کابل ناتهـ، پوهنیار ظفر اهتمام، د لغمان لرغونی تاریخ

کابل ناتهـ   kabulnath

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

پوهنیار ظفر خان

دلغمان لرغونی تاریخ

 
 
 

لغمان دافغانسان د(۳۴)ولایاتونوڅخه دهېوادپه ختېځ کې پروت ولایت دی،شمال لورته ېې بدخشان،سهیل خواته ېې ننګرهاراوکابل،ختېځ لوري ته ېې کونړونه او لوېدیځ پلوته ېې دکاپیسااو کابل ولایتونه دي دکیوشت اوکاشمونډغره لویدیځ ته لغما ن دجنوب له خوا رانېولی دی.هرڅومره چې دکابل سیند د لغمان ولایت د جنوب له خوا دشمال په لورپرمخ لاړشو،دځمکې جګوالی ېې زیاتېږي .لغمان دځېنوروایتونوله مخې له کابل څخه تر پیښوره ټوله سېمه رانېوله داځای دهغې پخوانۍ لیارې په سرپروت دی اویومهم دمه ځای دی چې له سروبي څخه د بادپېچ(بادپښ)له غاښي رادېخواپه زېړاني دښته کې راتېره شوې اودالېشنګ اوالېنګارد رودونود مخامخ کېدوپه نقطه کې کوم ځای چې د نیسایالرغوني ښارپروت دی رارسیږي اوله دې ځایه اد ینه پور (دینپور) ،نګاراهار اوبله څانګه ېې دګمبېري په د ښته کې کونړونوته ورغځیدلی ده.د لغمان پراختیا (۷۲۱۰) کېلومتر مربع ده،نفوس ېې (۳۱۰۶۵۱)کسانوته رسیږي اوپه یوکیلومترمربع ځمکه کې ېې (۴۳)کسه وګړي استوګن دي لغمان څلور ولسوالۍ لري چې :دقرغیو،الینګار،الیشنګ،ننګراج.ولسوالۍ اودوه علاقدارۍ ددولت شاه اومنډول په نومونولري دلغمان ولایت ټول کلي (۶۴۰) دي. یومهال دالینایانوله مربوطا تو څخه ؤ او همدا شان دبودایی مدنیت ددې سیمې مرکزیت بلل شوی دی اود اشوکا(دهندي یوریانودکورنۍ پاچا)ددورې ډېرليکونه او هم د درونټې ترڅنګ دیوشمېربودایی آثارودرلودونکي دي هغه چې دڅېړونکواوپوهانودپوره پاملرنې وړدی او حدودالعالم ېې بتخانو ته اشاره کړې ده.)(۱) مرکزېې کالام(مهترلام)دی دمهترلام یا مهترلمک په هکله بېلا بېل تا ریخي روایتونه راغلي چې یوېې د ه:
مهترلمک د نوح(ع) پلار دی ښځه ېې قینوش د نوح موروه.اوپه حقه پېغمبرتېرشوی دی نوح ع د حضرت ادم ع د هبوط یا کوزیدو څخه(۱۶۴۲)کاله وروسته پېغمبري ته رسېدلی او زر کاله ېې عمرکړی.د لمک ع پلار« متوشلخ»،نېکه ېې اختوخ او غور نېکه ېې« یارد» وو؛کله چې دنوح ع کښتۍ کېنا سته یو شمېروګړی دمهترلمک (ع) اودده ورورنورلام ( رح) او خورېې بي بي حاجرې سره یوځای دنورستا ن په لاره اوسني الینګارته راغلل،خلک ېې حق دین ته رابلل٭ او بیا په بېلابېلوځایونوکې مېشته شول،تارېخي روایات وایي چې لمک په لغمان کې وفات شو،خور اوورورېې هم په الینګار کې وفات شوي چې مشهورزیارتونه پرې جوړدي خورېې دهرمل او میداني ترمینځ د بې یې حاجرې په نوم زیارت لري او ورورېې نورلام صا حب د نورلام صا حب دره کې په زیارت کلي کې ښخ دی.په مهترلام بابا، سلطان محمود یوه ښکلې ماڼۍ جوړه کړې،ځکه هغه څوځله خوب لېدلی ؤچې دی پېغمبردی او په د ښته کې پروت دی... همدارنګه دمهترلمک د پېغمبري په هکله د مشهور روحاني شخصېت د کچورې ملا صا حب وېناوې چې تل ېې ویلي: هو!مهترلام با با په حقه پېغمبر دی هم د ثبوت وړ دی د مهترلمک کلیمه په زړه فارسي کې لوی یا ستر ته واېې او لام په نورستانۍ او پشه يي کې کلي ته اومهتر خپله سترشخصېت ته وېل کیږي،دمهترلام با با د مزار خواته یو ستر باغ او حضیره(هدیره)ده په دې هدیره کې ستراومشهور کسان لکه: یوسف خان د غازي محمد نادرخان شهید پلار، شهزاده فریدون،غازي محمدشاه خان بابکرخېل ،فیض محمد خان او نور غازیان ښخ دي(۲). اوزیار تو ته ېې خلک له لرې ځایوڅخه راځي پخوا به له هند او پنجا ب نه هم د لته خلک او ګرځندویان راتلل زما په یا د،د کب له پینځلسمې د ثورترپای به هره ورځ، او د پنجشنبې اوجمعې په ورځوبه په ځا نګړي ډ ول دلته د سا زسند رو او مذهبي موسیقۍ په لس ګونو ډلې موجودې وې شپه او ورځ به ېې مینه وال په وجّد او مستۍ را وستل دغه دود اوس هم په پسرلي کې لمانځل کېږي.


