کابل ناتهـ، Kabulnath



 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

Deutsch
هـــنـــدو  گذر
آرشيف صفحات اول
همدلان کابل ناتهـ

دريچهء تماس
دروازهء کابل

 

 

 

 
 

   

 

    

 
«له کابله تر کلکتې» د پېژندګلوۍ لټون

 

 

د افغانستان له پلازمېنې کابله نژدې ۳۰۰۰ کیلومتره ليرې د لوېدېځ بنګال په مرکزي ښار کلکته کې نژدې ۴۰ یا پنځه څلوېښت افغان زلمیان، سپین ږيري او د پاخه عمر سړي په یوه کوچنۍ خونه کې یو ځای شوی او د موسیقۍ او نڅا په ژبه د خپل زړه ارمانونه بیانوي.
د دوی رنګونه، ونې، ژبه او کالي نژدې ورته دي، خو په هر صورت دوی له ځايي اوسېدونکو بېل ښکاري او ښايي همدا سبب دی، چې دوی له خپلې ماضي سره د تړاو او خپلې اوسنۍ پېژندګلوۍ ساتلو په لړ کې له یوه بحران سره مخامخ دي.
څه باندې سل کاله مخکې چې د دغو کلکته مېشتو افغانانو پلرونه نیکونه دغه ښار ته نوي راغلي وو، د همدې بنګال نوبل جایزه ګټونکي لیکوال او فیلسوف رابندرنات ټېګور د کابلي والا په نوم یوې شاهکار لنډې کېسې کې د دوی ژوند ژواک انځور کړ.
 


نژدې ۵۰۰۰ افغان کورنۍ له پېړۍ ډېره موده کېږي چې کلکته کې ژوند کوي کلکته مېشت افغانان له پېړیو تېرېدو وروسته هم د پېژندګلوۍ له یوه نسبي بحران سره لاس او ګریوان دي

 



د ټېګور پر دغه لنډه کېسه وروسته فلمونه جوړ شول د تیاتر ډرامو لپاره وکاروله شوه او د هند مختلفو ژبو ته وژباړله شوه.
په ټول کې دغې کېسې کلکته مېشتو افغانانو ته د هند په لر او بر کې یو رومانتیک تصویر ورکړ. اوس چې د ټېګور د کابلي والا کېسې له چاپه له پېړۍ هم ډېره موده تېره ده، یو هندي او یوې افغانې د همدې کلکته مېشتو افغانانو تېر سل کلن ژوند ته د عکاسي کامرې له نظره کتلي دي.
دوی خپل دغه هنري کار تېره چهارشنبه په کابل کې نندارې ته وړاندې کړ.
دغه لسګونه هنري عسکونه هندي عکاس نازس افروز او افغانې عکاسې موسکا نجیب اخیستي او د کابل پوهنتون په دهلېزونو کې یې نندارې ته ایښي.
نندارتون ته له کابله تر کولکتې نوم ورکړل شوی او د عکاس نازس په وینا مرکزي خیال یې تړاو، یادونه او پېژندګلوي ده، چې وايي مرکزي خیال یې د ټېګور له کېسې اخیستی: "د یوه بنګالي په توګه زه د ټېګور په کېسه کې د کابلي والا له شته انځور سره لوی شوم، خو کله چې مې له نژدې ولیدل دوی اوس بدل شوي دي. هغه کيسه سل کاله پخوا ليکل شوې وه او اوس په ۲۱مه پېړۍ کې ډېر څه بدل شوي دي. په هغه کيسه کې دوی پردي وو، خلکو هم د پردو په سترګه ورته کتل، خو اوس یو تړاو رامنځته شوی، دوی منل شوي دي، دوی اوس دوستان لري، سوداګري کوي خوشحاله ژوند تېروي او موږ غوښتل همدغه انځور یې وړاندې کړو. "

 


له نازس سره د دغو عسکونو په اخيستو کې افغانې عکاسې موسکا نجیب هم برخه درلوده، چې له نژدې ۲۵ کلونو راهیسې د خپلو نورو هېوادوالو له ورته برخه لیک سره په هند کې اوسي.
سیال امین هغه افغان دی، چې کلونه کلونه خپله هم په کلکته کې د پردېسۍ په حال کې اوسېده، خو اوس له ډېرو لږ کسانو یو دی، چې هېواد ته ستانه شوي دي. هغه راته په نندارتون کې د وړاندې شوو عسکونو په اړه وویل: "زه هلته اوسېدم، د کلکتې په سړکونو او بازارونو کې مې هم ځان پردی نه محسوساه، ځکه چې کلکته د ټېګور ښار دی او ټېګور په خپله لنډه کېسه کې د افغانانو یو ډېر مینه ناک انځور وړاندې کړی دی. "
د موسکا او نازس دغه عسکونه به په هند او بنګله دېش کې هم نندارې ته وړاندې شي، چې پکې ليدونکي بشري جوړښتونه وویني، هغه چې له خپله ټاټوبي ليرې د دېره دغو افغانانو په باب ټيګور په خپله کېسه کې څرګند کړي دي.
له دې سره سره د دغو افغانانو د پخوانۍ پېژندګلوۍ تدریجي پس منظر ته کېدل او له یوه نوي ښار او ټولنې سره د دوی د نوي تړاو حال هم بيانوي.
ليدونکي په عکسونو کې د دغو پردېسو له خوا د خپلې پخوانۍ پېژندګلوي، دود دستور او کلتور خوندي ساتلو او په پردي وطن کې د سرپناه لټون هڅي هم ويني.


 

 

 

 

بالا

دروازهً کابل

الا

شمارهء مسلسل   ۲۳۷                      سال  یــــــــــــازدهم                       حمل         ۱۳۹۴ هجری  خورشیدی         اول اپریل     ۲۰۱۵