کابل ناتهـ، محقق سید محی الدین هاشمی، د مغزونو فرار

کابل ناتهـ   kabulnath

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

محقق سید محي الدین هاشمي

د مغزونو فرار، د مدني ټولنې د جوړښت په لارکې لویه ستونزه

 
 
 

په  دې كې شك نشته چې زموږ هيواد پخواهم د نړۍ د بيوزلو او وروسته پاتې هيوادونو په ليكه او ډله كې و او اوس هم دى. خو د ثور له غميزې د مخه همدغه فقير او وروسته پاتې هيواد دومره متره او د جذب معنوي ځواك درلود چې خپل بچي پرځان راټول كړي. كه به كوم څوك د لوړې او مسلكي زده كړې، سياسي ديپلوماتيكي ماموريتف سوداګرۍ، سياحت، روغتيايي علاج او درملنې او يا نورو اړتياوو له پاره كوم بهرني هيواد ته ولاړ، داسې پيښې په نشت شمېر دي چې هغوى دې له زده كړې، ديپلوماتيكي ماموريت، سودا ګري او... له سرته رسوله څخه وروسته په هغو هيوادونو كې داستوګنې لپاره زړه ښه كړى وي، بلكې په ډيرې خوښۍ به هيواد ته راستنيدل او ځينو همدغو د لوړو زده كړو خاوندانو به بيا د اړتيا او مسلكي لزوم ديد له مخې د هيواد له مركز او لويو ښارونو څخه لرې په غرنيو او كليوالو سيمو كې، چې د ژوند ډيرې لومړنۍ اړتيا وې به هم پكې نه وې برابرې، خپلې دولتي د ندې په پوره ډاډ او خوښۍ تر سره كولې

خو د ثور د غميزې تر پيلامې راوروسته له هيواد څخه د مهاجرتونو  او ورسره د مغزونو د فرار لړۍ پيل شوه او لا ترننه هم په چپرانو نكې توګه دوام لري.

د فكرونو او د مغزونو فرار ډير زيات عوامل لري، چې دلته يې ځينې ډير مهم او څرګند عوامل په ګوته كوو:

لومړنى او ترټولو مهم عامل چې زموږ په هيواد كې يې د فكرونو او مغزونو د فرار لارې چارې برابرې كړي دى، هغه جګړه ده چې د ثور له غميزى سره سمه راپيل شوې او تر اوسه په بيلوبيلو بڼو، كمي او كيفي بدلون را روانه ده.

دغې جګړى په بهير كې هيواد له سترې سياسي بې ثباتۍ سره مخامخ كړى او په بيلابيلو بر خو كې يې نه جبيره كيدونكي زيانونه وراړولي دي. په دغه. بهير كې تر بيلابيلو شرايطو لاندې ډير خلك د مرګ ژوبلې نه د ځان ژغورنې له پاره له خپل پلرني ټاټوبي نه وتلوته اړشوي دي، چې له دې سره د مغزونو فرار هم حتمي او لازمي خبره وه.

د فردي مصونيت او ټولنيز و آزاديو كمښت، چې د غميزې له پيل څخه تر اوسه د بيلابيلو واكمنو رژيمونو له خوا خلك تر ډول ډول بنديزو اوروحي فشارونو لاندې راغلى وى او هغوى چې نور يې د زغم واك او ځواك له لاسه وركړى د هيواد پريښود و ته اړشوي دي. اقتصادي ستونزې هم يو بل ډير مهم عامل دى چې د مغزونو د فرار بهير يې ډير چټك كړى دى. داچې د بيلابيلو عواملو له مخې پر خلكو باندې د كار او فعاليت ساحه له يوې ورځې نه بلې ته تنګه شوې دولتي واكمن او چارواكي په دې نه دي توانديلي چې د كوم منظم اقتصادي پلان له مخې خلكو ته د كار او فعاليت لارې چارې برابرې او ستونزې يې څه ناڅه حل او لږ تر لږه لومړنۍ اړتياوې يې پوره كړي و ګړي مجبور شوي چې د خپلو مسلكي كارونو پر ځاى پخپله سيمه كې نورو دګټې وټې كارنوته مخه كړي او يا په مناسبت كار روز ګار پسې، چې د ژوند ستونزې يې پرې لږ و ډيرې حل شي، له خپلي سيمي يا هيواده ووځي او ديوى مړۍ ډوډۍ پسې غير مسلكي او شاقه كارنونو ته اوږه وركړي. چې كار هم د مغزونو په فرار يې د يادونى او كتنې وړونډه لرلې ده.

لنډه دا چې روانې غميزې د مادي ارزښتونو تر څنګ زموږ معنوي ازرښتونه هم په ډيرې بې رحميۍ سره وځپل، په ملت كې يې د هيواد پالنې روحيه او ټولنيزې اړيكي ډيرې زياتې كمزورې كړې او پرخلكو يې داسې حالات راوستل چې له وطن نه بيزاره او د فرار لاره غوره كړي. په دغه بهير كې پر عام اولس بر سيره ډير مسلكي كادرونه او د بيلابيلو علومو او فنونو كار پوهان له هيواد نه ووتل او دالا لړۍ تر ننه روانه ده.

