کابل ناتهـ، Kabulnath



 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

Deutsch
هـــنـــدو  گذر
آرشيف صفحات اول
همدلان کابل ناتهـ

دريچهء تماس
دروازهء کابل

 

 

 

 
 

   

              ثناء الله تسل

    

 
استخباراتي تفاهمليک،انګېرنې او قضاوتونه

 

 

 

ولسمشر غني او يو شمېر افغانان د افغانستان
او پاکستان تر منځ د استخباراتي همکاريو
تفاهمليک ته په مثبت نظر ګوري، ځينې يې
د افغانستان د ملي ګټو سره په تضاد کې بولي
او هڅه کوي چې پر ولسمشر فشار راوړي چې
سند لغوه کړي. خو يو شمېر نور مخالفين يې
بيا په تفاهمليک کې د بېلتون غوښتونکو د
کلمې له منځه وړل غواړي.
د تړون سره موافقه ډله په دې اند ده چې
دغه تړون د پاکستان او افغانستان تر منځ د
باور په رامنځ ته کولو، د اړېکو په ښه کولو او
د ترهګرۍ سره د مبارزې په برخه کې ګټور
ثابتېدای شي. دوى وايي چې د ډيورنډ دواړو
غاړو ته د ګډ ګواښ )ترهګري( پر ضد ګډې
هڅې به ترهګر له پښو وغورځوي، خو ياده ډله
د تفاهمليک د تطبيق په اړه اندېښنې لري.


» » د استخباراتي تړونونو اړتيا؛


يوويشتمه پېړۍ د نوو تهديدونو، لکه
ترهګرۍ، بنسټپالنې، مخدروه موادو، جرمونو
او د ويجاوړوونکو وسلو له پراختيا سره مخ ده
او دغه تهديدونه ورځ تر بلې پېچلې کېږي او
پراخېږي او نړۍ ته په ستر ګواښ بدلېږي.
د استخباراتي همکاريو تړونونه که څه هم
کومه نوې خبره نه ده؛ خو د ۱۱ سپټمبر له
پېښې را وروسته په نړيواله کچه په دغه تړونونو
کې بې سارې زياتوالی راغلی، پورته ياد شوو
تهديدونو په نړيوالو اړېکو او نړيوال سېستم
کې د پام وړ بدلون راوست ځکه د يوويشتمې
پيړۍ د دښمن، مشخصه جغرافيه، مشخص
جنګيالي، مشخص هدف او مشخص هويت
معلوم نه دی؛ او هر هيواد يي په اړه انديښمن
دی او ورڅخه هر وخت ګواښل کيدای شي
چې په پايله کې يې يو شمير په ګرمه او سړه
جګړه کې ښکېل هيوادونه هم همکاريو ته سره
اړ ويستلي دي.
همدا تېر کال روسيې او امريکا، چې اوسمهال
د اوکراين په مسئله کې په توده جګړه کې
ښکېل دي، د داعش د ګواښ پر وړاندې
د استخباراتي همکاريو سند لاسلېک کړ.
همدارنګه په تېر يو کال کې د نورو سيالو
هيوادونو تر منځ، لکه پاکستان او روسيه،
داستخباراتي معلوماتو د شريکولو سند لاسلیک
شو. د ايران او اسټراليا ترمنځ، د چېن او
هندوستان ترمنځ، د هندوستان او پاکستان تر
منځ هم ورته سندونه او هوکړه ليکونه لاسليک
شوي دی.

