کابل ناتهـ، پروفیسر خالق رشید، هندویزم چیست-3

کابل ناتهـ   kabulnath

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

١

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

٢

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

هندو یزم څه شی دی ؟

لیکوال : مهاتما ګاندي

ژباړونکی اوشنونکی : پروفیسور عپدالخالق رشید دجواهرلال پوهنتون

دفارس اومرکزی آسیا دڅیړنو دڅانګې استاد

 
 

  دچراغونو دجشن دپیاولی او

هند دملت دپلارمهاتما ګاندي  دزیږیدو د (۱۳۸ ) کالیزې په درشل کې :

یوه یادونه :

هندوییزم څه دی یا څه شی دی ؟  دهند دنومیالی مشر اومفکرمهاتما موهنداس کرم چند ګاندي  دهغو مقالو جونګ دی چې ده دخپلې عقیدې په اړه دخپل ژوند دځوانۍ  په پړاو کې لیکلې دي ، ما دګاندي د اندوژوند او فلسفی په اړه یوه څیړنه پیل کړې چې تراوسه پورې لابشپړه شوې نه ده ، ددغه اثربه یوه برخه همدغه لنډې مقالې وي چې دده له خوا دده دفکری اوارادتی موخې په توګه  کښل شوې راژباړل شوې ، ځکه نو زه مخکې تردې چې خپله دغه څیړنه په کتابي بڼه خپره کړم ، دا وړګنم چې دغه برخه دګرانولوستونکواوڅیړونکوپه واک کې ورکړم ، ددغولیکنوله مخې موږ کولای شو چې دنړۍ پرمخ دیوې لرغونې ګرهې اوعقیدې  چې هغه هندوییزم دی په رازاونیازباندې هغه هم دداسې یوچا له خوا چې هغې ته خورا وفادار اوپرهغې باوری دي پوه شو. په دغه لړکې تاسې په پرله پسې توګه دمهاتما ګاندي ټولې (۴۳) لیکنې چې له انګریزي ژبې څخه ژباړل له توضحاتواوڅرګندونو سره یوځای لوستلای شی .

ع . رشید

نوي ډیلی  ۲۰۰۷ 

(۴) لیکنه

 هندویزم

زه باید په خپله دغه ادعا باندې ټینګار وکړم چې زه بایدیو سناټاني (*)هندو واوسم ،تراوسه پورې ډیرداسې څه شته  چې هغه په عمومي توګه دهندوییزم په نامه ترسره شوي کیږي چې زه ورته درناوي نه لرم ، زه داهیله نه لرم  چې زه ځانته سناټانی هندو او یا نورهغه څه چې وړتیایې نه لرم ووایم . ځکه نو دا زما له پاره ترهرڅه دمخه اړینه ده چې زه خپله د سنا ټا ناهندوییزم ما نا په ډاګه کړم ، زه  دسناټا ویی په خپله دهغه په طبعیی حالت اومانا سره کاروم :

۱ ـ زه ځانته سناټاني  هندووایم ځکه چې زه په ویدونو ، اپانیشادو، پراناوو اوټولو هغولیکنو چې هغه دهندییزم مقدسې پاڼې بلل کیږي ،په اوتارو اوپه  بیا راپیداکیدنه باندې باورلرم .

 ۲- زه پر  ورڼاشرما باندې باوری یم ،خوپه هغه شان لکه چې زما خپل فکراونظردی ، جدي ویدک  یم خو نه په اوسنې عام شوي، غلط ډول او دود سره .

۳- زه دغوا په پالنه اونمانځنه باندې باورمن یم خوترهغه څه په پراخه اندازه چې اوس تر سترګوکیږي .

۴- زه پر بت باندې دنا باورانوله ډلې څخه نه یم .

لوستونکی باید داپه پام کې ولري چې زه یوازې دویدونوپه اړه دسپیڅلتیا ویی نه  کاروم او نه یې وایم  اونه په دغه اړه په ډیرځانګړي تقدس سره باورمن یم .  زه پرانجیل ، قران اوزنداوستا دې ټولو باورلرم ځکه چې داټول ماته هماغه الهام راکوی لکه چې ویدونه یې راکوي . پرهندو مقدسو پاڼوباندې زما باور ددې مانا نه لري چې ماته باید دهغو هربیت د تقدس الهام وي .