دالینګارپه شنه دره کې د الینګار ولسوالۍ کلي دالینګاردمست اوتل بهاند سین دوو خواووته له شمال څخه مخ په سهیل پراته دي شرق،غرب او شما ل لوری يي لوړو غرونو ایساراوښکلی کړی دی . د الینګار دره د سراج کلا دشمال ختیځ په ۷۶ کیلومتري واټن کې دختیځ طول البلد په ۷۰ درجو ۱۳ د قیقو او ۸ ثانیواود شمال عرض البلد په ۳۵۲ْ ، ۳۸َ ،او ۴۲ً کې پرته د ه دا دره ښکلې اوسمسوره سېمه د ه اود زراعتي پېدا وارو،مېوو او څارویو دروزلؤډکه یوه شتمنه دره د ه(۳).


دغازي محمدخان دروېش په جنګنامه یا صفت نامه کې چې مؤلف يي قاضي محمد سالم ؤ اوپه ۹۹۰ هـ کال کې يي ژوند کاؤاودا کتاب په ۱۹۶۵ع کال کې په روم کې چاپ شوی دی راغلي دي: د الینګار او الیشنګ درواوسېدونکي اصلاً د الینایانوپه نوم یاد شوي الینایان د وّیدي زمانې یوه مهمه قبیله وه د رېګ ویدا له ترانو څخه چې د هندو کش جنوب خوا ته په (۱۴۰۰ق م)کال کې ویل شوي دي.مالومیږي چې الینایان د آریا يي قبایلولکه (پکتها- بهلان)اوداسې نورو غوندې دی چې دلسوقبیلو په جګړو کې يي ګډون کړی ؤد آریایانود مهاجرت له زمانې څخه وړاندې دا وّیدي کیسې ،ترانې او داستانونه باختری آریایانودشمالي هندوکش ،بخدي اواکسوس په شاوخوا کې ویلې دي د اوسني افغانستان پخواني خراسان اولرغوني آریانا ختیځ لورته د سند رود(آبا سین) په غاړه یوه لویه هندي آریایي قبیله چې بهاراته نومېده اوسېده؛چې لس قبیلوله بهاراته او دهغې له متحدینوسره په (۲۰۰۰ق م)کال کې جګړې کړې دي چې د الینا قبیلې هم له دوی سره جګړه کړې اونوم يي په دې ترانوکې ذکردی(۴).


