کابل ناتهـ، Kabulnath



 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

Deutsch
هـــنـــدو  گذر
آرشيف صفحات اول
همدلان کابل ناتهـ

دريچهء تماس
دروازهء کابل

 

 

 

 
 

   

مسرور لودین

    

 
د انتخاباتي سیسټم اصلاحاتوځینې اندېښنې زېږولي

 

د ملي وحدت حکومت له جوړېدو سره سم تېرې ټاکنې د چارواکو له خوا غیر عادلانه وبلل شوې او ولسمشر او اجرایي ريیس ژمنه وکړه، چې د راتلونکو انتخاباتو لپاره باید د ټاکنو سیسټم اصلاح کړي. له دې سره سم د ټاکنو د اصلاح د څرنګوالي لپاره د یوه کمېسیون د جوړېدو خبره هم یاده شوه چې له اوږده ځنډ وروسته د نوي لمریز کال پهلومړیو کې جوړ شو.
د دې کمېسیون مشري د ولسي جرګې غړې شکریې بارکزۍ ته ورکړل شوې او دې هم ژمنه کړې چې د اصلاحاتو پر مهال به د کومې سیاسي ډلې تر اغېز لاندې را نه شي. د حکومت دې اقدام د ټاکنو د کمېسیونونو د مشرانو او یو شمیر غړو غبرګونونه هم له ځان سره درلودل.
 

د ټاکنو د خپلواک کمېسیون مشر احمد یوسف نورستاني د دې کمېسیون له جوړېدو مخکې وویل، چې د کمېشنرانو کاري موده د قانون له مخې شپږ کاله ده او له دې مخکې د دوی ليرې کول غیر قانوني کار دی.
د ټاکنیزو شکایتونو د کمېسیون مشر عبدالستار سعادت بیا وویل چې که د انتخاباتو د اصلاح کمېسیون ته ډېر واک ورکول شي، ممکن ناوړه پایلې ولري.


سعادت د دې کمېسیون له جوړېدو سره سم په دې موضوع عکس العمل ښکاره کړ او ويې ویل، ولسمشر د دې لپاره دا کار وکړ، چې د امریکا د سفر پر مهال یې امریکایي چارواکو ته یوه لاسته راوړنه یاده کړي.
که څه هم په ظاهره د ټاکنو د درغلیو په مسئله کې د کمېسیونونو مسوولینو ته ګوته نیول کېږي، خو اصلي موضوع دا ده، چې همدې چارواکو، چې نن د ټاکنو د اصلاح خبره کوي، تېر انتخابات بدنامه کړل.
په تېرو ټاکنو کې د دوو مشرانو ډاکټر اشرف غني او ډاکټر عبدالله تر منځ اختلافاتو او یو بل ته د جدي ګواښونو مسئلې د امریکا لاسوهنې ته زمینه برابره کړه او هماغه وو، چې د امریکا د بهرنیو چارو وزیر جان کیري دوه ځله افغانستان ته راغی او بلاخره د ملي وحدت حکومت په جوړېدو پرېکهړ وشوه.
زه نه غواړم چې دلته د ټاکنو کمېسیونونو ته برائت ورکړم، خو دا یادونه کوم چې د ملامتۍ ټوله ګوته باید دوی ته و نه نیول شي.
که زموږ مشرانو، چې په تېرو ټاکنو کې یې ځانونه کاندید کړي وو، د ډیموکراسۍ اصل په پام کې نیولی وای او د ټاکنو نتیجه یې منلې واى، زموږ انتخابات به دومره نه بدنامېدل.


اوس خبره دا ده، چې که انتخاباتي کمېسیونونه اصلاح کېږي، باید تر څنګ یې دا موضوع هم د یوه قانون یا تقنیني فرمان په توګه پاس شي، چې هیڅوک او هیڅ سیاسي ډله حق نه لري، چې د ټاکنو کمېسیون نتیجه رد کړي.
د ډيموکراسۍ پلې کېدل یو څه قربانۍ ته اړتیا لري، که څه هم تېر انتخابات په افغانستان کې د سوله ییز سیاسي انتقال لومړنۍ تجربه وه، خو دا چې په انتخاباتو کې ښکېلو سیاسي څېرو دا قرباني ور نه کړه، نو ټاکنې له ستونزو سره مخ شوې.
اوس ملي شورا ته هم په کار ده، چې د ملي وحدت حکومت چارواکو ته دا موقع ور نه کړي، چې د اصلاح په بهانه انتخاباتي سیسټم نور هم خراب کړي او په کمېسیونونو کې د خپلې خوښې کسان وګماري.
حکومت باید د انتخاباتو د اصلاح لپاره په ټولو خلکو الکترونیکي تذکرې ووېشي، څو یو کس و نه توانېږي، چې د رایې ورکونې څو کارته واخلي او څو رایې ورکړي.


دا او دې ته ورته اقدامات چې د انتخاباتو د اصلاح اصلي لارې دي، اوس پرې حکومت ځان غلی نیولی دى.
د انتخاباتي شکایتونو د څېړنو له مخې په تېرو انتخاباتو کې د دوی شاوخوا لس زره موقت کارکوونکي په درغلیو تورن دي، اوس نو څنګه د درغلیو ټوله ملامتي پر کمېسیونونو اچولای شو.


موقت کارکوونکي، چې د دریو ورځو لپاره استخدامېږي، کمېسیون ته هم ځواب ورکونکي نه دي. دا او دې ته ورته مسایل دا ایجابوي چې حکومت باید د ټاکنو د سیسټم د اصلاح لپاره جامع لارې چارې ولټوي او یوازې د انتخاباتو د کمېسیونونو د څېرو پر بدلون تمرکز و نه کړي.

 

بالا

دروازهً کابل

الا

شمارهء مسلسل   ۲۳۷                      سال  یــــــــــــازدهم                       حمل         ۱۳۹۴ هجری  خورشیدی         اول اپریل     ۲۰۱۵