کابل ناتهـ، Kabulnath



 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

Deutsch
هـــنـــدو  گذر
آرشيف صفحات اول
همدلان کابل ناتهـ

دريچهء تماس
دروازهء کابل

 

 

 

 
 

   

گرداب

    

 
د کندهار لرغوني ځايونه جدي رغونې ته اړتيا لري

 

 

د کندهار د اطلاعاتو او فرهنګ رئيس وايي، د دغه ولايت ګڼ شمېر تاريخي ابدات د له منځه تلو له ګواښ سره مخ دي، چې جدي رغونې او ساتنې ته اړتيا لري. د اطلاعاتو او فرهنګ رئيس دواخان مينه پال زياتوي، له دوى سره په کندهار کې ٣٠ تاريخي ابدات ثبت دي چې ځينې يې زرګونه کاله تاريخي ازرښت لري.
هغه زياته کړه، دغه تاريخي ابدات د کندهار زوړ ښار، د اشوکا کتيبه، چهل زينه، نارنج ماڼۍ، منډيګک، ارګ، احمد شاهي کلا، د سپېروان غونډۍ، مينا برج او يو شمېر نور مقدس اماکن دي چې ډېر يې دا مهال په بد حالت کې دي او که پاملرنه ورته و نه شي، نو له منځه به لاړ شي.
د نوموړي په وينا، د ناامنۍ تر څنګ تاريخي ابداتو ته څېرمه د ځمکو غصب او د خپلسرو ودانيو جوړول هغه څه دي چې د لرغونو ځايونو ارزښت ته يې زياناړولى او د له منځه تلو له ګواښ سره مخ يې کړي دي.
د هغه په خبره، په دې برخه کې نارنج ماڼۍ تر ټولو ډېره له ګواښ سره مخ ده، ځکه په تېر کې يې ګڼې ځمکې غصب شوي دي. هغه وويل:
«هڅه مو کړې تر څو په دغه تاريخي سيمه کې د نور غصب مخه ونيسو، مرکزي ادارې ته په کار دي چې پر نارنج ماڼۍ محافظتي دېوال راوګرځوي، تر څو په بشپړه توګه خوندي او تاريخي ارزښت يې پر ځاى پاته شي. » خو نوموړي يادونه وکړه چې د دې تر څنګ ګڼ شمېر نور تاريخي ابدات چې په کندهار ښار او يو شمېر ولسواليو لکه ارغنداب، پنجوايي، ميوند، سپين بولدک او نورو سيمو کې موقعيت لري، د مرکزي اداري جدي پاملرنې او ساتنې ته اړتيا لري.
د نوموړي په وينا، په تېرو کلونو کې د ګوتو په شمېر تاريخي ځايونه ترميم شوي، چې په دې لړ کې د احمد شاه بابا مقبره او خرقه مطهره شامل دي. مينه پال زياته کړه:
«په ١٣٩٣ لمريز کال کې مو د احمدشاه بابا د مقبرې او خرقې مطهرې د ترميم چارې د اړوند وزارت په ٢٢ ميليونه افغانيو لګښت راپيل کړې چې د خرقې مطهرې کار بشپړ شوى او د احمد شاه بابا د مقبرې د رغونې چارې لا هم روانې دي چې دا مهال ٨٠ سلنه بشپړې شوي دي. » ده دغه راز خبر ورکړ چې د احمدشاه بابا د کور د استملاک کارونه هم بشپړ شوي او اړوندې چارې يې د وزيرانو شورا له خوا تصويب شوې دي.
د احمدشاه بابا کور د کندهار ښار د لومړي سمت اړوند د سدوزو په کوڅه کې موقعيت لري، چې اوس هم په هماغه پخوانۍ بڼه پر ځاى پاته دى، دغه کور په »۱۱۷۲« کال کې د احمدشاه بابا په لارښوونه د فني کارګرانو او معمارانو له خوا په بخارا يي سبک جوړ شوى دى.

 

بالا

دروازهً کابل

الا

شمارهء مسلسل   ۲۳۹                     سال  یــــــــــــازدهم                      ثـــــور         ۱۳۹۴ هجری  خورشیدی         اول  مَی     ۲۰۱۵