کابل ناتهـ، حبیب الله  غمخور لیکنه

کابل ناتهـ   kabulnath

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

حبيب الله غمخور

اخير څومره سپين سترگی  اودڅه لپاره

 

لاتراوسه ئې ماغزه په قرارندی                                    چاچې ماسره وهلی سرپه سنگ دی

 

پدې وطن کې پښتانه غوڅ اکثريت دي پښتوبايد حاکمه ژبه وي .

 

 

درنو هيوادوالو!

نن مي داريانانت  په نامه ويب پاڼې ته ددې لپاره سرورښکاره کړچې وگورم  بيا یې دپښتواوپښتنوپر خلاف  څه ليکلې دي .

ټول هيوادوال پدې خبر دی چې دغه او يوشمير نورسايټونه چې  دبېگانه چينونه اوبه څښې ،يوازنۍ هدف ئې ملی بې اتفاقيوته لمن وهل ،دپښتواوپښتنو پرخلاف دليکنوخپرول دي . داپاڼي ټول عمر په خپلونشراتو کښې هغه مطالب خپروی چې دپښتنو اوپښتوژبې ،افغاني کلتوراوملي يووالي سره دنفرت بوي ځېنې پورته کېږي . ددې ليکنو په لړکښي پرون دسنبلې په اتمه پدې ويب پاڼه کښي يوه بله افغان دښمنه ليکنه د((فاشیزم قومی در راد تلویزیون ملی بیداد می کند)) خپره شوې ده .  ددې ليکنې ليکوال پرځان جوادنوم ايښۍ دی، داچې داښاغلی جواد څوک دی اوله کومه ځايه دپښتنوپرخلاف ليکنې کوي دومره مهمه نده ،خو اساسي خبره داده چې دوي په خپلودغوبې شرمانه ليکنوسره غواړی دپښتنوپه هيوادکې دهغوي پرخوله مهرولگوي ، داډله په افغانستان کې دپښتو ژبې داستعمال سره خپل نفرت اوکرکه نه پټوي اوهيچاته اجازه نه ورکوي چې پښتو ووايي اوياپښتانه په دولتي څوکيوکښي په کاروگماری  . داډله غواړي دښاغلي رباني دحاکميت دد وران په دودپښتوويل منع کړی .هر چيري چې پښتوويل کيږي اوياکه په کومه اداره کې پښتوژبې ته پام اړول کيږي  دوي ورته سمدلاسه هغه فاشيستي حرکت وايي ،ولي داچي څوک فاشيستان اوفاشيزم ته لمن وهې دهرچاپه کړو اوليکنوکښي له ورايه څرگنديږې  . رښتياخوداده چې پدې وطن کې پښتانه غوڅ اکثريت دي پښتوبايد حاکمه ژبه وي .

يوځل بيا په تکرار وايم چې زه دخپل هيوادداوسېدونکوله هيڅ ژبې سره مخالفت  نلرم بلکه دهغوي درناوی کوم په پياوړتيا ئې خوښېږم،په همدې دليل دهرې ژبې پرخلاف ليکنه ،څرگندونه اودژبې سپکاوۍ دافغانيت خلاف حرکت بولم اوداهم دټولوافغانانوملي وظيفه گڼم چې دداډول بيگانه وواوپښتون دښمنو پرخلاف قلمي ځواک په کوټلې توگه وکاروی .

رابشو اصلی مطلب ته :

پدې ليکنه کښي ښاغلی جوادليکې ((فاشیزم قومی در راد تلویزیون ملی بیداد می کند. . . . عمل نظری،  آیینه ی تمام نمای سیاست کرزی وهم تباران اودرجامعه است که بیداد آن دارد حالا رادیو تلو یزیون ملی این نهادبا قدامت وپربار فرهنگی کشور رابر دیارعدم می سپارد.هر آن چی که حالا باید صورت بگیردبه زبانی باشدکه آقای نظری رئیس عمومی رادیوتلویزیون ملی به آن تکلم دارد وزبان مادری اش است . ))

لومړئ غواړم داټکی په گوته کړم ، وگورۍ يومسلکی اودتجربې خاوندوطنپرست کدردوي ته دمنلووړندی . ښاغلی نظري په خپل مسلک کښي دډاکتری ډگري لري ،څوکاله پدې کارکې تجربه لري اوزموږ دهيواديو پېژندل شوی ژورنالست اوليکوال دی .دهغه لاسونه پاک دي ،رشوت نه خوري اوخيانت ئي ندي کړی ،هغه دتنظيمو،مقاومتواوپه بهرپوري تړلوسره په هيڅ ډول سرنه ښوروي اونه هم اړېکي لري . ديوه عالم اومسلکی شخص په توگه په افغانستان کې دژبوانډول په خپله مربوط اداره کښي په نظر کې نيسی . پدې دليل پښتنودښمنوپر سر اوربل شوئ دی اوددوي لپاره پدې څوکئ کښي دمنلووژندی  . دوي غواړي يوايران پلواوپښتون دښمنه پدغه مقام وگمارل شي .