ددغو یادونو مانا  داهم نه ده چې ګواکي زه به ددغو له حیرانتیا ووډکو کتابونوپه اړه لومړنې معلومات هم نه لرم ، په دغه اړه دومره ویلای شم   چې زه پرهغو اړینوحقایقواودرسونو باندې چې په دغو مقدسو پاڼوکې دي دزړه له کومي پوهیږم . زه دا نه منم چې ګواکي زه به په دغه اړه له هرډول تعبیراوتوضیح څخه ځان تیروم ، کیدای شی داهم په پام کې ونیسوچې که چیرې  یوڅوک غواړي چې دیولړمورالي ځانګړنوڅرګندونه یې په پام کې وي . باید په زیاته اومطلقه توګه  دشنکراچاریه ګانواو شاستریانو (که چیرې دوی په همدغه شان پرمخ ځي )دغه اوسنی تعبیراوتفسیر چې دهندوایزم د مقدسو آثاروپه اړه یې لري رد کړشي . او یاهم برعکس ،خوزه په دې باوریم چې زموږ معلومات ددغه سپیڅلیو کتابوپه اړه ترزیاتې اندازه ناڅرګند او ګونګ دي . زه په دغه هندو وینه باندې باوری یم ، چې:  هیڅوک په هغه څه باندې په رښینې توګه نه پوهیږي لکه چې شاستریان یې دسپیڅلتیا (اهمسا)، رښتیا ( ساتیا) اوپرنفس دبرلاسي ( براهما اچاریا) په باره کې وایی ځکه دوی دې ته  نه دي تیار چې نوموړي ارزښتونه باید دمادي امتیازاتو په  له لاسه ورکولو سره دځان کړي .

زه دلارښوونکو (ګروګانو) په شته والی  باندې باورمن یم ، خو په دغه برخه او دغه ستیج کې زه وایم چې زموږ ملیونونه خلک  باید پرته له لارښوده په دغه ترڅ کې مخ په وړاندې حرکت وکړي. ځکه چې دا ډیره نادره ده چې موږد یوې خالصی سپیڅتیا  اونګه لارښوونوپه موندلو باندې بریالي شو. یو چا ته هم نه ښایی چې دنورو په مذهب کې د رښتیا اوحقیقت پرشته والي باندې سترګې پټې کړي ، ځکه چې دهندوییزم بسنټونه هم لکه دنورو لویومذهبوپه شان  نه بدلیدونکي اوپه اسانه توګه دپوهیدلووړدي.هندوییزم دبیا راژوند یتوب او ژغورنتوب  په کارکې  په خدای اودهغه په یووالي باندې باورمن دي .

زه دهندوییزم په اړه نه شم کولای چې خپل احساسات تردی  زیات لکه چې دخپلې میرمنې په وړاندې یې څرګندوم ، څرګند کړم. ځکه زما میرمن ماته هغه خوځون راپه برخه کوي چې هغه دنړۍ بله ښځه ماته نه شي راپه برخه کولای. ددې مانا داهم نه ده چې ګواکي دا له تیروتنو خالي ده ،زه داویلای شم چې هغه ډیرداسې نورڅه هم لري چې هغه زه په خپله نه شم لیدای . خو یوڅه چې باید پام ورته وشی هلته  داحساساتویوتلپاتې اړیکی دپاملرنې وړده . هغه څه چې زه یې ان په هندوییزم کې هم دهغه له نیمګړتیاوو او تنګسیاووسره سره احساسوم .

هیڅ شی ما دومره نه پاروي اونه مې تر اغیزلاندې راولي لکه د ګیتا  او د تولسی داس دراماینا سندریز ترنګ ، دایوازني دوه کتابونه چې کیدای شي په هندوییزم کې په هغویاندي سړی وپوهیږي . هروخت چې زه په دغه اړه په هراړخیزه توګه فکرکوم  په دې باوري کیږم  چې ګیتا زما په وروستۍ سلګۍ کې هم زما ملاتړې ده. ځکه زه پردغه آواز باندې پوهیږم هغه چې نن سبا هغه په ټولو لویوهندي مندرونوکې انګازې کوي. زه له دغو سندرو سره دهغوله نیمګړتیا وو سره سره مینه لرم .په دغه برخه کې چې کوم څه له ماسره یوه ځانګړې لیواتیا په پام کې وه چې کیدای شي بله داسې لیواتیا له ماسره  نه وي .

