کابل ناتهـ، وکیل شینواری شرعی درواغ لنده کیسه

کابل ناتهـ   kabulnath

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

شرعي درواغ

 

 

لیکوال :عبدالوکیل شینواری

عاليجناب ولسمشر!
پوره مياشت د مخه م
ې ځوانه مېرمن له يوې وسله والې ډلې سره چې ستاسو په تنظيم او د کورنيو چارو په وزارت پورې تړلې ده، د تذکرې او نکاحنامې په نه لرلو بنديوانه ده.
عاليجنابه !
له هغ
ې ورځې راهيسې چې دا پېښه شوې، شپه او ورځ راباندې يوه شوې، خوب مې تښتېدلی. په دې ټوله موده کې راڅخه هېڅ چارواکی د پاټک او پوستې له قوماندانه نيولې تر لويو اميرانو، قوماندانانو او وزيرانو پاتې نه شول. د هر چا ور مې وډباوه او هر چا ته مې ځولۍ په ځمکه وغوړوله. په عذرونو، زاريو، ژړا او انگولاوو مې ستونی وچ شو، خو تر دې دمه مې هېچا په عرض غور ونه کړ اوس مې دا دی ستا لمن نيولې.
هيله ده خپله لورينه را
څخه ونه سپموئ او اړونده ارگانونو ته امر وکړئ چې ښځه مې په حيا او پرده کې بېرته راوسپاري او که دا کار نور يوه ورځ هم وځنډېږي د ارگ ترمخه مې سبا د اور په لمبو کې ننداره وکړئ!
ولسمشر چ
ې څنگه د عارض په عزم او پرېکړه وپوهېده، ناببره يې له خولې چېغې وختې:
-
پام د خدای (ج) او د هغه د رسول الله (ص) لپاره چ
ې د دې گناه او خطا مرتکب نه شې. هسې مې بيا د بشري حقونو د څار نړيوالو ټولنو په خوله کې مه وراچاوه، نور خو د هغوی راپورونو دوه پوزو ته راوستی يم.
بيا ي
ې په کراره شان عينکې له سترگو ليرې کړې، ځوان ته يې مخ ورواړاوه او په ورو شان يې وويل:
-
خدای دی دوی په خپل غضب اخته ک
ړي.
له د
ې وروسته يې ځوان وپوښت:
-
ته نو ول
ې په هماغه ورځ رانغلې، که اوس دې په ښځه څه واقعه راغلې وي!؟
ځوان په احساساتي بڼه ځواب ورکړ:
څه مې زړه راسپړې جنابه!
ډېرو وړو ځايونو او وړو خلکو ته مې د څومره خلکو ورونه ډبولي او څومره په زاريو مې ځان وررسولي. دې ځای ته نو راتګ دومره اسانه دی څه!؟
ولسمشر خورا جدي شو:
-
پوه
ېږم ځوانه چې ما ته راتگ له ډېرو دروازو او ډېرو واسطو ډک دی، خو دا ومنه چې دا د وخت غوښتنه ده. زه که همدومره دوستان او خواخوږي لرم، له دې زيات دښمنان هم لرم، که زر قوماندانان مې سر سپارلي پلويان دی، له  زر او دوه زرو زيات مې وينو ته تږي ناست دی، خدای دی خاندان له ولسمشرۍ ساته.
بيا ي
ې په ږيره لاس راکښود:
-
که نه په خدای قسم خورم چ
ې زما دربار به د عمر فاروق دربار وای. ما خو د همدې لپاره قيام کړی، دوعا وکړه چې خدای دې زما دښمنان چې زما د دين او دنيا دښمنان دي، غرق کړي.
ورسره منشي، د دفتر رئيس او سرمشاور په يوه غ
ږ تکرار کړه آمين.
له آمين ويلو وروسته ي
ې ورو شان وويل :
-
ته به بيا وگور
ې چې زه په دغسې ظالمانو څه کوم؟
ځوان په ورو له خولې ووتل:
-
خدای د
ې مه بدرنگوه، خدای دې تخت وبخت برقرار لره.