همدارنګه په ۱۹۴۶ ز کال کې د برتانيې
استخباراتي وړتياوې او پراخه سرچېنې د دې
لامل شوې چې کمزورې امريکا اړ شوه چې د
دغه هېواد سره د استخباراتي همکاريو تړون
له لارې خپلې ملي ګټې خوندې کړي. دغه
تړون چې له استخباراتي اړيکو پيل شوی و، د
وخت په تېرېدو سره يې د سياسي او اقتصادي
اړېکو پر پراختيا هم اغېز وکړ.
امريکا چې اوس په نړۍ کې ورته د يو واحد
زبرځواک په سترګه کتل کېږي او د نړۍ په
زياته برخه کې ځانګړې ګټې لري، چې په
يوشمېر سيمو کې دغه ګټې تر جدې ګواښ
لاندې دي، د دغه ګټو د خونديتوب او ترلاسه
کولو په موخه امریکا زيات شمير هيوادونو سره
بېلا بېل استخباراتي تړونونه لاسلېک کړي
دي؛ چې پاکستان هم يو له هغه هيوادونو
څخه دی چې د ترهګرۍ پرضد په نړيواله
جګړه کې د امريکا سره داستخباراتي معلوماتو
د شريکولو يو ښه همکار دی.
همدارنګه کله چې دوه هیوادونه ګډ دښمن
ولري او يو هيواد په يواځې ځان د دغه دښمن
سره مبارزه نشي کولای نو بيا د مجبوريت له
مخې يو له بل سره د استخباراتو په تخنيکي،
مهماتو، څارنې، د ګډو ايجنټانو په ګمارنې،
ګډې روزنې، او د يو بل سره د تحليل شرېکونې
په برخو کې همکاري کوي.
د افغانستان او پاکستان ترمنځ استخباراتي
تفاهمليک هم د همدغه اصل پر بنسټ رامنځ
ته کېږي، ولسمشر غني لومړی هڅه وکړه چې
اسلام اباد اړباسي چې ټولو ترهګرو ته پرته
له کوم توپير دښمن ووايي. کله چې دښمن
شرېک شي، بيا يي پر وړاندې ګډې مبارزې
لپاره اړتيا ليدل کېږي. دا مبارزه له ډيپلوماټيکو
هلو ځلو پيل کېږي او تر ګډو نظامي عملياتو
پورې غځېږي. استخبارات د دې ترڅنګ چې
د هيوادونو ترمنځ د باور په رامنځ ته کولو کې
مهم رول لوبوي په پورته دواړو ډيپلوماټيکو او
نظامي همکاريو کې هم اړين ګڼل کېږي.
د استخباراتي همکاريو ګټې:


1. دا چې مخکې مو وويل، تهديدونه د پخوا
په پرتله زيات پېچلې شوي دي، يو هيواد چې
هر څومره قوي هم و اوسي نشي کولای د
دغه پېچلې تهديد په اړه هر اړخيز استخباراتي
معلومات راغونډ کړي او دغه ترهګرې ډلې هره
شېبه و څاري؛ نو اړ دي چې د بشپړو معلوماتو
ترلاسه کولو او د دغو مخالفو ډلو د څارنې لپاره
د نورو سره تفاهم وکړي چې د هغوي په مرسته

خپل معلومات لاپسې زيات کړي او خپلې
نېمګړتياوې پوره کړي.
2. همدارنګه هیوادونه د استخباراتي
معلوماتو د راغونډونې او تحليل جلا تګلارې
لري. يو شمير هيوادونه هر اړخيز معلومات
راغونډوي او ځان سره يي ذخيره کوي، نور
شمير يي بيا يواځې مهمو ګواښونو اړوند
معلومات راغونډوي، يو شمير يي په تکتيکي،
نور يي بيا په ستراتيژيکو استخباراتو کې
ځانګړې وړتياوې لري، که چيرې د دوي
ترمنځ معلوماتو شريکولو تړون لاسليک شي.
د ګډو معلوماتو پر بنسټ د حالاتو دقيق انځور
وړاندې کولای شي او يو د بل اړتياوې او
نمګړتياوې پوره کولای شي.
3. همدارنګه، د هیوادونو ترمنځ استخباراتي
همکاري د دې لامل ګرځي چې د زياتو پيسو
او بودېجې د مصرف مخه ونيول شي. ځکه له
پولو هاخوا د معلوماتو راغونډونه، او بيا د دغه
معلوماتو پر بنسټ عمليات کول ډيرې بودېجې
ته اړتيا لري.
» » د استخباراتي تړونونو ګواښونه:
د استخباراتي معلوماتو شریکول ډير سخت
کار دی او ډير دقت ته اړتيا لري. هر ځل
چې يو هيواد بل سره استخباراتي معلومات
شريکوي څو ځل بايد فکر وکړي چې د دغو
استخباراتي معلوماتو شریکولو ګټه به هيواد ته
څه وي؟ مقابل لوری به ترينه څه ګټه واخلي؟
د استخباراتي معلوماتو شريکول، کله د دې
پرځای چې، ګټه ورسوي تاوان زيات رسوي.
ځکه کله چې مقابل لوری پوه شي چې ما
کوم حساس معلومات ترلاسه کړي هغه بيا په
دې هم پوهېږي چې له کومه او څرنګه مې
ترلاسه کړي دي. نو په همدې موخه بايد د
معلوماتو په شريکولو کې له ډير دقت څخه کار
واخيستل شي. همدارنګه د معلوماتو شريکول
يوه بله نېمګړتيا هم لري، هغه دا چې ته دې
خپل مقابل لوری خپلو نيمګړتيا وو ته متوجه
کوي، او دا نېمګړتياوې د دې لامل کېږي
چې په راتلونکې کې ستا مخه ډب شي چې
معلومات ترلاسه کړي.


