بې له شک ټول هنرمندان او
هنرپوهان په دې خبره کې سره متفق دي چې ارواښاد منان ملګری د افغانستان د
تیاتر ، سینما ، ډرام او تمثیل غوره او بې جوړې لوبغاړی او منلی استاد و .
استاد منان ملګري لا هغه وخت چې د لغمان په هنرپروره ولایت کې اوسېده او
د تنکي ځلمیتوب بې غمه وختونه یې تېرول ، له تمثیل او تیاتر سره مینه
درلوده ، او همدغې مینې د هغه پښه د وخت راډیو افغانستان ته راکش کړه .زه (
هیواددوست )هغه وخت نوی د کوچنیانو له پروګرام څخه د راډیو یو شمېر نورو
خپرونو ته ورمعرفی شوی وم چې د وظیفوي ارتباط له کبله د پښتو ډرام او
داستان په شعبه کې ورسره آشنا شوم .خبرې یې تل په موسکا او ورین تندي کولې
.په لاره به ورو ورو روان و خو کتل به یې تل شا او خوا ته ، یوه ږمنز او
خوش بویه عطر به تل ورسره ول ، اکثرا به یې ملي جامي په تن وي خو کله به چې
په دریشي کې راغی نو ارواښاد استاد فضلي به ورته ویل ( ملګری صیب ! بیا دې
ځان ښایسته کړی ، خیریت خو به وي ...) .د استاد فضلي او استاد ملګري یوه
ځانګړې دوستي وه ، له راډیو د باندې به یې هم سره کتل .
یوه ورځ مې ورته
وویل (( ملګری صیب ! تا پرون کیسه وکړه چې کوم باغ کې مو پاچا ظاهر خان
ناڅاپي ولید ، ولې موږ له ځان سره نه بیایئ ؟ ) هغه راته وویل (( وخت یې
راځي چې ته هم زموږ ډله کې شامل شي ...)) او رښتیا کله چې زما قرارداد په
رسمي توګه وشو ، او په عمر هم لږ برابر شو نو بیا به ټول په ګډه مېلو او
نندارو ته تلو .تل لکه یو مشر پر خپلو همکارانو مهربانه و .خدای تعالی ورته
یو ځانګړی استعداد ورکړی و ، د اړتیا په وخت کې به یې په لږ وخت کې د راډیو
لپاره یو پرله پسې داستان ولیکه ، او یا به یې په یو ساعت کې د راډیو د
جمعې د شپې ډرام ولیکه .په ډایرکټ ، رژې ، او پرودیوس کې غوره او چټک و . د
ستیژ پر سر پر خپل رول او ټول ستیژ حاکم و .کله خو به داسې شو چې له خلکو
ډک تالار کې به یې د ستیژ پر سر پرته سکریټ او لیکنې سم دلاسه یوه تمثیلي
پارچه او یا ډیالوکونه جوړ کړل .د راډیو د ژوندیو پروګرامونو ( تمثیلي ) په
وړاندې کولو کې هم همدغه راز بریالی و . د تمثیلي پارچو ښه لیکوال
و .له دې
برسېره غوره لنډې کیسې او خواږه شعرونه به یې ویل . انقلابي جذبات یې
درلودل ، په شعرونو او داستانونو کې یې قهرمانان دهېواد بې وزلي خلک ول.ژبه
یې مخامخ ، تنده خو دوستانه وه .انتقادي اړخ یې پیاوړی و .چاپلوس نه و ، او
نه د کوم مقام او چوکۍ علاقمند .
ملګری صیب د ځینو ټلویزیوني فلمونو او
سریالونو سناریو هم لیکلې چې په دې ډله کې د ( کونډې ځوی ) د سریال په
لیکلو کې له څو تنو نورو لیکوالو سره ګډ کار وکړ .هغه د ملت د بیدارۍ لپاره
د سر په بیه کار وکړ خو له بده مرغه چې دولتونو او حاکمانو هغسې چې لازمه
وه د هغه ژوند و نه ژغوره او په پای کې له دې فاني نړۍ څخه یې د تل لپاره
سترګې پټې کړې . الله دې ښه جنتونه ورکړي .
هیله ده د افغانستان د راډیو
ټلویزیون او افغانفلم عمومي ریاست د یو تمثیلي کورس تاپیا وکړي چې د
ارواښاد استاد منان ملګري په نوم وي او هر کال به شامل خدمت ممثلینو ته
اظافه مسلکي زده کړه ورکوي . ( یوسف هیواددوست ـ له ډنمارک څخه د افغان غږ
راډیو یې مجله ) |