کابل ناتهـ، Kabulnath



 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

Deutsch
هـــنـــدو  گذر
آرشيف صفحات اول
همدلان کابل ناتهـ

دريچهء تماس
دروازهء کابل

 

 

 

 
 

   

سرچینه: د نکاح فلم پلیزه
ژباړه: صالح محمد صالح

    

 
زه ښځه يم

 

ښځه يم، ښځه.
د حوا لور، له اسمانه رالېږل شوې د رڼا هغه سپېڅلې او پاکه غوړشکه چې له پېړيو راهيسې يې دا ځمکه روښانه کړې ده.
زه ښځه يم، ما د مينې رنګين ګلان وټوکول، دا نړۍ مې په جنت بدله کړه.
ما نارينه ته په ګېډه کې ژوند ورکړ، ورته مور شوم او په پښو تګ مې ور زده کړ.
خور يې شوم، په غوږ کې مې د ماشومتوب خوږې کيسې ورته وويلې. محبوبه يې شوم او ژوند مې ورته په ورېښمينو نغمو کې ونغاړه.
د ژوند ملګرې يې شوم، د خپلې ځوانۍ په نايابو غوټيو مې ورته شپه او ورځ سينګار کړه.
دا زه وم چې د ژوند په لوړو ژورو کې ګام په ګام پر سختو لارو د دوست غوندې ورسره تر څنګ ودرېدلم.
او له دې هرڅه وروسته مې ځان ورک کړ.
زه، يعنې ښځه؛ د رڼا هغه غوړشکه چې سر تر پايه په سړي کې بسيا شوم. په هر مذهب کې زما دغه بېسارې قرباني په زرينو تورو ليکل شوې، زه يې د عظمت پر هغه لوړه څوکه کښېنولې يم چې هلته په رسېدو سره انسان ستروالى مومي.
خو دا حقيقت نه سراب دي. لکه په رېګستان کې د اوبو د جزيرې خيال.
پېړۍ اوړي خو لا هم هره شېبه مې دغه بېره ځوروي، چې:
کله بله د عظمت له هغې لوړې څوکې رالوېږم؟
کله به د نڅاخونې کوم کونج ته اچول کېږم؟
کله به په قمار کې راباندې داو لګول کېږي؟
کله به اړ ايستل کېږم چې د خپلې سپېڅلتيا د ثبوت لپاره ځان لمبو ته واچوم؟
کله به په توره وژل کېږم؟
کله به د هوس په بازار کې ليلام کېږم؟
کله به نکاح او د چا په نوم، يا کله به طلاق او ورڅخه پردۍ کېږم؟
کله به زما د پت او عزت دغه ساتونکى نارينه، په خپل لاس ما بې پته کوي؟
ځکه چې زه يوه ښځه يم.
يوه ښځه.
پوروړى د پور څښتن ويني، لار ورڅخه چپوي.
ايا د ځان په پټولو كې به كامياب شي، كه ناكام؟ دلته يوازې يوه پوښتنه ده او ځواب يې صرف دوه امكانه لري.
دغه حالت كه ډېر وغځوو نو لنډه كيسه به شي خو په ناول نه بدلېږي.
خو كه وليكو: پوروړى چې پور والا ويني، لار ورڅخه چپوي. دغه وخت خپله معشوقه مخې ته ورځي. هغه ورته وايي چې پلار مې غواړي همدا نن مازديګر مې بل چا ته وركړي. زما ژوند تباه كېږي. زه او ته به څه كوو؟
له پوروړي سره له يوې خوا وېره ده چې پور والا يې و نه ويني او ګرېوان ته ېې لاس وانه چوي، له بلې خوا يې مور له ورېندار سره جنجال كړى او ده ته يې حال استولى چې ژر ورشي، غم يې وخوري. دى نه پوهېږي چې اوس كومه خوا ونيسي؟
دغه حالت د ناول لپاره مناسب دى.
ځكه دا چانس ډېر دى چې د يوه كس د ژوند يو اړخ نه بلكې مختلف اړخونه بيان شي او دغه راز د څو نورو كسانو د ژوند په باره كې هم ډېر څه وويل شي.
ناول ګڼې ونې ته ورته دى.
مانا دا چې د ناول په اصلي كيسه كې د نورو كيسو څانګې هم وي او يا په بله ژبه د لوى پلاټ په غېږ كې يې كوچيني پلاټونه هم وي خو لنډه كيسه څانګوره نه ده.
ويل شوي دي چې ناول لږ تر لږه څلوېښت، پنځوس زره كلمې وي او لنډه كيسه معمولاً درې، څلور زره كلمې غواړي.