بلې جوادصاحب !

تاسوولې نظرې صاحب مجبوروی چي دخپلي مورنئ ژبې پرته په بله ژبه خبري وکړی ولې تاسو غوندي جنابان چې دپشتنوپه وطن کې اوسۍ پښتونه زده کوی ؟ تاسودکوم  فرهنگ پربارکشور ارمانجن ياست ؟که چاپښتو وويل اوپشتوته ئې په درنه سترگه وکتل داپرباره فرهنگ ولي سمدلاسه له خطرسره مخامخ کيږي ؟ بلې ممکن نظري صاحب موجوديت ايرانی فرهنگ ته خطرناک وي ،ممکن دهغه په موجوديت کښي  دراډيوتلو يزيون نشرات  افغاني بڼه واخلي اوملي شي يعني دپښتوژبې ونډه هلته ترنوروژبودرنه شي .

جالبه ده ټول پښتانه مکلف دی چې دري زده کړی خودانوربيادپښتوژبې زده کولوته اړتيانلري  اوځينې خرڅ شوی ليکوال ئي حق لري دپښتو ژبې سپکاوی وکړی  ؟

تاسوليکۍ ملي تلويزيون دنابودی په لوردرومي ځکه پښتون اوپښتوژبۍ ئې مسوليت پرغاړه لري . که خفه نشئ  راشه حقيقت يوځل بيادرته ووايم ،ددې وطن غوڅ اکثريت پښتانه دي اوترهرچاپښتنوددې هيوادپه ساتلوکې سروونه قربان کړی دي،داچي يوشمير چارواکې پښتنو اوپښتوته خيانت کوي اوپه بله ژبه ږغېږې  هغوته به هم پښتانه غوږ پېچ ورکړی اوهغه هم بېگانه بولې .

پدي اساس په ټولوهغومؤسسوکښي چې په فرهنگی اړخ پوري اړلري  اوهلته دژبې مسله مهمه وي بايد پښتون اوپښتو ژبۍمقررشي ،له نيکه مرغه پښتانه ستاسوپه اصطلاح دقحط الرجال  سره مخامخ ندي ،په مختلفوبرخوکښي بې شماره علمي اومسلکي کدرونه لري . هغه متل دي وايي ((که نن دي که سبادي داملک دشادولادی ))بسته ډيره حوصله اوترکو مه حوصله ؟

 يوه بل ټکي ته هم بايد ټول پښتون اوپښتودښمنه جدي پاملرنه وکړی  په هر اندازه چې دوي دپښتو اوپښتنوپر خلاف ليکنې کوي په هغومره پښتانه نورهم متحداوغښتلي کيږي ،دې ټکي ته پام را اړوی چې دادپښتنو مخالفين له کومه شول اوڅوک ئي هڅوي؟ داکوم انصاف اوستاسوپه ويناافغانيت دی چي يوشميرتلويزيونو نه  اوراډيو گانې  يوازي هغه وخت پښتو خپروي چې هغه مطلب په بله ژبه نه وي ،اوددوي په  خپرونوکښي  په دوامداره بڼه  دپښتو اوپښتنوسپکاوۍ کيږي ،دغومحترمينويوه ورځ هم ونه ليکل چې ولي دپښتو اوپښتنو سپکاوی وشي ،اوياداسپکاوی فاشيزم اودبېگانه په گټه حرکت دی .

دليکني په دوام بل ځاي داښاغلي ليکي : 
((مثال برجسته ی آن نشر نه کردن کست های آورده شده ی هیئت ایرانی به ریاست آقای احمدی نژاد رئیس جمهور آن کشور است که پس از چهل سال به افغانستان آمدند.
آقای نظری به مسئوولین هدایت می دهد تا کست ها را از لحاظ پالیسی نشراتی چک نمایند و مسئوولین بعداز چک با وارد کردن نظریات شان آن راقابل نشر می دانند.
آقای نظری هدایات نایریشن آن را از زبان دری به زبان پشتومی دهد. وقتی استدلال می شود که ایرانی ها پشتونه می دانند. برنامه باید به زبان فارسی که خود شان آماده کرده اند نشر شود.
وقتی فضا به مذاق آقای نظری سازگارنه می باشد آن گاه بدون ملاحظه ی روابط سیاسی، دیپلوماتیک، تاریخی، همسایه داری و گذشته از آن رعایت عرف ومهمان نوازی که افغان ها دارند هدایت می دهدکه از نشر برنامه صرف نظرگرددوچنین می شود.))

