کابل ناتهـ، غفور لیوال د ژورنالیرم اخلاق

کابل ناتهـ   kabulnath

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

عبدالغفور لیوال

د ژورنالیزم اخلاق

 
 
 

اخلاق د ټولنيزو قراردادونو هغه مجموعه ده، چې وګړي يې د ژوند د ورځنيو چارو د نظم او سمبالتيا لپاره پر مراعتولو ژمن وي. كه څه هم دا اصطلاح پراخه مانا لري خو ځينې مهال د يوشمير مسلكونو په برخه كې د ځانګړو پولو او حدودو تر منځ مطرح كيږي لكه سياسي اخلاق، ژورناليستيكي اخلاق، تحقيقى اخلاق او نور.
ژورناليزم د عامه اطلاعاتو او معلوماتو د پروخت تامينولو مسلك دى او څرنګه چې له عامه ژوند سره نږدې اړيكې لري او د ټولنې د اعصابو حيثيت لري نو خامخا د يوشمير اصولو، ظوابطو او اخلاقو په چوكاټ كې راګير چاپيريال لري، تر ډيره حده ژورناليستيكى اخلاق د يوشمير ناليكل شويو قراردادونو مجموعه ده چې په ټوله نړۍ كې نافذ دي او سره ورته ارزښتونه لري.