د دې خبرې برسېرنه معنا دا ده چې كه كيسه اوږده شوه په ناول بدلېږي خو مهم ټكى دا دى چې د ځينو خبرو د اوږدېدلو امكان شته او ځينې نورې له اوږېدو سره شړېږي.
د افغانستان اكثره ناول ليكونكي هغه كسان دي چې په اوله كې يې لنډې كيسې ليكلې. همدا وجه ده چې زموږ په اكثرو ناولونو باندې د لنډو كيسو سيورى پروت دى. د لنډو كيسو يو اغېز دا دى چې اكثره ناولونه مو د نورې دنيا د ناولونو په نسبت كوچيني دي. د ناول د پاڼو كموالى د هغه هنري ارزښت نه كموي خو هغه نيمګړتيا چې زموږ په ځينو ښو ناولونو كې هم ليدل كېږي دا ده چې ليكوالو يې د لنډې كيسې په تجربو او تخنيكونو باندې ډېره تكيه كړې ده.
لنډه كيسه د ناول په نسبت محدود زمان او مكان لري. لنډه كيسه معمولاً د ساعتونو او ورځو پېښې راته بيانوي او د ناول پېښې شايد په كلونو او ان لسيزو وغځېږي.
لنډه كيسه شايد په يوه خونه كې، يوه ګودر كې يا يوه دفتر كې پېښه شي، خو ناول د ادامې لپاره معمولاً مختلفو ځايونو لكه كور، پوهنتون، هديرې، ماركېټ، بنديخانې، د لوبوميدان او نورو مكانونو ته محتاج دى. د ناول ترپايه پورې د كركټرونو په ژوند كې ژور تغييرات راغلي وي. د دغو تغييراتو د بيان لپاره متنوع مكانونه او اوږده وختونه په كار دي.
ماشوم په ژړا له کوټې ووت، پر خاورو کښېناست، خپلو لوڅو پښو ته يې وکتل، د ښۍ پښې پر بټه چاودې ګوته يې شين غټ مچ ناست و. ماشوم پښه وخوځوله، مچ په لښتي کې شنو، بويناکه اوبو ته ورغی.
د ماشوم پر اوږه لاس ولګېد، ور ويې کتل، چيغه يې کړه:
- نه يې غواړم!
يوه ډنګره ښځه يې تر څنګ کښېناسته، د هلک سر يې پر خپل ټټر پورې ولګاوه، په خواره خوله يې وويل:
- سمه ده زويه، زه به مو سره جوړ کړم.
دواړه کوټې ته ننوتل، ښځې وويل:
- هلی نو! ټول بوټونه دلته راوړئ!
يو دم چيغې شوې، پر زاړه صندوق ناستې کوچينۍ نجلۍ په خټو لړلي، غټ خړ کرمچ بوټونه په خپل ټټر پورې ټينګ ونيول، تر هغې ور هاخوا يوه بل ډنګر کوچيني هلک هم ژړل.
ښځې وويل:
- راځئ! له سره به يې ووېشو!
نجلۍ دروازې ته منډه کړه، خو ښځې وار ړومبی کړ، نجلۍ يې تر مټ ونيوله، درې سره يې پر پلاستيکي فرش کښېنول.
تر څه وخته له ژړا سره د ماشومانو د پزو د کشېدو ږغونه هم اورېدل کېدل، بيا ټول غلي شول. ښځې په خټو لړلی خړ کرمچ له زاړه پلاستيکي فرشه ور پورته کړ، ورو يې وويل:
- جوړه يې چېرې ده؟
ماشومانو په سرو سترګو ورته کتل.
ښځې وويل:
- هوسۍ! بوټ راکړه.
نجلۍ دواړه لاسونه شاته نيولې وو.
ښځې لاس ور وغځاوه او د نجلۍ له ګوتو يې په خټو لړلی غټ کرمچ و ايست.
د نجلۍ شونډې وځړېدې، خو ويې نه ژړل.
ښځې ورو وويل:
- ښه! کبيره! ستا کومه جوړه خوښه ده؟
ډنګر هلک په خټو لړلي خړ کرمچ ور پورته کړل. د يونس له خولې چيغه راووته!
- والله که يې ستا پلار راڅخه يوسي، دا ما خوښ کړي دي.
يو دم پر ډنګر هلک ور پرېووت او د هغه مخ ته يې سوکان ونيول. ښځې دواړه سره بېل کړل.
ورو يې وويل:
- يونسه زويه، پلار ته دې مه تېرېږه، له مړو
څه غواړې!
 

 

بالا

دروازهً کابل

الا

شمارهء مسلسل   ۲۳۷                      سال  یــــــــــــازدهم                       حمل         ۱۳۹۴ هجری  خورشیدی         اول اپریل     ۲۰۱۵