زه په تمامه مانا یو ریفورمست ، خو زما لیواتیا او مینه به کله هم پرما باندې دومره زور وره نه شی چې ما به دهندوییزم له اړینو شیانو څه په یوه خوا کړي. ما دا ویلی چې زه به کله هم له بت نمانځنې څخه مخ وانه ړوم . یوه بت به کله هم په ماکې زما  ارادتي احساسات په بله وا نه اړوي . خو زه  فکرکوم چې دغه عبادت او نمانځنه په خپله دانساني  طبعیت یوه برخه ده . تاسې په دې پوهیږﺉ
چې زموږ لیواتیا هم تل له سمبولیزم سره ده . ددې اړتیاڅه ده چې  یوڅوک باید تربل هرڅه اوهرځای پرکلیسا باندې زیات وچسپیږي ؟ څیرې اوبتان تل دعبادت په ترڅ کې مرستندوی  څیزونه دي ، یوهندو هم په دې باوري نه دی چې بت په خپله خدای دی. خوددې په څنګ کې زه بت نمانځنه کله هم داسې نه انګیرلی اونه هم منلی شم چې ګواکی دابه ګناه وي .

داځکه چې دغه یو ټکی ترهرڅه دمخه څرګند او روښانه دي چې هندوییزم کوم داسې ځانګړې اومخصوص مذهب نه دی ، په دغه مذهب کې دا لویی اودا وړتیا شته چې هلته د نړۍ دهر پیغامبردرنښت او نمانځنه پکې وشي . ځکه نودا یوعادي اوپه ساده نظردخپل جوړښت له مخې  مسونري مذهب نه دی.

 په دې کې شک نشته  چې په دغه ارادت کې بیلابیلې ډلی او قبیلی را نغاړل شوې او راچولیدلې دي . خو منل یې په خپل ذات کې یوڅرګند اودیادونه او پاملرنې وړ ټکی اوکرکتر دی.  هندوییزم هرچا ته دا وایی چې دوی باید دخدای نمانځنه له خپل مذهب اودرم سره سمه لکه چې ددغه مذهب وینه ده ترسره کړي ، ځکه نوتراوسه پورې له هرمذهب سره په یوه سوله ییزډګرکې پاتې شوی دی.

داد هندوییزم په اړه زما نظردی ، زه به کله هم له وروسته پاټکی توب (ان تچیبلیتی )  څخه ځان په یوه خوا اولرې ونه ساتم ، زه همیشه هغې ته د ودې ورکولو په فکرکې یم ، دایو حقیقت دی چې داموږ ته له نسلونو څخه راپه میراث شوې ، خو نن سبا یوزیات شمیر ناوړواو شیطانی کړنو ترهغې لاندې ځای نیولی دی ، زه به په دغه ټکي باندې له شرمه پرته دبل څه احساس ونه کړم چې وایی دنجلۍ سپیڅلې رنډۍ کول دهندوایزم یوه برخه ده ، دغه دود تراوسه پورې دهندوانو له خوا دهند په زیاتو سیموکې دهندوانو له خوا عملي کیږي .

دکالي په وړاندې د وزې قرباني کول ، سره له دې چې زه یې یومثبت غیرمذهبي  دود  بولم ، خوداهم وایم چې داد هندویزم آر او لارښوونه نه ده .

هندویزم دزمانې په ترڅ کې وده  اوپرمختګ کړې ، دهندویزم نوم هم دهندوستان دخلکو مذهب ته خارجیانو ورکړې دی او په دې کې شک نشته  چې یومهال دمذهب په نامه دحیواناتو قربانی ترسره کیده خودا مذهبي اصل نه و،په تیره بیا په هندومذهب کې ،ماته داپه ډاګه اوڅرګنده ده چې کله دغوا ساتنه او نمانځنه زموږ دپلرونو له خوا یوه مذهبي خبره شوه ، دوی بیا دمیښې به غوښه خوړلو باندی ناګار پاتی شول  عام کړکیچ په دغه اړه دپاریدنګ ترپولې پورې ورسید ، ټولینزپریکړون نه یوازې په نافرمانۍ باندې بدل شو، بلکه دهغو نښې ان تر ماشومانو پورې راورسیدې او پرهغوکې هم ترسترګوشوې . دغه دود چې پیل یې دخوشالۍ په مقصد وپه پای کې په یوه  کړکیچ او ستونزه باندې واوښت اوخبره یې ان زموږ تر مقدسو کتابوپورې هم ورسیده ،هلته هم دغه ټکي ته اشاره شوې ده چې ترننه پورې دلږې پاملرنې او وړتیا وړده  .