په ژورناليزم كې واقعيت، حقيقت او آزادي هغه درې مفاهيم دي چې ژورناليست يې په كلكه پام ساتلو ته اړ دى. ټول اطلاعات بايد پر واقعيتونو ولاړ وي، ټول واقعيتونه بايد حقيقت ولري او ټول ژورناليستكي فعاليتونه بايد د يوې مسلكي آزادۍ پر بنياد ترسره شي. په نړۍ كې دولتي او مړسسه يې ژورناليزم ځكه ډير اعتبار نلري چې د يوې سياسي كړۍ لپاره وقف كيږي، له مړسسه يې ژورناليزم څخه هدف د يوه سياسي حزب يا تنظيم لپاره د تبليغاتي دستګاه جوړول دى، البته د دولتي او مړسسه يې ژورناليزم فعاليت ممنوع نه دى بلكې معمول هم دى خو د آزادو ژورناليستيكى مركزونو په تناسب لږ اعتبار لري. تر ټولو معتبر او اعتمادي خبريال هغه دى چې تر ټولو ډيره مسلكي آزادي ولري.
كله كله يوشمير خبريالان د مادي او مالي ګټو لپاره ځان پر ځواكمنو كړيو پلوري، زمونږ په هيواد كې داسې خبريالان هم ليدل شوي چې يوې راډيو يا آژانس ته كار كوي خو پټ د كوم قوماندان، رسمي چارواكي، يا والي په ركاب او دربار كې هم نامعلومې دندې لري، چې د آزادۍ د نه لرلو له امله په ولس كې خپل اعتبار له لاسه وركوي. له زورواكو سره غير مشروع ملګرتيا او دغې ملګرتيا ته وفاداري د اطلاعاتو د بې پرې توب اصل ماتوي. زمونږ ټولنه نوې د اطلاعاتو د جنګ ډګر ته ورننوتلې ده ځكه خو تر هرڅه مخكې د ژورناليست آزادي، مسلكي سپيڅلتيا او اخلاق په خطر كې دي. ما اوريدلي دي چې پخوا به يوشمير ولايتونو كې خبريالانو له زورواكو او چارواكو سره پټ قراردادونه درلودل او اطلاعات يې هغه ډول خپرول چې هغو چارواكو غوښتل، د دې په بدل كې دغو خبريالانو زور و زر ترلاسه كول او آن چې د زورواكو په مرسته يې خپل مخالفين ډبول، كيداى شي داسې څه لا اوس هم وي. له زورواكو سره قراردادونه د ژورناليزم اخلاقي قراردادونه ماتوي او مسلكي شرم رامنځ ته كوي، البته دا په دې مانا نه ده چې ژورناليست دې خامخا د دولت يا كوم چا پر ضد وي نه دا كاملاً غلطه خبره ده ژورناليست يوازې او يوازې د حقيقتونو عكاس دى او بس. دا په تيره بيا د آزادو رسنيو لپاره مهمه ده چې خپل خبريالان له نږدې څخه وڅاري چې د واكمنو تر كنټرول لاندې را نه شي. كه ژورناليست غواړي آزاد وپيژندل شي مسلكي تعهد يې حكم ورته كوي چې د واكمنو او زورمندانو له دم او منتر څخه ځان وساتي. د څو ورځو غيرمشروع ګټه د ټول عمر اعتبار له منځه وړي او آن تر دې چې د ټول مسلك رنګه وربدوي. په هيواد كې لاتر اوسه د ژورناليستانو داسې خپلواكه ټولنه نه ده رامنځته شوې چې د مطبوعاتو د حريم ساتنه وكړاى شي، د يوه ژورناليست مسلكي بداخلاقي د مطبوعاتو پر ټول حريم تيرى دى، ټول ژورناليستان بايد د خپلو ملګرو د ښوئيدلو مخه ونيسي.
مطبوعات ولي د سياسي واك څلورم ركن ګڼل كيږي؟ ددې لپاره چې وګړي هماغومره چې د قانون، پوليسو او حكومت په وړاندې د مسئوليت احساس كوي د مطبوعاتو پر وړاندې يې هم كوي. ټولنيزه رسوايې تر ټولو لويه جزا ده، د جنايت په صورت كې ټولنيزه رسوايې مطبوعات رامنځ ته كوي ځكه خو د مطبوعاتو ځواك جدي ګڼل كيږي حكومتونه سم كار كوي ددي لپاره چې مطبوعات يې رسوا نه كړي، وزيران، واليان او رئيسان د خلكو خدمت كوي ددې لپاره چې له ژورناليستانو ويريږي، ژورناليست وسله نه لري خو د عامه رسوايې وسيله ورسره ده، خاين واكمن د خپل خيانت د پټولو لپاره ژورناليستان په بيه اخلي او له مسلكي پلوه د كمزوريو اخلاقو خاوند ژورناليستان خپل مسلك په بيه پلوري. ددې په نتيجه كې د خيانت يا خدمت په هكله واقعيتونه او حقايق پټ پاتې كيږي چې په پايله كې د مسئوليت احساس له منځه ځي او په ټولنه كې فساد عموميت پيدا كوي.
