« زما وجدان ماته اجازه نه راکوي چې مقابله وکړم ...»
ابوالفقیر زین العابدین عبدالکلام
دهندوستان په تاریخ کې دمسلمانانو ونډه او شته والي داسلام له راتګه بیا
ترننه یو نه انکارکیدونکي حقیقت دی، مسلمانانو له شکه پرته هندوستان ته په
علمي او فرهنګي لحاظ دومره خدمتونه کړي چې ددغه هیواد نسلونه نسلونه او
تاریخونه به یې کله هم هیرنه شي کړای. په دغه برخه کې دهندوستان دمسلمانو
واکمنیو ځای او ځایګی هم څرګند او دیادونې وړ دی . په دغه ډله کې یو
نومیالي مسلمان او داتومي هندوستان استاد، نوښت ګر، مخترع او د نوي نسل
هڅونکي ای پی جي عبدالکلام (ابولفقیر زین العابدین ) و چې پرون یې د
شیلانګ په ښکلي سیمه کې له فانۍ نړۍ سره خدای پامانی وکړ . عبدالکلام
دهندوستان دجنوب له مسلمانانو څخه و په یوه متدینه مسلمانه کورنۍ کې په
۱۹۳۱ کال کې زیږدلی دی، ده ساده ژوند درلود کله چی په ۲۰۰۲ – ۲۰۰۷ کلونو
کې د هندوستان ولس مشر شو، دده د ژوند په ډول او چلند کې هیڅ توپیر رانغی،
له زیاتو بوختیاوو سره یې هم خپله اساسي دنده چې له ځوانانو سره تړاو،
تدریس او ارتباط وکله هم له یاده ونه ایستله، ده د واحد او یو پیاوړي
هندوستان لپاره د ژوند او پرمختګ نوي فورمول چې هغه له عصرسره د دغه
هیواد د انسان عیارول وو خپل ملت ته ورپه ګوته کړ، دي د هند دملت پالي ګوند
بی جي پی د واکمني پر مهال دهندوستان ولس مشر و، چې هیچا هم فکر نه کاوه دی
به دغه دنده ترډیرو پورې پرمخ بوځي، خو ده خپله دوره په خورا متانت او دهند
ملي ګټوته په خورا درنښت سره په بري پای ته ورسوله .
ما ددغو کرښو لیکوال له عبدالکلام صاحب سره دده د استادۍ او دده د ولس
مشرۍ په دواړو دورو کې کتلي دي ، په ۱۹۹۹ کال مو په یوه کنفرانس کې چې
دهند دپارلمان په لوی تالارکې جوړشوی و سره وکتل، کله چی پوه شو زه د
افغانستان یم، ډیره زیاته مهرباني یې وکړه دخپل تاثر په ترڅ کې یې
دافغانستان په اړه یې راته وویل : « زه ددغه ښکلي او قهرمان هیواد په اړه
ډیر اندیښمن یم، زه نه پوهیږم، هغه قام چي تل سره یو موټی او متحد و ولي
اوس په ټوله نړۍ کې له خپله پرتمه دلویدلي هیواد په نامه یادیږي ... »
دویم ځل مې بیا په دیلي یونیورستي کې په یوه بله علمي نړیواله غونډه کې
ولید، بیایی هم خپله اندیښنه راته څرګنده کړه خو داځل یې نوې خبره راته
داوه : « زما دماشومتوب اوځوانۍ د شپو ورځو دخیالونو اوخدمتونو لوی ایدل
شخصت سرحدی ګاندي خان صاحب و، ای کاش افغان ملت په دغو ستختو ستونزو کې
دهغه له درسونو زده کړه وکړي، له هغه او ګاندي موږ اوس هم سوله او سوله
ییز ژوند زده کوو . زما هیله تاسې ته هم داده چې دهغه په مفکوره او مرام
باندې ځانونه عیارکړئ او هیواد مو له دغې بدمرغۍ څخه وژغورئ »
دریم ځل مې دهندوستان له یو شمیر استادانو سره دده په خپل استوګنځی کې
کتنه وشوه، بیایی هم دافغانستان په اړه خپله اندیښنه درلوده ، له ما یۍ
پوښتنه وکړه چې زه په افغانستان کې دکوم ولایت یم ما ورته وویل د غزني،
دغزني په اوریدو یې نورهم زړه بړاس وکړ او زیاته یې کړه : « موږ علم له
البیرونی او غزني زده کړ، همدا البیروني و چې موږ ته یې هندوستان په دومره
لویی سره را وپیژاند، خو له بده مرغه چي موږ ته اوس دعلم اوپوهې د نابغه
ګانو او رښتینو صوفیانو له ښارونو اومرکزونو څومره بد او دردونکي خبرونه را
رسیږي ... »
عبداکلام دهند او بشریت نیکمرغي په سوله او آرامۍ کې لیده، او داهغه تګلاره
وه چې پاچا خان او ګاندي د عدم تشدد په ډول په خپل عصرکې دهندوستان او په
دغه سیمه کې دمصیبت، انګریزي او نورو ښکیلاکونو په وړاندې طرحه کړه، کلام،
په خپل وخت کې دهغو ایده په نوي ډول له سولې او آرامي دخپل اتومې ځواک
تر سیوري لاندې هم له یاده ونه ایسته، ده داسې فکر نه کاوه چې ګواکي ده او
یارانو یې په خپلې پوهې سره خپل هیواد د اتومي بټۍ پرسرکیناوه، بلکه دی
تل په خپلو کارو او خپلو څیړنو کې پردې باوري و چې ده خپل ملت په خپلې پوهې
سره دسولي پرګډۍ کیناوه ځکه دي هم لکه زموږ نومیالي لیکوال او شاعر الفت
په دي نظر و چې هره پوه او هره انساني هڅه باید دسولې او بشري هوسایي لپاره
وي، ځکه چې : « غلطه پوهه له انسان ځني شیطان جوړوي ».
کلام په نړۍ کې، په هند کې دخپل عصر نومیالی مسلمان پوهاند و چې خپل هیواد
او خپلو خلکو ته یې ځان په عمل کې وښود، هڅې او نوښتونه یې ددې څرګندوی دي
چې پرده یې خپل هیواد هندوستان د زړه له کومي پرې ګران و، موږ باید دوطن
دخدمت روحیه او له وطن سره مینه لکه ده غوندي په عمل کې ولرو نه په الفاظو
کې ...
باور دی چې د نړۍ ټولې علمی او اکادمیکې موسسی او مرکزونه ددغه لوی پوهاند
په مړینه خپله خواشینی څرګندوي، داچې ما خپله دده خآنګړې اندیښنه
دافغانستان، افعانانو پرحال لیدلې او محسوس کړې وه، وړمې وبلله چې دیوه
افغان فرهنګي او پوهنتوني غړي په توګه دخپل د علمي او اکادمیک کول
خواشيني اوغمرازي دده ملت او کورنۍ ته څرګنده کړم .
کلام صاحب روح دی آرامه او جنتونه د ځای
پروفیسور عبدالخالق رشید
دکابل او نهرو پوهنتون استاد
|