په دغه اړه به زما تیوري دمنلووړ وي که نه ، خو دغه اصل د دلیل او عاطفې ، مینې اومهربانۍ په وړاندې یوځورونکی اصل دی ،

یومذهب چې هلته دغوانمانځنه دپاملرنې وړوي ، هلته به داډیره ګرانه وي چې دهغې په  وړاندې د بشریت دغیرانسانی کړو وړو دنه ترسره کیدو ضمانت ورکړای شي . زه به په دې دخوشالۍ احساس وکړم چې په خواره واره حالت کې و تردې چې په زور زیاتوپاټکوباندې دفشار لامل شو.

 

هندووان  به کله هم دخپلواکۍ لایق نه شي اونه به یې ترلاسه کړي ، که چیرې دوی دوی دې ته اجازه ورکوي چې ددوی سپڅلی مذهب دې  دخرافاتو اوناولتیاووپر تنګسیاوو باندې باورمن وساتي ، ما ته هندویزم ترژونده هم ګران دی او هم مینه ورسره لرم . خو زما له پاره به ددغې ګروهی په اړه دخرافاتو او دود خبره کله هم د زغم وړ نه وي ،  راځی چې له توکم سره  دانکار خبره له خدای څخه دانکارپرځای ونه کاروو اوپه دغه اړه باید په هراړخیزه توګه دتعادل اوانډول پردریځ ولاړ پاتې شو.

----------------------------------------------------------------

په دغه اړه غواړو دالاندې مفاهیم په لنډه توګه راوسپړو

Ahimsa

اهیمسا ( نه زورزیاتی ) په آره د نه زخمي کولو او نه ټپی کولو اونه وژلو په مانا دی ، خودغه مانا نه شي کولای چې ددغه ویی آرپه پوره توګه څرګند کړای شي. په دې چې مانا  یې تردې هم بشپړه ده چې هغه ټولو مخلوقاتو ته ځور او درد نه رسول دي ، چې باید په فکري ، عملي او وینې توګه په پام کې ونیول شي . ما ناداچې ددغې تګلارې پیرو باید بی آزاره فکر ، بې آزاره خوله ولري .

دنه زور زیاتی آره مانا په انساني ژوند کې همداده ځکه یې په هندي تفکر او فلسفه کې دپاملرنې وړ ځای نیولی دی ، ددغې  فلسفې  او تفکر له مخې  نه زور زیاتی  دیوه ځواک او یوه انسان دپیاوړتیا او قوت نښه ده . خو له بده مرغه چې انسان په بشپړه توګه نه شي کولای دغه تګلاره په هراړخیزه توګه په پام کې ونیسی ، همداده چې یوشمیر پوهان داهم وایی چې مطلقه اهیمسا یا نه زور یاتی دهغه په رښتنې مانا ګرده سره نشته .ځکه چې دغه اصل ( نه زور زیاتی )  دټولو مخلوقاتوپه وړاندې طرحه کیږي چې دانسان له پاره دهغه په پام کې نیول ناشونی دی . ماناداچې د نه زورزیاتی په مانا ډیرلږانسانان پوهیږي اودادانساني معنویت خورا پیاوړې برخه ده ، دپښتواوفارسي ژبې لوی صوفیان او مفکرین په انسان ژوند کې دهمدغې تګلارې لوی مبلیغین دي چې دغه اصل یې دخپلې مفکورې اوخپل مقدس کتاب (قرآن ) په رڼاکې لکه چې خپله ګاندي هم په دغه ټکي دزړه له کومي باورلري تشریح اوڅرګند کړی دی . حضرت رحمان بابا اوحضرت مولانا په دغه برخه کې دخورا پیاوړو نظریاتو څرګندوی او بولندوی دي .

 

Upanishads

داپانیشاد دویې مانا  پټه  او سپیڅلې پوهه ده  . 

اپانیشاد له دریوکلیمو څخه جوړدی ( اپا     ) چې مانایی  (نژدي ) ده،  ( ني ) چې مانا یې  (کښته)  او (شد ) چې مانایی  (کیناستل او ټیټیدل ) دی . په ټولیزه توګه یې داسې هم ویلای شو : (( دښوونکی پښو ته دزده کړې له پاره ورټیټ شه )) . اپانیشاد ته ویدانتونه هم وایي ،ځکه باور داسې دی چې ابانیشاد په خپله دویدونو وروستۍ برخه جوړوي ،ډیرپخواني اپانیشادونه په خپله ویدونه او د ویدونو برخه دي چې له  میلاد څخه پخوا له شپږمې پیړۍ راپه دیخوا یې لیکل پیل شوي دي . اپانیشادونه په عمومي لحاظ دویدانتی تفکر او فلسفی  پراخه اوښکلې تشریح او څرګندونه ده . په دغه برخه کې په عمومي توګه یوشمیرپیچلي اوکړکیچن فلسفی مسایل اوپوښتنې هم طرح او تشریح شوي دي ، داپانیشادونو څیړونکی وایی چې دغه فلسفي اوفکري  ارزښتونه په څلورو بڼو ( پوښتنواوځوابونو ، روایتونو ، تشبیهاتواوکنایو اوسمپولیزم  ) رامنځ ته شوي دي. ددغوفکري اوفلسفی درسونو یوه خورا مهمه برخه د مغل نومیالی واکمن شاجهان دمشر زوی  داراشکوه اونورو له خوا په فارسی ژبه هم ژباړي دي .