كه څه هم د هيواد په داخل او بهر د هجرت په چاپيريالونو كې د خلكو اقتصادي او نورې ډول ډول ستونزې، فشارونه او اړتيا وې بايد هيڅكله له پامه نه غور څو و او نه بايد په وې فكر او نظر شو چې څوك دې د ښه او سوكاله ژوند له پارههلې ځلې نه كوي، خو دا بايد د امكان ترپولى د ستونزې د حل منطقى لاره هم ونه ګټل شي او په ډير تاكيد سره بايد يادونه وشي په او سنيو حالاتو چې زموږ هيواد او ټولنه عملاً په يو ستر بحران كې پرته ده د مغزونو د فرار روانه لړۍ، د هيواد پريښود لوا و بهرته تللو هيله او تمايلات هيواد او ټولنې ته نه جبيره كيدونكى زيان او او له خطره ډك عواقب او پايلې له ځان سره لري.

همدا اوس موږ وينو چې زموږ زيات شمير علمي او مسلكي كادرونه، د پوهنتونو استادان د علومو اكاډيمۍ پوهان او څيړونكي او د نورو علومو او فنونو كار پوهان د دې پر ځاى چې لووى علمي، فرهنګى، څيړنيزې او پخپل مسلك پورې اړوندې چارې سرته ورسوي د بنسبتاً ښو مادي امتيازاتو د ترلاسه كولو له پاره په داخلي او بهرنيو غير دولتي ادارو او انجيو ګانو كې په غير مسلكي كارونو بوخت دى، د بيلګې په توګه د پوهنتون يو استاد اكادمۍ يو څيړونكى يا د طب يو ډاكتر، يا انجينير په غير ادولتي ادارو كې د يو عادي ژباړونكي، د ترانسپورت، لوژستيك او خدماتو د يو عادي كار كوونكى په توګه كار كوي او دولتى علمي فرهنګي، روغتيائي او ساختمانى مركزونه يې د علمي مسلكى و فنى تجربو نه يې برخې او د دوى خدمت ته سترګې په لار پراته دي.

دا تر هر څه لومړى دواكمن حكومت او چارواكو دنده ده چې دې مسلې ته په كلكه پاملرنه وكړي. كه په اولني وخت كې د ځينو عواملو له مخې نشي كولى او ياد دې پوره ځواك نه لري چې په بشپړه توګه داسې لارې چارې برابرې كړى چې په عامه توګه له هيواد څخه د باندې تللي، علمي فرهنګى شخصيتونهف فني مسلكي كادرونه او كارپوهان هيواد ته راستانه كړي او په اړونده مسلكي چارويې وګوماري، نو دا خودې وكړي چې لږ تر لږه د دولتي او اداري چارو د سمبالښت له پاره علمي او مسلكي معيارونه په پام كې ونيسي او هره چاره دې دهغې اهل ته، چې د مسلكي پوهې او مهارت په چوكاټ كې يې راځي، و سپارې او هغوى ته دې مناسب مادي او معنوي امتيازات هم وركړي.

دغسې به له يوې خوا معنوي ارزښتونه هم پرځاى شي او له بلې خوا له دولتى ادارو نه د پاتې علمي، فني او مسلكي كادرونو د تللو يا په اصطلاح د مغزونو د فرار مخه به ترممكنې اندازې ونيول شي. خو كه داسى نه وي او د فكرونو د فرار دالړۍ په همدې چټكۍ سره دوام و مومي په هيواد كې دا پاتې دګوتو په شمير علمي، فني مسلكي كادرونه به هم ډيرژر له لاسه ووځي او بيا به دولت د ټول هيواد په سطح خو لاڅه چې د يوې كوچنۍ ادارې د جلو لواك او ځواك هم له لاسه وركړي او په هيواد كې د ټولنيزې سوكالۍ او مدني ټولنې د جوړښت چارې به هم كلونه كلونه همداسې له خنډونو او ځنډونو سره مخامخ پاتې شي.

همدارنګه دا د هر دردمن او هيواد پال افغان فيردي او ټولنيز مسووليت دى چې هر وخت، هر چيرته او په هر حالت كې خپلې ملي ګټې تر څانګړو فردي ګټو مقدمې او محترمې وګڼي او دوطن پالنې په احساس د هيواد سالميت، بقا، ژغورنې او بيارغونې له پاره په ټول ځواك لاس په كارشي او په دې لاره كې نه ستړى كيدونكى هلى ځلې خپله اسلامي او ملي وجيبه وبولي.

دروازهً کابل

 

سال سوم                  شمارهً ٦٤   جنوری         سال 2008