښتو نثر کې داسې نوی باب پرانیستی، چې تراوسه لا کره کتونکو د کوم مکتب په تله کې ندی تللی! یا خو سبک نوی دی او یا سمندر پکې دا جادو او کوډې کړي چې لار موندل پکې ستونزمن شي! »

ارین ووېل، چې وفا سمندر له وړکتوبه پېژني او له ۱۳۵۷ کال راهیسې د هغه لیکنې ګوري او له شخصیت سره یې ډېر اشنا دی. د یونس ارین مقاله اوږده وه، چې ځنې برخې یې دلته را اخلو:

«رحمان بابا ګوهر په دریاب کې لټاوه؛ خو زموږ وفا بیا سمندر ته پسې روان دی. د وفا ګوهر په سمندر کې دی او دده دا هلې ځلې راښيي چې ورنیږدې دی. »

«د وفا د مزله منزل دومره ژور او د سمندر په تل کې دی چې هره سترګه دغه لاره نه ویني او دغه منزل یوازې د سمندر سترګې غواړي.

وفا سمندر الوزي، ډېر اوچت الوزی او دده په وینا دغه الوتنه د خپلو هغو وزرو په زور کوي، چې نه په لاس حس کېږي او نه په سترګو لیدل کېږي.

هغه د خپل غږ او د یوې رڼا په زور الوزي او هغه په همدغو دواړو میېن دی. هغه ته له دغو څیزونو پرته هرڅه بی معنی او بې مفهومه ښکاري.»

«وفا سمندر ښایي د هغو نادرو لیکوالو په ډله کې حساب کړو چې په قوم یوازې " بنیادم" دی!

هغه په ژړاګانو او ویر کې د خندا په لټه کې دی، هغه په وچو او شګلنو سحراوو کې چینې لټوي. هغه په هر بدرنګ کې د خپل ذوق برابرې ښکلاوې پیدا کوي او دا دده هنر دی! »

«زه انور وفا سمندر د نن په لیکوالو کې د داسې نقاش سره د مقایسې او پرتلې وړ ګڼم، چې تابلو یې په ظاهره ډېره ساده او د ځینو خبره بې معنی؛ خو په همدې بې معنی ګۍ کې د زرهاوو خبرو، حقیقتونو، ترخو او خوږو لېږدونکې او بیانونکې وي. »

د یونس ارین خپله مقاله په دغو ټکو پای ته ورسوله:

«د ویلو ده چې په اوسنیو لیکوالو کې زه وفا سمندر د عدم تشدد د فلسفې ریښتینی او یوازنی پلوي بولم. هغه ته د ټولو بنیادمانو وینه یو رنګ ښکاري. د وفا یون ډېر سپېڅلی او انساني دی. هغه یوازې شیطان بې وطنه کول غواړي. »

 

ژوندي قهرمانان

د وفا سمندر لپاره جوړې شوې نمانځغونډې په اوږدو کې د افغانستان د حقوقپوهانو د ټولې مشر اجمل هوډمن هم خبرې وکړې. هوډمن د وفا سمندر ځنې ځانګړنې را یادې کړې، چې یوه یې د ټولنې متن ته د وفا سمندر ننوتل، د ستونزو کشفول، را برسېره کول او خلکو ته د نوي پیغام رسول دي.

هوډمن، وفا د واقعیتونو داسې لاروی وبوله، چې کومه موضوع تر کار لاندې ونیسي؛ نو تر پایه ځي او حللاره راباسي او خلکو ته پیغام ورکوي. وفا سمندر د ټولنې داسې نیمګړتیاو ته ګوته نیسي، چې ډېری یې جرآت ځانته نه ورکوي.

هوډمن ووېل: «ژوند خو تجربه ده.» هغه د وفا سمندر وروستي چاپ شوي کتاب (مینې کولو جنت) ته په اشارې سره، د ژوندي قهرمانانو تر سرلیک لاندې له هغو رښتینو کیسو یوه را یاده کړه، چې وفا سمندر په دغه کتاب کې ډېری راوړي.

د هوډمن په باور، وفا سمندر ټولنې ته دا پیغام لري، چې له شرایطو او اشخاصو د شکایت او د هغو پر ژوند او فکر د قضاوت پرځای غوره داده، چې خپل استعدادونه په کار واچوي او هر یو خپل مسوولیت ومني.

د وفا سمندر د  ادبي- عرفاني پنځونو هغه ځوان مينه وال، چې له کابله نمانځغونډې ته ورغلي ؤ، زیاترو یې غوښتل، له وفا او د هغه له مینه ګرو پنځونو سره خپله مینه او خلوص څرګند کړي. په دې لړ کې، د وفا سمندر ځوان کلیوال عبدالناصر جهانمل، هم په لنډه وینا کې د وفا د اثارو د مضمون په اړه خپل احساسات څرګند کړل، ځنې جملې یې د بېلګې په توګه یادې کړې، چې هغه ته یې د کلمو په جامو کې د لویو نقاشیو مفهوم له ځانه سره درلود.