ولسمشر او ورسره کسانو بيا په يوه غ
ږ وويل:
آمين.
ولسمشر خپل د دفتر رئيس ته مخ وروا
ړاوه.
عارض
څه وخت عرېضه درسپارلې؟
د دفتر رئيس
ځواب ورکړ:
-
صاحب لس ور
ځې.
ولسمشر په غوسه شو:
-
دومره لويه خبره او اوس ي
ې زما غوږ ته رااورئ؟
د دفتر رئيس په ارامه شان
ځواب ورکړ:
-
جناب عالی، د
ې ته ورته ۲۵۰۰ دوسيې راسره دي.
ولسمشر په غوسه م
ېز وواهه:
-
زما پاچاهي به نو
څنگه نه ړنگېږي، په دوو نيمو مياشتو کې دا ډول ستر جنايات.
بيا ي
ې حاضرو کسانو ته مخ ورواړاوه:
-
ول
ې له ما دا ډول پېښې پټوئ، زه نو د څه لپاره دلته ناست يم؟
بيا ي
ې سر وخوځاوه:
سمه ده چ
ې دا ساده ولس په هره خبره غولولی شم، خو خدای گورئ نه شو غولولی. تاسې وواياست خدای ته به سبا څه ځواب وايو؟
د ولسمشر مشاور مخ وروا
ړاوه او په سړه سينه يې ځواب ورکړ:
-
صاحب! دوی هر
څه زما په مشوره کړي دوه نيم زره خو يوازې هغه جرمونه دي چې تر موږ رارسېدلي، داسې وگڼئ چې له هر امنيتي ارګان سره د دې لس چنده د جناياتو دوسيې ثبت دي.
د ولسمشر د دفتر رئيس ي
ې په تاييد وويل:
-
او خدای د
ې د ولاياتو له جنايي جرمونو مه خبروه د دغو ټولو ارقام له لکونو اوړي.
-
ولسمشر وغور
ېد:
-
نو دا وليان و
ېده دي، د خدای په قهر دې ککړ شي!
سر مشاور بيا په خبرو ک
ې ورودانگل:
-
واليان چ
ېرې وېده دي، واليان که وېده وای، په ولايتي چوکيو به داسې اور لگېده!؟
چ
ې څه غاړه يې تازه کړه خبره يې پسې وغځوله:
-
صاحب و
ېده يې بولې که وېښ، خو رئيس صاحب مه گرموئ. که د دې ټولو گزارش ستا تر غوږه درورسوي، په دې به کلونه واوړي او موږ نه غواړو په داسې وړو مسالو ستاسو قيمتي وخت ونيسو او يا مو خدای ناخواسته روغتيا ته زيان ورسوو.
د دفتر رئيس ي
ې په پلوۍ وويل:
-
سرمشاور صاحب ر
ښتيا وايی جنابه! تاسو ته د هېواد ستر مسؤوليتونه درپه غاړه دي.
سرمشاور موسکی شو:
-
ر
ښتيا ده صاحب! دا کار پرېږده قاضيانواو څارنوالانو ته.
ولسمشر په غوسه غوند
ې شو.
-
قاضيان چ
ېرته دي، د جوماتو ملايان مو راټول کړي. تېره ورځ د بهرنيو چارو وزير وړانديز وکړ چې ټول قضايي سيستم بايد له بنسټه واوړي. ما سره له هغې چې پخپله هم له جوماته راوتلای يم، د وزير وړانديز ومانه، خو خدای دی ځېنو وزيرانو ته چې شمېر يې هم کم نه دی خير ورکړي، له يوه سره مخالفت وکړ:
سرمشاور پو
ښتنه وکړه:
-
څه وای صاحب، ولې؟
ولسمشر
ځواب ورکړ:
-
ټولو په يوه خوله وويل چې تحصيل يافته قاضيان او څارنوالان ټول د پخواني رژيم بقاياوې دي او په دې سره به شرعي نظام له لوی خطر سره مخ شي.
ولسمشر چ
ې څنگه دا خبره خلاصه کړه، بيا يې ځوان ته وکتل او لکه له خوبه چې راکښېني، وويل:
ښه دا د حکومت او دولت خبرې په کال هم خداېږو خلاصې شي. اوس دا ووايه چې ښځه دې ځوانه ده، که زړه؟
-
صاحب نن ي
