کابل ناتهـ، Kabulnath



 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

Deutsch
هـــنـــدو  گذر
آرشيف صفحات اول
همدلان کابل ناتهـ

دريچهء تماس
دروازهء کابل

 

 

 

 
 

   

ګرداب

    

 
کندهار؛
د ارغنداب د دريايي حوزې ۶۰ سلنه اوبه بې ځايه ځي

 

 

 

د کندهار د اوو ولسواليو شاوليکوټ، ارغنداب، ژېړۍ، پنجوايي، ميوند، ډنډ او دامان کرنېزې ځمکې او باغونه د دهلې بند په اوبو خړوبېږي، خو د اوبود مهارولو سيسټم نشتوالى د دې لامل شوى چې ان د ارغنداب سيند تر څنګ کرنيزې ځمکې هم وچې پاتې شي.
د يادې شوې ستونزې له امله په پراخه کچه اوبه ضايع کېږي چې ډېر مهال د کروندګرو تر منځ د شخړو د پېښېدو سبب کېږي. بل خوا د کندهار يو شمېر سوېلي ولسوالۍ چې د کرکيلې ښه وړتيا لري، د اوبو له کمښت سره مخ دي. دغه ولسوالۍ ښوراوک، معروف، ارغستان او سپين بولدک دي چې د کرنې د ودې په موخه بندونو ته اړتيا لري.

 