اوس خبره معلومه شول چې قيصه چيري ده ؟؟؟

داښاغلی پدې خوابدی شوی چي ولي داحمدي نژادراوړل شوی کسټونه کټ مټ نه خپرېږي  .

خودي ټکي ته بايد پاملرنه وشي :

۱/ داداحمدي نژاد وطن ندي ،هرڅه چي ئې راوړي هغه بايد کنترول اودافغانستان ددولتي پالسۍ اوملي گټوپه نظر کې نيولوسره خپاره شي . ماکسيټونه نه دي ليدلې،اوداهم راته سوال دی چې دې ښاغلي کسټونه دڅه لپاره راوړي دي ؟

هلته ممبرونه کم دي ؟ چې دلته ئې هم کسټونه راوړل . په هر حال پدي پوره باورلرم هغه بدنيت چې ښاغلی احمدي نژاد ئې دافغان ولس په اړوندلري هرومروبه پدغوکسټونوکښي هم دايراني اخوندانو سياسي اومذهبي موخې نغښتي وي . ښاغلی نظري صاحب ملي مسؤليت لري هرڅه چي نشرته سپارل کيږي بايدله نظره تير ئې کړی اوپرې خبر وي چې څه نشرته سپارل کيږي .

۲/ که تاسو رښتياهم افغان ياست ولي مودومره پدې ټکی خوابده شوي ده چې دايران دجمهورریيس احمدي نژاد راوړل شوي کسټونه ترکنترول وروسته نشريږي ، اوياهغه پښتوکيږي .تر کومه ځايه ماته معلوميږي له ايران سره موعلاقه تر افغانستان زياته ده .

۳/ په کومه خوله داخبره کوی چې افغانان مهمانوازه دی  ؟ بلې افغانان اوپه ځانگړې توگه پښتانه مهمان نوازه دي ،خودهغه ميلمه په مقابل کې چې بدئې چاته نه وي رسېدلې .احمدي نژاددافغانانو(پښتنو،هزاره گانو، تاجکو، ازبکو، ترکمنو،هندوانواونوروقومونو)) لپاره يونابلل شوی ميلمه وو.اياهغه څوک چې په ټوله بې شرمۍ سره ئې دټولونړيوالومنل شوپرنسيبونو،اواخلاقي نورمونوخلاف په وحشيانه توگه دتر ۲۰۰ زره زيات افغان کډوال له ايران څخه په زوروايستل ،دا ددستی اوښه گاونډي توب علامه ده ؟ ؟؟

دغه حرکت ته تاسو بشردوستي،اسلاميت اوانسانيت واياست ؟؟؟

اياداسي يوڅوک به څنگه افغانانوته دقبول وړوي ؟

 اوس هم داحمدي نژادسره دافغانيت په دودکړنه شوې ده ،کنه بايد په خوساهگيولړل شوی واي ،ترڅوداورته څرگنده شوې واي چې په افغانستان کې لاس وهنه اودافغانانوبې عزتی کومي پايلي لري .مگر موږ داکار ورسره ونه کړ.

ښاغلی جواد ليکي :
((حالا فاشیزم قومی رادیو تلویزیون ملی را در چنگال بیداد گرفته است که هر چی بخواهند می کنند.

نظری رئیس عمومی، احمدی معاون ریاست عمومی، مدقق رئیس نشرات رادیو همه از یک قوم . زیر دستان و مدیران مدیریت های عمومی مطرح نیز در حال تغیر و تبدیل اند که به احتمال غالب از اقوام و خویشاوندان نظری خواهند بود.همچنان آقای نظری با مدیریت تیپ جدید (ابتکار خود اش) در اوایل از حداقل یک هزار و هشتصد نفر کارمند رادیو تلویزیون گزارش دیگرانه پس از ختم کار می گرفت. حالا شما ببینید که او حداقل چی قدر وقت باید داشته باشد که تنها در روز یک هزارو هشتصد ورق را بخواند اگر هر ورق را حداقل در یک دقیقه بخواند یا می خواند یک هزار و هشتصد دقیقه می شد. این یک هزار و هشتصد دقیقه معادل به 30 ساعت است که آقای نظری 6 ساعت از هر روز عقب می ماند در خواندن گزارشات. قضاوت کنید که تا کجا قحط الرجال در این وطن حکم فرما است که حتا مدیری نه می داند که مدیریت چی گونه است؟ و منجمنت و اداره با کدام اصولی باید سازمان داده شود؟در فشانی دیگر آقای نظری، بی نظری وی نسبت به کادر ها و نخبه گان عرصه ی ژورنالیزم در رادیو تلویزیون ملی است که خطاب به آن ها می گوید. (اضافه کاری، مأکول، امتیاز و سایر کمک های پولی جزء معاش وجود نه دارد کسی که خوش است باشد کسی که نیست خدا حافظ اش.) در شرایطی که رادیو تلویزیون ملی افغانستان را رقابت های سنگین تجارتی تلویزیون های آزاد تحت شعاع و تأثیر قرار می دهد و کادر های آگاه همه روزه از رادیو تلویزیون دور می شوند، آیا؟ این منطق مدیریت نوعی فرآیند جهالت و نادانی مدیر یک چنین نهاد معتبر اجتماعی نیست .جواد))

