کابل ناتهـ، Kabulnath



 

 

 

 

 

 

 

 

 

Deutsch
هـــنـــدو  گذر
آرشيف صفحات اول
همدلان کابل ناتهـ

دريچهء تماس
دروازهء کابل

 

 

 

 
 

   

 

    

 
پريانکا چوپړا:
د توکميز تعصب له امله مې امريکا پرېښوده!!

 

 

د بالي ووډ لويه اداکاره پريانکا چوپړا وايي، چې په امريکا کې د مېشتېدنې پر مهال له دومره توکميز تعصب سره مخ وه چې په پای کې يې د امريکا د پرېښودو پرېکړه وکړه.

 

 

پريانکا چوپړا له بي بي سي هندي سره په خبرو کې وويل، چې کله دا ۱۲ کلنه وه، نو د زده کړو لپاره امريکا ته تللې وه، خو په دې موده کې ورسره په ډاګه تعصب کېده، چې دا يې روحاً وځپله او بېرته هېواد ته راستنه شوه.
پريانکا وايي: ‎«ما په ژوند کې ډېر نسلي تعصب زغملی دی. زما يادېږي چې کله په ښوونځي کې وم، نو خلکو به راته نسوار رنګې ‎»براوني‎» ويل. راته به يې ويل، چې کور ته ولاړه شه او کري ‎»يو ډول خواړه‎» جوړه کړه. ما ليدلي وو چې خلکو به هندي نژادو ته په يو بل ډول نظر کتل. ‎»


دې زياته کړه: ‎«دوی به ويل، چې موږ هنديان په سر خوځولو خبرې کوو. په موږ پورې خلک خاندي. موږ چې په کورونو کې کوم خواړه پخوو، د هغو په بوی پورې دوی ملنډې وهې. نور خو پرېږده، زموږ په فکر پورې هم خلک خاندي. بالاخره زه له دغو پېغورو تنګه شوم، امریکا مې پرېښوده او خپل هېواد ته راغلم. ‎»
 

خو اوس پريانکا په امريکا کې د هالي ووډ د يوه پروډکشن برخه ده. دا وايي؛ چې اوس دې ته په امريکا کې يو څه بدلون ښکاري. پريانکا نن سبا په خپل لومړني هالي ووډ ټلوېزيوني سريال ‎»کوانټيکو‎» کې د اېف بي ای د يوې جاسوسې اېلېکس ويور رول لوبوي. دا لومړی ځل دی چې پريانکا د هالي ووډ په کوم ټلوېزيوني سريال کې کار کوي. دې له بې بي سي سره په خبرو کې وويل: ‎»
دا پاروونکې او ټکان ورکوونکې ډرامه د اېف بي ای د هغو څو غړو د کيسې په اړه ده، چې د بېلا بېلو لاملونو او موخو له مخې له اېف بي ای سره اړيکه پيدا کوي. ‎» پريانکا ته داسې برېښي، چې په بهرنيو هېوادونو کې هېڅکله هم هنديانو ته په جدي ډول پام نه کېږي. د دې په وينا ؛ هنديان، که اداکاران وي، ډايريکټران وي او که هنرمندان، هغه مقام نه شي موندلای چې مستحق يې وي.

پريانکا وويل، هندي نژاده نجونې که په هالي ووډ کې کار پيدا هم کړي، نو يا خو د کومې هندي کورنۍ رول ورکول کېږي، لکه ‎«هندۍ مور‎» او يا د داسې کومې نجلۍ رول چې د ازادو ودونو کولتور ښکاره کوي. دې وويل، چې دې د دغه جمود د ماتولو هڅه وکړه: ‎»ما دغه ټلوېزيوني سريال ته په دې شرط غاړه کښېښوده، چې زما رول د يوې اداکارې په ډول وي، نه زما د هندۍ کېدو له امله. ‎»
 

د پريانکا نوی را روان فلم ‎«دل دھڑ کنے دو‎» د جون پر پنځمه خپرېږي. په دې فلم کې له پريانکا سره انوشکا شرما، فرحان اختر، انيل کپور او رنوير سنګه مهم رولونه لوبوي.

 

بالا

دروازهً کابل

الا

شمارهء مسلسل   ۲۴۱                    سال  یــــــــــــازدهم                      جوزا         ۱۳۹۴ هجری  خورشیدی         ۰۱ جون     ۲۰۱۵