د استخباراتي معلوماتو شريکولويو بل ستر
ګواښ دا دی چې کله معلومات شريک شي،
او دښمن او يا د ګواښ موقعيت معلوم شو، نو
يو لوری حتما اړ کېږي چې لومړني عمليات
وکړي. دغه وخت کې هميش د دواړو خواوو
ترمنځ سيالي رامنځ ته کېږي او هر يو يي هڅه

کوي چې په مستقل ډول عمليات وکړي، او
دغه سيالي د دې لامل ګرځي چې دوي په
خپلو منځو کې سره په جنګ شي.


» » د تفاهمليک د مخالفینو او پلويانو
نظرياتو د ارزونه:


هغوي چې پاکستان سره دا تفاهمليک او نورو
تړونونو سره په ټوله کې مخالفت کوي؛ بايد په
دې پوه شي، چې د ځمکې په سر هيڅ داسې
هيواد نشته چې د نورو هيوادونو سره يي ګټې
يا لږې او يا ډيرې تضاد کې نه وي، ځکه کله
چې هيوادونه رامنځ ته کېږي او پولې ټاکل
کيږې له همدې ځايه د ګټو تصادم هم رامنځ
ته کېږي. او هر هيواد بيا خپلو ملي ګټو ته
لومړيتوب ورکوي او د خوندې کولو لپاره يي
هلې ځلې کوي، نو ځکه خو په نړیوالو اړېکو
کې دايمې دوست او دایمي دښمن نشته يو
څه چې دايمي دي هغه ملي ګټې دي.
همدارنګه، دغه مخالفين د افغانستان اوسني
وضعيت ته په کتو هېڅ داسې کومه بله حل
لاره او يا پاليسې نشي وړاندې کولای چې له
امله يي پاکستان په افغانستان کې له نيابتې
جګړې منع شي. دوی چې د پاکستان پر
وړاندې کومه پاليسي غواړي، هغه افغانانو
په تيرو ديارلسو کلونو کې تجربه کړه، چې
پرته له وراني، وژنې او د جګړې د پراخېدو
يي افغانانو ته هېڅ ورنه کړل. او که هماغه
وضعيت همداسې دوام وکړي، ډير تاوان يي
پاکستان ته نه، افغانانو ته رسېږي. نو ځکه خو
ولسمشر غني، نه غواړي چې دا بې ګټې جګړه
د لازيات شمير افغانانو د وژنې او د افغانستان
د ورانېدلو لامل شي.
تفاهمليک سره مخالف لوري بايد داهم په
ياد ولري، چې نړيوالو اړېکوکې احساسات
ځای نه لري، هر هغه څه چې مهم دي د
ګټې په بدل کې تاوان دی. که چيرې دغه
مخالفين، داسې دلايل وړاندې کوي، چې د
دغه تفاهمليک د نه لاسلېک ګټه له لاسلېک
څخه ډيره ده دوی يي بايد ولس سره شرېکه
کړي. يواځې مخالفت چې بديل ونه لري،
شخصي عقده بلل کېږي. همدارنګه، په
دغه تفاهمليک کې د بيلتون غوښتونکو سره
دمبارزې برخه ده. حکومت وایي چې اصلا دغه مفهوم د تفاهملیک په مسوده کې نه شته
خو مخالفین ادعا کوي چې دا خبره په سند
کې راغلې ده او دوی يي د ډيورنډ کرښې په
رسمیت پيژندنې باندې تعبیروي.
د کندهار برېښنا- له ژمنو تر عمله ...
انګېرنې او قضاوتونه
استخباراتي تفاهمليک،
نوربیا...

 

بالا

دروازهً کابل

الا

شمارهء مسلسل   ۲۴۳                    سال  یــــــــــــازدهم                     سرطان/اسد         ۱۳۹۴ هجری  خورشیدی         اول جولای     ۲۰۱۵