لس قبیلې دوه ګرويه وې چې لومړی ګروپ ېې هندي آریایان، دي بهاراته دقبیلې مخالفین‌ؤد پنګه جانا په نامه یاد شوي دي او دوهم ګروپ يي د پنکه جانا مرستندویه ووچې د سند رود مخ قېبلې یاشمال لویدیځ غاړې کې اوسېدې دغه قبیلې وې:


الینا:د الینګار او الیشنګ اوسېدونکي اود پخواني کافرستان خلک پکتها: بښتانه چې داقوم د رېګ ویدا په همدې قول په سنه (۱۴۰۰ق م) نه لا اګاهو(مخکې)په همدې نوم په خپله ځمکه موجود وو.
بهلان یا بهالانا:د بولان اومرکزي لغمان خلک.
شېوا: د سیند شاوخوا،ښېوې،شګې اود کابل د شېوه کي خلک.
د یشانن: د ګندهاراد سیمې خلک او او سېدونکي(۵).
کله چې ‍‍« ویسومیترا» د « دیوراسا» پاچا منشي له خپلې دندې څخه ګوښه کړای شواوپه ځای يي « واسثتا» مقررشونو ویسومیترا ځان له لسو آریايي قبیلو سره یوځای کړاود بهاراته دقبیلې دپاچا وزایومیترا له زوی یا لمسي «سوداس»سره ېې سخته جګړه وکړه،ویشومیترا یوستر روحاني اود « دیوراسا» پاچا وزیر ؤ(۶).


ویشومیترا د« کنشکا» چې د کوشانیانو د دورې دریم وتلی او نومیالی پاچاؤ هم فقیه او روحاني پاتې شوی ؤ کا نشکا ته چې دځینو آثارو او په ځانګړي ډول د« مسکوکاتو» په شاهدي د پادشاهانود پادشاه لقب ورکړی شوی ؤ ده د خپلې حکمرانۍ په لسم کال دهند نیمه وچه د خپل سلطنت برخه ګرځولې وه هغه له بودا څخه څلورسوه کاله وروسته څلورمه بودایی شورا جوړه کړه.دغه شوراچی دکشمیردشوراپه نوم شهرت لری دشورا د مشری مسوولیت مذهبی فقیه،« ویشومیترا» په غاړه در لود(۷). دسوداس اوویشومترا جګړې دوام مومي اود ویشومیتراجبهه دلسوقبیلوپه ملګرتیا ماتې خوري او هندته د تلو راتلولاره پرې بندېږي دوی څه هند ته ځي او څه یی همد لته مېشته کیږي د الینا قبیله د الینګاراوالیشنګ په درو ګې دهندوکش په لمنوکې هستوګنه غوره کوي او بیا دنفوس دډیریدواوځینو نورو لاملونو له کبله نورو ځاییوته هم خپریږي دوي تر صوات باجوړاواوسنیوولایتونو لکه لوګر،کابل،بغلان، پروان ،کونړ،جلال آباد،بدخشان،دلغمان په مرکزاو نور ډیر یی دهندوکش په جنوبي لمنو کې لراو بر خپریږي الینګاراو الیشنګ همدا مانالري یانې دالینایانو هستوګنځی.الینایان مالداره ؤاو رمې به ېې روزلې،له وړیو نه به ېې جامې ځان ته جوړولې دوی اکثراً په غرونوکې اوسیدل ټول خلک ېې غښتلې وو او لوړ قدونه ېې لرل له همدې کبله د تورو دیوانو په نوم یادیدل د درونټې څخه نېولې ترپرچ غانه او په چه غانه پورې د (۶۶)لویواو وړو درو یادونه شوې ده.غازي محمد درویش ددغو درو له کافرانوسره ډېر جنګونه کړي اودوي ېې د اسلام سپېڅلي دین ته رابللي دي.


په صفت نامه کې (پانداد،هشروی،لا ماندي) ددي دخدایانو په نوم یاد شوي دي باید وویل شي چې په دغو درې نومونودهغې سیمې دپشه یانودرې کلي اوس هم یادیږي (۸).دصفت نامې په قول غاري محمد دروېش یو روحاني شخصیت ؤچې دکابل والي میرزامحمد حکیم له خواپه (۹۹۰)هـ کال کې ددغودرو دایل کولوپه غرض واستول شوپه الیشنګ ېې بری وموند د الیشنګ په دره کې دې: اسلام آباد،غازی آباداودرویش آباد کلي ټول دده نوم ته منسوب دي. لومړی ېې داسلاآباد کلاجوړه کړه اودمرکزپه حیث ېې ورنه کار اخیسته چې قبرېې اوس هم هلته دی نوموړې درې یوځل سلطان محمود غزنوي د (۴۰۰هـ ق)کال شاوخواکې اوبل وخت امیرتیمورګورګاني په(۷۰۰)هـ کال کې وهلې وې خو پوره تسلط ېې پرې حاصل کړی نه ؤد درویش په لښکروکې دغورغوشتي،شینواري،هزارمېښواونورو نومونه یادشوي دي (۹).