ماته معلومه نشول چې ښاغلی جواد کومه دنده لري اوولی ځانته داحق ورکوي اويي : نظري دکارمندانو نه گزارش غواړي اوياولي بيله علاوه امتيازنه خلک کارته مجبوروي . داخوډيره ښه خبره دي چې ښاغلی نظري هر ورځ ددې ادارې دکاراو فعاليت  په هکله  دخپلوکارمندانواندونه پوښتي ،داچي کله ئې وايي اوڅه وخت ددې کار لپاره وخت پيداکوي،ښاغلی جواد! داپه تاسوپوري څه اړه لري؟ دادهغه کاردی .

وايي نخبه گان راديوتلوزيون پرېږدي .کومونخبه گانو پرېښود ؟حتمأبداسي نخبه گان وي لکه تاسو؟دانخبه به څوک څه کوي چې تر وطن ورته پيسې گراني وي . پدې وطن کې چې هرڅه دبهرنيانوپه پيسوترسره کېږي ، ښاغلې جوادصاحب !  پدې مو بايد سر خلاس وي چې داپردۍ پيسې بله ورځ بيرته ورکول هم لري . که په نورودولتي اداروکې چوردي داښه خبره ده چې نظري صاحب خپل ترلاس لاندي کارمندانوته داتشريح کړيده چې دوطنپرستۍ داحساس اومسؤليت پر بنيادبايد له علاوه امتيازغوښتنونه تيرشي .پدي هم بايد خبرشی چې نظري صاحب داداري دسپلين پلوی دی  .

که نظري صاحب ملي تلويزيون له دغه حالت نه چې پخوا وونه راوايست  اودبې شميره افغان دښمنوتلاښونه بريالی شوه ،پدي باورلرم چې ډيربه خوښ شې .تاسو اوستاسوپشان خلک تنهادخپلوافغان دښمنوموخولپاره په خپلو خبرو اوليکنو کښي دافغان اوافغانيت نوم اخلۍ اودهيوادسره دميني خبره کوئ ، کنه نورله افغان اوافغانيت سره ښه نيت اومينه نلری ،داټول ستاسوپه ليکنوکښي له ورايه لمر غوندي ښکاري  .

ښه داخوسوه دجوادصاحب ليکنه .

راځودې خبري ته ،زماپه عقيده نورداوخت رارسېدلی دی چې داډول هرې ليکنې ته پرخپل وخت جواب وويل شي اوکه اړتياپيداشي دنړيوالومحاکموله لاري دحقوقوداعادي  ترنامه لاندي محاکمه وغوښتل شي ،ځکه هيڅوک حق نلري دبل چااوقوم سپکاوی وکړی  . يوه پښتون هم دبل قوم اوبلې ژ‌بې پر خلاف څه ندي ليکلې ،خويوازي څودگوتوپه شمير کسان دي چې په واقيعت کښي پخپل قوم کې هم، بېگانه اورټل شوی دی ځانونه دوړوقومونومدافع وکيلان شمېري اودواړې پښې په يوه موزه کې په ډيره بې شرمۍ دپښتنواوپښتوپر خلاف ليکنې اودپښتنوسپکاوی کوي . دادملي ارزښتونو او ملي منافعومسله ده هيڅوک بايد داحق ځانته ورنکړی چې دپښتو اوپښتنوسپکاوی وکړي  .

له ټولوپښتو اودرې ژبوملي ليکوالونه مې غوښتنه داده چې دې ملي ضد اوپښتون ضد حرکت ته چوپه خوله پاته نشي ،نور چوپ وه اويایې دخپل قوم اوژبې سره خيانت وکړچې اوس هر کس اوناکس پر پښتنوملنډي وهی . هرڅه پاي لري اوبايد وئې لري .

دپښتنوپه سپکاوی کښي دگټولټول دځان غولول دي . داوس لپاره پاي

 

 

**********

دروازهً کابل

 

سال سوم                  شمارهً ۵٦       سپتمبر       2007