 دهندي فلسفې پوهان داهم وایی چې اپانیشادونه دهندي فلسفی زړی اوجوهر بلل کیږي ، اپانیشادونه دیوه ټاکلي لیکوال له خوا نه دي لیکل شوي ، بلکی دبیلاپیلولیکوالو له خوا په بیلابیلو وختوکې لیکل  شوي دي ، دهندي پوهانو نظر دی چې اپانیشادونو آسمانی وینې اوڅرګندونې نه دي ، بلکه داهغه میراث دی چې له یوه پښت څخه بل ته دزمانې په ترڅ کې لیږدول شوي دي اوترنن پورې را رسیدلي دي.

Sanatani

دغه سانسکریت ویی دی چې ما نایې  ( ننۍ رښتیا ، زده کړه ، او د دود ) ده . دغه ویی هم لکه دنمستی (سلام ) په شان اغیزلري اوپه هرڅه کې روحاني اړیکي په ګوته کوي ،هندوان باور لري چې سناټا باور دژوند اودهغه دناپایه تجربې دروحاني جوهرپیژندنه ده . په هندویزم کې ددغې تګلارې مهمه او دپاملرنې وړ دنده داده چې دباور(بلیف ) اوعقیدې (پیت) ترمنځ مسایل څیړي . دغه تګلاره وایی چې کیدای شي باور کله کله رښتیا نه وي ، او د عقیدې پرځای دخرافاتو لاره وڅاري لکه چې ګاندي هم دهمدغې نیمګړتیا په خاطر په خپله څرګندونه کې اشاره ورته کړې ده . سناټا باور ترډیره هغه باور دی چې پراصلواوکلاسیکوکتابواو متنوباندې خبله پاملرنه ډیره زیاته ساتي . ځکه دلته دغه یادونه په ځانګړې توګه دیادونې وړده چې وایی :

(( بشریت په خپل جوړښت کې داسې یوموټی والی اووحدت دی لکه چې داوبوڅاڅکي له سمندرسره ... ))

 

Vedas

داهم سانسکریت ویې دی چې ما نا یې پوهه اوعلم دی ، ویدونه دسانسکریت ژبې له پخوانی ادبیات اودهندویزم له پخوانیو مقدسو سندروڅخه دي ، دغه مقدسې سندرې دلومړي ځل له پاره دهندي او نړیوالوپوهانو دڅیړنو له مخې داوسنې افغانستان په پښتونخوا برخه ( جنوبي افغانستان ) کې راایجاد شوې . دزمانې په تیریدو سره هغه له آریایانو سره دمهاجرت اوکډوالۍ په دوره کې بهارت ورشو (هندوستان ) ته را لیږدول شوي چې تر ننه دغو خلکو دخپلو عقیدتی او ارادتي ارزښتنوپه توګه ساتلې اوپاللې دي .ویدونه په معنوي لحاظ نه یوازې داوسني هندویزم له پاره سرچینې دي بلکه په نورو ادیانو کې لکه چې ګاندي هم هغه له هندویزم څخه بیل ادیان نه ګڼې پراختیا موندلې او وده یې په کې کړې ده لکه بودیزم او جنیزم . په دغو دواړو کې تګلارو کې هم ویدونه لارښود دي ، خو ددغو دواړو ګروهو پلویان بیا ویدونه دهندویزم په بڼه نه منې او وایی چې دوی ویدونودخپلواکو مذهبوپه په بڼه دخپلو لارښونوپه توګه منلی اوڅارلي دي . ریګویدا ، یجورویدا ، سام وید، اترواوید یې بیلابیلې بڼې او ډولونه دي چې دبشریت له پاره دژوند په اړه دبیلا بیلولارښوونو دندې لري .