کله چې امیرعبد رحمان په دغو درو بری وموند د هغه ځای زیات اوسیدونکي ېې د یرغمل په نوم کابل، اولوګرته ولېږدول الینایان چې هرې طایفې ته ورغلي دي ‌ژبه ېې هم د محیط ترآغېزلاندې راغلې ،بیلې بیلې لهجې په کې پیدا شوي او خپل اصلي شکل ېې له لاسه ورکړی دی.مارکوپولوستر کاشف اوایټالیاېي سیلاني په دیارلسمه میلا دي پیړۍ کې د ایران او افغانستان له لارې چین ته تللی ؤبه خپله سیاحت نامه کې ېې د لومړي ځل لپاره داسې یادونه کړې وه:داسیمه د بدخشان څخه تر دې ځایه پورې دلسو ورځوفاصلې په امتداد یوولایت چې د « پاشیا» په نوم یادیده پروت ؤ ددې ولایت ټول خلک بُت پرستان وو د ښکلواو په زړه پورې هنرونوسره بلدؤخپل زیات وخت به ېې په د عاوواو له شیاطینوڅخه په مرسته غوښتلوتیراؤ دلته خلک دسرو،سپینو،قیمتي کاڼو،مرغلرو،ګوتې په لاس کوي او په غوږونوکې ېې راځوړندوي دوی دکارښه استعداد لري په اخلا قوکې ډیرکینه کښ،ځیرک ،سخت زړي اوزړه ور خلک دي.دا ولایت په یوه ګرمه سیمه کې پروت ؤددوی خواړه غوښه،وریجې اوطبي بوټي دي.د تاریخي اسنادوڅخه داسې ما لومیږي چې « لمپاکا» یا لغمان د ډیرپخوازمانو څخه موجود ؤ اول دیونانیانودقلمرو جز ؤ ورپسې دکوشانیانو،اویو وخت هم د ساکانودسلطنت جز ؤخو خپله آزاد اوخپل بیل سران ېې لرل کوم وخت چې مشهورچیني سیلا ني « هیوانتزانک » په«۰ ۶۳ »ع کال کې راغلی ؤهغه دیوه مقتدره سلطنت یادونه کړې وه چې اجزاوې ېې د غوربند پنجشیراو لمپا کا (لغمان)،ناګارا(ننګرهار) اوورڅیرمه سیمې په کې شاملې ښودلې وې چې هغه وخت هندي او آریایی قومونه سره جلا شوي نه ؤ(۱۰).


لغمان یا لمغا نات چې دتاریخ په اوږدوکې په بیلا بیلونومونوثبت دی دځینوروایاتو له مخې دکابل نه تر پیښوره ټوله منطقه دربرنیسي چې پخوا پدې نومونو: لام پا کا،لام ګان،پاشیا، لان پو،دهګان،دیګان،لمګان،لمغان اونورو نومونوثبت دی د آریایی،دري او پشه یي دمشترکوریښوپه درلودلو،دخا ورې څښتن،د آبادې سیمې مالکین،اویاد قریودما لکینومانا ورکوي چې لام د اریایی له لړۍ څخه دپشه ېې کلیمه ده دکلي په مانا.
 «
ده » په پاړسي کې هم کلي ته وایی اوپاکا دسړي نوم دی چې کلي ورته منسوبه وو. ګان دآریایی مشترکه ریښه لري چې یوه روستاړه ده دملکیت اوڅښتن په مانا راغلی،او« پو» په پشه یی کې خاورې ته واېي چې پورته نومونه ورنه جوړشوي دي(۱۱).په (۱۹۰۹)م د اشوکاغرنۍ سمڅې اود کنیشکا دکوشانیانود سترپاچا مسکوکات دبرتانیی د دایرة المعارف د اشاراتوله مخې د ګندهارا دنوروسیموتر څنګه په لمپاکا کې هم موندل شوي دي.د ښا غلي محمد زمان کلما ني له قوله،چې د درانه سرڅېړونکي زلمي « هېواد مل» د اثر د لغمان تاریخي جغرافیا په حواله ېي لیکلي دي وروسته د ظهیرالدین محمد بابردلیکنې له مخې دلغمان تومانونه یی په ګوته کړي دي،په دې حواله بابرد کابل د پراختیا په برخه کې لیکلي دي:دکابل صوبه شل تومان لري، چې په دې جمله کې، ۱- دنیک هار (ننګهار) لعماناتوتومان،چې زیاتره داروغه ېې ادینه پورې دي.۲-