د کندهار د اوو ولسواليو شاوليکوټ،ارغنداب، ژېړۍ، پنجوايي، ميوند، ډنډ اودامان کرنېزې ځمکې او باغونه د دهلې بند په اوبو خړوبېږي، خو د اوبو د مهارولو سيسټم نشتوالى د دې لامل شوى چې ان د ارغنداب سيند تر څنګ کرنيزې ځمکې هم وچې پاتې شي.
د يادې شوې ستونزې له امله په پراخه کچه اوبه ضايع کېږي چې ډېر مهال د کروندګرو تر منځ د شخړو د پېښېدو سبب کېږي. بل خوا د کندهار يو شمېر سوېلي ولسوالۍ چې د کرکيلې ښه وړتيا لري، د اوبو له کمښت سره مخ دي. دغه ولسوالۍ ښوراوک، معروف، ارغستان او سپين بولدک دي چې د کرنې د ودې په موخه بندونو ته اړتيا لري.
د کندهار د اوبو لګولو رييس خبر ورکوي چې اوسمهال د دهلې بند د خروجي دروازو د نوي کولو، د والونو او پايپونو بدلولو او ورته نور کارونو پروژه روانه ده، چې په بشپړېدوسره به يې د اوبو د ضايع کېدو ٦٠ سلنه مخنيوي وشي.
انجنير شېر محمد عطايي وايي، د دهلېبند د لومړي پړاو کارونه، چې تېر کال پيل شوي تر راتلونکو دوو مياشتو به بشپړ شي. د دغې پروژې د رغونې چارې د يوې ترکۍ کمپنۍ پر غاړه دي چې ٧١ ميليونه ډالر لګښت پرې راځي او د امريکا د نړيوالې پرمختيايي ادارې له خوا ورکول کېږي.
عطايي، وويل د دغې پروژې په بشپړېدو سره به د اوبو د ضايع کېدو ٦٠ سلنهمخنيوي وشي، خو که د دويم پړاو پروژه چې د بند د دېوالونو اته متره لوړول دي،هم پلې شي، نو هم به د اوبو د ضايع کېدو مخنيوى وشي او هم به بشپړ کال د کندهارد اوو ولسواليو باغونه او کروندې کافي اوبه ولري.
خو د اندېښنې وړ خبره دا ده چې اوسمهال د غه پروژه ځنډول شوې، ځکه ټولټال پرې ٣٠٨ ميليونه ډالره لګښت راځي، چې يوه برخه يې بايد د ماليې وزارت او پاتې يې د امريکا نړيواله پرمختيايي اداره ورکړي.
ټاکل شوې وه، د دهلې بند اوسني دېوالونه تر ٨ مترو لوړ شي، د اوسني بند سره په خواکې شپږ نور مرستندويه بندونه جوړ شي، دبند ټولې دخولي او خروجي دروازې جوړې شي، ټول والونه نوي شي او دغه راز دغلته د چارو د ښه تر سه کېدا لپاره د برېښنا دتوليد ظرفيت يو مېګاواټ ته لوړ شي.
دا مهال د دهلې بند له ٤٠ سلنه رسوباتو څخه ډک شوى، مخکې په دې بند کې ٤٨٤ ميليونه متره مکعبه اوبه زېرمه کېدلې، خو په دې وروستيو کې د څه کم ٣٠٠ ميليونه متره مکعبه اوبو د زېرمه کولو وړتيا لري. د کندهار د اوبو لګولو رئیس وويل چې د پروژې د دويمې برخې لپاره ځانګړې شوې پيسې اوس د افغانستان برېښنا شرکت ته ورکړل شوي چې کندهار ته پرې وارداتي برېښنا برابره کړي.
خو هغه له حکومت څخه وغوښتل چې د دهلې بند د دېوالونو پروژه بيرته د امريکا د نړيوالې پرمختيايي ادارې او يا اسيايي بانک په مرسته پيل کړي، ځکه همدا په دې ولايت کې د کروندو او باغونو د خړوبولو يوازينۍ سرچينه ده.
هغه دغه راز زياته کړه چې د دې تر څنګ د کرنې د ودې په موخه د دې ولايت په يو شمېر نورو ولسواليو کې هم بندونو جوړولو ته اړتيا ده، چې اړوند وزارت بايد پاملرنه ورته وکړي. هغه دغه ولسوالۍ ښوراوک، معروف، ارغستان او سپين بولدک يادې کړې، چې د بندونو جوړولو سروېګانې يې شوې دي، خو د جوړولو کارونه يې نه دي پيل شوي. هغه زياته کړه، که دغه بندونه ورغول شي، نو زرګونه جريبه ځمکې او باغونه به خړوب کړاى شي چې د دې ولسوالۍ د اوسېدونکو په اقتصاد کې په مثبت بدلون راولي.
د کندهار ولايت اوسېدونکي د دهلې بند د پروژې پر ځنډ خپه دي او له حکومت څخه غوښتنه کوي چې د دې پروژې د پيل کولو لپاره جدي ګامونه واخلي.
خلک وايي، د دهلې بند د دېوالونو د لوړولو د پروژې د پيل کېدو په موخه د دې ولسوالۍ اوسېدونکي حاضر شوي وو چې خپل ملکيتونه استملاک ته چمتو کړي.
د دهلې بند د رغونې له امله د شاوليکوټ ولسوالۍ د نژدې ٥ زره کسانو ځمکې، کورونه او باغونه تر اوبو لاندې کېدل، چېټاکل شوې وه، دولتي اداره يا د هغوى ملکيتونه استملاک کړي او يا په نورو ساحوکې ځمکې ورکړي.
خو هغوى خواشيني ښيي چې اوس مهالد دغې پروژې د پيل کېدو چارې ځنډېدلېدي، چې ورسره د اوبو د مهارولو ستونزه همپر ځاى پاته ده.
سره له دې چي افغانستان خپلي د اړتیا وړاوبه لري خو د بندونو او کانالونو نه موجودیتپه هستۍ کې نېستمن کړى دى. د اوبواو انرژۍ وزارت وايي چې سیاسي مسایلوتر ډېره پورې د اوبو د بندونو په باب خپلخاص تاثیرات لرلي او د افغانستان ګاونډي هېوادونه په دې برخه کې کله کله د تخریب روحیه هم خپلوي.

 

بالا

دروازهً کابل

الا

شمارهء مسلسل   ۲۳۹                     سال  یــــــــــــازدهم                      ثـــــور         ۱۳۹۴ هجری  خورشیدی         اول  مَی     ۲۰۱۵