د پوهې ترڅنګ آزادي او اخلاق د ژورناليست ښه صفتونه دي او دا درې واړه د يوه خبريال په ټولنيز ارزښت، اهميت او كاري ونډې مخامخ اغيز لري. خبري اعتبار د ژورناليست په شخصيت، صداقت، آزادۍ او مسلكي اعتبار پورې تړلى دى. خلك وايې له پيښې څخه خبر شوم، زه يې ځكه رښتيا بولم چې فلان ژورناليست يا آژانس نه مې واوريده، دا د خبري آژانسونو او خبريالانو دنده ده چې د خلكو دغه اعتماد وساتي.
د ژورناليزم اخلاق هغه بحث دى، چې د پرمختلليو ټولنو په پوهنځيو كې بحث پرې كيږي. او تر ډيره بريده فرهنګي مركزونه د ژورناليستانو اتحاديې او آژانسونه هڅه كوي د دغو اخلاقو د تاْمين لپاره موازين، مقررات او حتى قوانين وضع كړي. په ګڼو هيوادونو كې د پټې كمرې، پټ مايك كارول او د پټو خبرو رسوا كول جرم ګڼل كيږي د ژيړ ژورناليزم اصطلاح هم كله كله هغه مهـال كارول كيږي چې كوم ژورناليست متداول اخلاق تر پښو لاندې كړي. ژورناليستيكي اخلاق هيڅكله د بيان د آزادۍ او د اطلاعاتو د بشپړ خپراوي مخه نه نيسي بلكې د ژورناليزم اخلاق د اطلاعاتي خونديتوب يا مصړنيت لپاره يو ښه تضمين دى. ټولنپوهان وايې: اخلاق په محكمو كې نه بلكې په وجدانونو كې  تلل كيږي له همدې امله تل پر اخلاقو د بحث پر مهال د ضمير يا وجدان نوم هم ډير ياديږي له دې ځايه ده چې د ژورناليست د مسلكي اخلاقو په هكله د بحث پر وخت ښايې د قضاوت د همدې معنوي دستګاه يعنې وجدان اهميت هير نه شي تر ټولو بريالى او مهذب ژورناليست هغه دى چې د خپل كار پر مهال د حقايقو د څرګندولو لپاره بشپړ مسلكي آزادي او وجداني آرامۍ ته پام وساتي. د ژورناليست خپلواكي او استقلاليت د ټولنې د فكري استقلال لپاره لار هواروي او يو ښه وړانديز به دا وي چې په افغانستان كې كومه پياوړې مسلكي ټولنه د ژورناليزم اخلاق تدوين كړي او د هغو د تاْمين پروسه وڅاري. ژورناليزم يوازې د معاش او مالي ګټې مسلك نه دى بلكې د يو ستر ټولنيز ارزښت په وړاندې تعهد او مسئوليت ګڼل كيږي ددې لپاره چې په افغانستان كې د ژورناليزم د اصولو، اخلاقو او خونديتوب لپاره معيارونه رامنځ ته شي ښايي ددغه بحث په برخه كې لاندې وړانديزونه مطرح كړو:
تر هرڅه مخكې فردي مسئوليت ډير د پام وړ دى، هر ژورناليست ته ښايي د خپل مسلكي اصالت او ژمنې ساتل په پام كې ولري، آزادي او حقيقت پالنه د داسې مسلكي اصالت بنسټ دى، راتلونكى اعتبار د بشپړې خپلواكۍ ساتلو او بې پرې توب محصول دى ناپلوي او بې پرې توب، د ځواكمنو له اغيز څخه ځان ساتل او حقايقو ته پام ساتنه د خبريال ټولنيز منښت زياتوي.
په دوهم ګام كې ښايي د هيواد په كچه داسې معتبره، مسلكي او باصلاحيته ټولنه رامنځ ته شي چې د ژورناليستانو صنفي مسئوليتونه، صلاحيتونه او حقونه خوندي كړي. موږ ډير ځله ليدلي دي چې كوم ژورناليست ته د ستونزو د پيښيدو پر مهال د ژورناليستانو بيلا بيلو ټولنو د اعتراض غږونه اوچت كړي دي خو په عادي شرايطو كې چوپ پاتې شوي دي. هيڅ ارګان د ژورناليستكي چار چلن، اخلاقو او بې پرې توب لپاره لوايح او مقررات نه دي جوړ كړي، د مطبوعاتو قوانين، چې د دولت له خوا جوړيږي، داسې مسايل نه شي څارلى بلكې دا په خپله د صنفي ټولنو دنده ده چې د خپلو مسلكي غړيو لپاره مقررات جوړ كړي.
 په دريم ګام كې هر آژانس، راډيو او خبري مركز په كلكه ښايې خپل خبريال وڅاري، چې له چا سره پټ او ناقانونه روابط ټينګ نه كړي، دا ځكه چې د خبريال پټې معاملې د اړوند خبري ارګان اعتبار او حيثيت ته تاوان پيښوي.
 په څلورم ګام كې دولت، ګوندونه او نور ځواكمن ارګانونه د ټولنيزې ښيګڼې او عامه ګټو لپاره نه ښايي له ژورناليستانو سره تورې اړيكې ولري، ګواښ، تطميع، بډې او هر راز غيرقانوني ارتباط هم ټولنيز بنسټونه (د دولت په شمول) او هم خبري رسنۍ له رسوايي سره مخامخ كولاى شي.
د داسې ورځې په هيله چې د ژورناليستكې اخلاقو يوه كامله مجموعه خپره شي او افغان ژورناليستان يې د خپل كار پر مهال په پام كې وساتي.

 

**********

دروازهً کابل

 

سال سوم                  شمارهً ۵٩       اکتوبر       2007