د افغان فلسفي ډګر ستوری

په دې لړ کې محب الله جهاني، خپله لنډه کۍ موزنه وینا واوروله او ویې وېل:

« یو د سیند په شان ژور سړی

یو د اوبو غوندي واضح شخص

ای ما وصد چو ما زپی تو خراب و مست

ما بی تو خسته ایم تو بې ما چګونه ای؟»

د محب الله جهاني په باور: وفا سمندر د افغان فلسفې ډګر کې یو ځلانده او بې ساری ستوری دی »

له هغې وروسته، بل ځوان (مجنون)، د وفا سمندر له آثارو په تېره بیا (مینې کولو جنت) سره خپل عاشقانه جنون په موزونې وینا، د نمانځغونډې ګډونوالو ته څرګند کړ.

سربېره پر دغو ښاغلو، د وفا سمندر د هنر او پنځ ځنو نورو مینه والو لکه اکسیر، عطاالله خوګیاڼي او نورو مخورو هم غوښتل ویناوې وکړي، خو د وخت د کمښت له امله یې له وینا کولو ډډه وکړه، چې وفا سمندر یې د احساس او بې قیده مینې قدر وکړ.

له ویناو او مقالو له لوستلو وروسته، د میدان وردګو والي حیات الله حیات، وفا سمندر ته پګړۍ ور په سر کړه او ولایتي شورا غړي او قومي مشرانو یې پر اوږو چپنه ور واچوله. دغه راز د میدان د مدني فعالینو د همغږۍ مرکز، د ځوان غږ ټولنې، میدان ځوانانو د خوځښت ټولنې او میدان وردګو ولایت مقام لخوا وفا سمندر ته ستاینلیکونه ورکړل شول.

 

ولې یې لیکم؟

د نمانځغونډې په وروستۍ برخه کې وفا سمندر، د ځوان غږ ټولنې، میدان وردګو والي حیات الله حیات او د ولایت ویاند عطاالله خوګیاڼي، د میدان درې له قومي مخورو او مشرانو، او له میدان او کابله ورغلو ځوانانو او ادیبانو نه د مننې څرګندولو او په غونډه کې د تاوده ګډون له امله مننه وکړه او په خپله عشقانه ژبه یې ګډونوالو ته وینا وکړه، چې څو کرښې ورنه دلته را اخلو:

خو پېل کې بیا وفا سمندر له ځانه دا پوښتنه وکړه:

«ولې یې لیکم؟ تخلیق یوه چیغه ده (خدای شته!) انسانان متفاوتې اګاهۍ دي. ټول ددغه لنډ، ساده او نیېږدې پیغام د رسولو په هڅه کې دي؛ خو ولې خبرې دومره اوږدېږي؟

کلمه یا کلام خدایي مسافر دی. موږ په غږ او کلام سره الهي سرمنزل ته رسېږو.

ځکه نو غږ سپرغۍ ده. غږ د الهي قلمرونو بېړۍ ده.

نو دومره لیکنې ددې، یوازې د غږ د سرچینې په لور خاپوړې دي.»

« باور وکړئ، له هغې چې زړه را په کې د خپل څښتن په لور غږ اوچت کړی او د ورتګ تلوسه ښیي، بیا تر دې شېبې قلم وهم او غواړم د انسان او خدای ترمنځ فاصله-چې اصلا وجود نلري- لنډه کړم؛ خو بیا هم ځان یوازې ګڼم.»

« مینه څه ده؟ مینه د بل لپاره بې مدعا او بې مقصد کار دی. لکه هغه کارونه چې انسان یې د خدای تعالی لپاره کوي.

لکه هغه کارونه چې پلار یې د زوی او لور لپاره کوي،

لکه هغه کارونه چې زامن او لوڼې یې د پلرونو او میندو لپاره کوي،

لکه هغه کارونه چې یو میېن یې د خپلې مینې لپاره کوي چې،

یا میېنه یې چې د خپل میېن لپاره کوي.»

 

د غونډې په پای کې د وفا سمندر ماما جګړن شاه محمد، د نومړي د کورنۍ په استازولۍ، د غونډې له جوړونکو او برخوالو مننه وکړه. 

 

د غونډې د دریځ چارې د ځوان غږ ټولنې منشي انجنیر زلمي واحدي سنبالولې.

د زړونو پر نغمو او رڼاګانو مو برکت اوسه.

 

 

 

بالا

دروازهً کابل

الا

شمارهء مسلسل   ۲۴۵                  سال  یــــــــــــازدهم                     اســـــد        ۱۳۹۴ هجری  خورشیدی       اول اگست     ۲۰۱۵