 

Varnashrama

 

داهم سانسکریت ویی دی چې له دووتوکونو   ورن  (ټولینز ویش ) او اشارما ( دژوندپوړۍ ) مانا لري ، په عمومي توګه په دغه برخه کې دانساني ټولنې بیلابیلې پوړې او دریځونه او رنګارنګۍ ترڅیړنې لاندې نیول شوې دي ،په دغه برخه کې دټولنې دسیاست ، اقتصاد ، ټولنیزجوړښت اونورو بیلابیلو طبقاتي مسایلو څیړنه اوشنه ترسره کیږي  ، په هندي ټولنه کې دهندي مذهب اوسنیو څیړنو مهاتما ګاندي په دغه برخه کې دپاملرنې وړکتونکی شنونکی بللی دی اووایی چې ده په خپل ژوندکې نوموړي ټکی ته پاملرنی کړې ، دی په دې باور دی چې بشریت له توپیرونو سره رامنځ ته شوی ، چې له دغو توپیرونو سره سره بیاهم بشردی او باید په د رناوي سره ورته وکتل شي . ګاندی په دغه برخه کې ترهندویی کلاسیکو آثارو زیات له ځوانو اونویو اسلامی ارشاداتو څخه هم زیات اغیزمن شوي ، اسلام په نوي عصرکې داموضوع دقرآنی آیاتو په ترڅ کې (خلق الانسان من تفاوت ) اونوروپه ترڅ کې  په خورا ښه اوپوره توګه تشریح اووڅیړله .

 

 

یوه عمومی یادونه :

کله چې موږ دغه یادشوی ټکی دهندویزم د اساساتو اومهموټکوپه توګه لولو ، دغه ټول هغه څه دي چې دنړۍ په نورو ادیانو کې هم ترسترګو کیږی اوان چې خورا وروستۍ الهی ډالۍ په دغه برخه کې اسلام اواسلامي نظریات او تعلیمات دي .

ګاندی سره له دې چې په خپله  ګروهه باندې خورا پابند او ولاړ څوک یادیږي ، خو له دې سره سره یوڅه چې دده په وړاندې په ځانګړې توګه دپاملرنې او یادونې وړدي  هغه دادی چې دی په عملی توګه دخپل مذهب له پاره یوازنۍ معیارچې باید هغسې شي اسلام اودهغه له نظریاتي اصول اولارښونې بولي . دی په دې باورمن دی چې دده مذهب دنړې له خورا لرغونو مذاهبو څخه دی ، خو له دې څخه  هم دی سترګې نه پټوي چې کوم اساسات چې اسلام انساني ټولنې ته ورپه برخه کړې که چیرې  اوسنی هندوان له هغوڅخه دخپلومذهبی لارښونو په برخه کې کارواخلی ، دده په اند په دې کې  به شک نه وي چې د دوی په مذهب کې به دیوه نوي تحرک خبره په خورا چټکتیا سره رامنځ ته شي . ګاندي دقران پرمعنوی وړتیااولوړتیا باندې یوازې له دی امله باور  نه لري چې هغه یو آسماني کتاب دی ، بلکي په هغه کې  دده له پاره ترټولو مهمه خبره ددغی  عملي عقیدی عملی اړخ  اوله خرافاتو سره دکلکې مبارزې ډیره نوې اومعاصره بیلګه ده. اسلام له دی امله هم پرګاندي باندې اغیزلري چې هغه اوس دده دهیواد اوټولنې داسې برلاسې او دپاملرنې وړ دیانت و چې دنورو ادیانو سره د پرتلې په ترڅ کې دهغه په باره کې خبرې کوي .  همداده چې دی  تل دهغه په رڼاکی دخپلې عقیدی له پاره هیله اوکتنه په زړه کې لري او په دې هیله دی چې خپل لرغونی دیانت ته یې په دغه عصرکې دنړې ددغې نوی الهی ډالۍ (اسلام ) په رڼاکی یوشمیرداسې بریاوې چې دهغو به مرسته وده وکولای شی ور ډالۍ کړي . دهند په مسلمانه  ټولنه کې دګاندي دمقبولیت یولامل هم دغه و چې ده له مسلمانانو اودهغو له الهی تعلیماتو څخه ډیرڅه زده کړل او په ډیرو برخوکې دده  داسپارښتنه وه  چې له دغه الهی ډالۍ څخه چې دبشریت له پاره دوروستی لارښود ځای اودریځ لري باید ډیرڅه زده شی.

 

**********

دروازهً کابل

 

سال سوم                  شمارهً ٦٠      نومبر     2007