کابل ناتهـ، هدایت الله هدایت، پیام

کابل ناتهـ   kabulnath

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

هدايت الله هدايت

 

 
 
 

 ګران ورور ايشور داسه  سلام!

 

ستا فراخوان د کابل ناتهـ  د طرفه خو د هجرالاسود لخوا زما پر آدس راورسېد !!

ددې فراخوان متن ډېر عاطفي  وو او دافغانستان په اوسني ويجاړ حالت کې ډيري نوري پوښتني هم را پورته کولای سي !

 

 ايشور داسه وروره! 

تاسو پوهيږی چې په افغانستان کې لا اوس هم يو مضبوطه مرکزي حکومت نسته چې داسي پوښتني او غوښتني دي حل کړي . دلته هر جنګ سالار هر څه کولای سي .  خو د برحاله اساسي قانون مواد و ټولو اتباعو او اديانو ته دهغوی حقوق تثبيتوي اوهغه په رسميت  پېژني  .

 

د بلي خوا دغه حکومت اوس هم دشمال د بې مسؤليته جنګسالارانو په ولکه را ګير دی . دغه ډله د هنډوانو او سيکانو په څير د ډېرو نورو لږکيانو څخه دداسي ستونزو په راپيدا کېدو کې د ځان په ګټه ناوړه او ناملي استفاده  کوي .

 

څه موده مخکې هم  داسي څه وويل سوه چې د طالبانو ددورې هغه ناوړه کردار ته  ګوته نيول سوې وه چې ګني  طالبانو د هنډواڼو د پېژندګلوی او تشخيص په هکله هغه برجسته کړې وه  . دغه کمپاين دغه عمل ګويا  دافغانستان پر  ډېرکيو يعني پښتنو باندي وتړل سوچې  ګني هغوی غوښته  د هندواڼو په مقابل کې داسي يو انساني ضد عمل تر سره کړي . شايد ددغه کړيوهدف به داوو چې  هغه د ځان او يا دخپل فرکسيون په ګټه دهغه څخه د پښتنو په ځپلو کې کار واخلي  او يا داچې د طالبانو  سرغنه  او دهغوی هر ناوړه عمل پر پښتنو باندي وتړي !

 

اوس هم دغه ناوړه عمل چې تاسو يا حجرالاسود و هغه ته اشاره کړېده حتماً به د شخصي او يا عمدي پېښي په جريان کې  را مينځته سوې وي چې زه نه يم په خبر،خو په تأسف سره ددې نه بايد بل شاني استفاده و نسي  . زه يقين لرم چې دغه شاني پيښي په هيڅ ډول ولسي او بنياي ريښې نلري او دا صرف د سياسي بهره برداريو په خاطر قصداً د معينو افرادو او ډلو لخوا را پورته کيږي چې اوبه خړي کړي او دنسبي تشنج په رامينځته کېدو کې  د ځان په ګټه دهغه څخه کار واخلي  . زه پخپله ددې کار سره چې هر هدف  ئې تر شا پروت وي مخالف يم او هغه غندم .

 

ایشورداسه وروره !

زموږ هیواد ګران افغانستان اوس هم دنړی والي بازيو په مرکز کې پروت دی . دلته و هر بڅرکي ته جلا جلا خوبونه ليدل کيږي . تاسو بايد هوښياره اوسئ چې هر بڅرکي مو پخپل ځان پسې را کش نکړي !

په دې وطن کې ډېر څه لا پر لاره دي، او دلته ډېر څه لا ندي حل سوي . تاسو حوصله ولری او هوښ کوی چې د خپل سيکهه ـ هندو سوله دوسته افغاني کمونيټۍ رسالت  هېرنکړی !

په درناوي

 

۲۲ سپټامبر ۲۰۰۷

**********

دروازهً کابل

 

سال سوم                  شمارهً 58      اکتوبر       2007