دمندراوړتومان:،چې په هغه کې دالیشنګ اوالینګاررود ونه یو ځای کیږي یانې مهترلام (٭).
د لسوقبیلوڅخه یوه هم د بهالانا یا بهلان اوپکتها وې چې د لغمان دمرکزخلک ددغوقبیلو څخه دي او لکه، الینایان لرغونتیا لري کوم وخت چې « فردیناند» ډ نمارکي انسان پیژندونکی افغا نستا ن ته دکوچي قومونود اشنایی له پاره راغلی وودلته ېې دقومي جوړښت له کبله درې قومونه:پښتانه،تاجک،اوپشه یان ښودلي (۱۲)


خودلته تردې زیاتوقومونوژوند کړیدی ددوی لومړني ژبه داردي وه د داردي ژبې په هکله څوډوله څرګندونې شته دي. ۱- داردي دآریایي له لړۍ څخه خپلواکه لهجه ده چې د ایراني او هندي آریایي څخه یې پراختیا موندلې ( ګریرسن ۱۳ ). ۲- داردیان د ډېرې پخوانۍ زمانې راهیسې له خپل ځای څخه، نه دي بېځا یه شوي اوژبه ېي هم ‌ډیره پخوانۍده ، ډیرې پخوانۍ جملې چې « ویدي» ته ورته والی لري ددوی په ژبه کې لیدل کیږي ( واله دروپوسنِ فرانسوي ۱۴ ). اوس هم په لغمان کې ګڼ شمېرقومونه دورولۍ فضا کې ژوند کوي او په بیلابیلوژبو خبرې کو ي لکه پښتا نه، تاجک،پشه یي، نورستاني،وامه یي،عرب،ګوجر، کوچيان،هندوان، سکان او نورقومونه ، هرقوم ځا ن ګړي رسمونه او فرهنګ لري اوپه خپله ژبه خبرې کوي ځېنې یې بیا نورې څانګې اولهجې لري هرقوم په لس ګونوقومونه لري.

اخځونه:
1-
اتلس محلات لغمان ۳ مخ
2-
هیله پرله پسې ۱۶ ګڼه ارشاد ۱۵۲ =
3-
اتلس محلات لغمان ۳ =
٭- د ایران چاپ جنتري
4-
دافغانستان ژبې اوتوکمونه دوست ۴۲۰ =
5-
پښتانه د تاریخ په رڼاکې ظفرکاکا خیل ۸۳ =
6-
پورته اثر دوست شینواری ۲۱ =
7-
سباوون ۲۸ ګڼه ۹۰-۳۶ =
8-
پورته اثر دوست
9-
کابل مجله۶ ګڼه ۱۳۵۰ کال
10-
دافغانستان لنډ تاریخ علامه حبیبي پښتوکوونکی عبدالرؤف بینوا.
11-
زبان ومردم پشه یي محمدزمان کلمان
٭- جرګه ۲۶ ګڼه رازقي نړیوال ۴۳ =
12-
زبان وادب ملی افغانستان کهزاد ۱۴ =
13-
تاریخ قدیم افغانستان ج ۱ = ۱۹۹ =
14-
نوموړی اثر دوست ۴۱۵ =
٭- زما یاددښتونه ظفرخا ن « اهتمام »
پته: پوهنیارظفرخان « اهتمام» پوست بکس شمیره( ۶۴۹) کابل-افغانستان.
Mobil\\ N: 0798 238682 phone\\N : 0752091586

E

 

**********

دروازهً کابل

 

سال سوم                  شمارهً ٦٠      نومبر     2007