ې ۲۱ کاليزه وه.
ولسمشر موسکی شو:
-
مبارک! ما شاء الله، ما شاء الله!
ځوان چې له درده او کړاوه سوځېده، ځواب ورکړ:
-
صاحب! که بي
ړه ونه کړئ، نن ورځ هم لاړه.
ولسمشر ي
ې په تاييد وويل:
-
هو ور
ځ خو لاړه او دا د خدای ناترسه چې په رڼا کې ما ته غوږ نه نيسي، په شپه کې مې کله امر مني؟
بيا ي
ې په ډاډيېنه وويل:
-
ځه خدای مهربان باچا دی، نن يې ضرور چاره کوم او که مې څه ونه کړل، بيا به د اعتراض په ډول په ارگ پښه کښېنږدم.
له د
ې وروسته يې وپوښتل:
-
ښه دا ووايه چې ښځه خو به دې په حجاب کې وه، گوره ځوانه زموږ زلميان له دې معاملې سره ډېر حساس دي او کله چې خبره د شريعت شي، بيا د وزير څه چې زما لحاظ هم نه کوي.
ځوان ځواب ورکړ:
-
صاحب!
څه درته ...
ځوان لا خبره بشپړه کړې نه وه چې ولسمشر يې په خبرو کې ورټوپ کړ:
-
بوقره ي
ې اغوستې وه.
ځوان په وارخطايی وويل:
-
بوقره !؟
ولسمشر وويل:
-
بل
ې بوقره! ځکه زموږ ځېنې مجاهدين عصري حجاب هم بد گڼي. زما خپلې ښځې او لوڼو هم هېڅکله بوقره نه ده اغوستې، او تل عصري حجاب کې پټې وي، خو زموږ واک کې شريک تنظيم له بوقرې پرته بل هر ډول حجاب نفی کوي. بس څنگه يې کوې، خدای دې ورته هدايت وکړي.
بيا ي
ې د دفتر رئيس ته مخ راواړاوه.
-
دا واقعه چ
ېرې پېښه شوې ده.
رئيس
ځواب ورکړ:
-
په پل محمود خان ک
ې.
ولسمشر وپو
ښتل:
-
هغه پوست
ې زموږ په تصرف کې دي که د دوستانو؟
-
دوستانو!
ولسمشر په بي
ړه تېلفون ته گوته ونيوه.
-
رئيس صاحب! په بي
ړه مې د هغوی د تنظيم له مشره سره وصل کړه، هسې نه چې دا ځناور کوم تاوان ورواړوي.
رئيس ژر د ت
ېلفون د نومرو يوه کوچنۍ کتابچه چې د ډول ډول اشخاصو د تېلفونونو شمېرې پکې ثبت وې، راواخېسته او چې څنگه يې نومره ومېندله، ژر يې په داېرولو گوتې پورې کړې، خو لا يې وروستۍ نومره نه وه وهلې چې ناببره غبرگ د کورنيو او دفاع چارو وزيران په دروازه راننوتل:
ولسمشر د وزيرانو په ليدلو ژر له
ځايه پورته شو هرڅه ترې هېر شول او په بيړه په رټلو او غندلو شو:
-
دا
څه حال دی، د خدای لپاره!
بيا ي
ې ځوان مخاطب کړ:
-
د ده له حاله خبر ياست!؟
داخله وزير غو
ښتل ځواب ورکړي، خو د دفاع وزير ترې ړومبی شو.
-
د ده غوند
ې په سلگونو ځوانان دي چې د رنگارنگ تجاوزونو قربانيان دي. ما خو درته وويل چې د دغو ځناور ملگرو مو دښمنان ښه دي چې رانږدې يې کړو، څنگه يې کوې چې موافقه نه کوي.
رئيس په قهر غبرگون و
ښود.
-
هغه ستا
ځنارو څه وکړل، هم يې جهاد کې را ته مجاهدين په وينو کې ولمبول او اوس هم زموږ مخالف جهاديان پرې حلالوې.
وزير په قهر ورغبرگه ک
ړه.
که هغه نه وای، ولاکه خو په خوب ک
ې دلته راغلی وای په خوب کې!
رئيس په قهر
ځواب ورکړ:
-
دا ي
ې سر له سبا ستا، ما خو هغه ستا د قدرت شريک ته هم څو ځلې وويل چې راشه، چې درمبارک يې کړم. دا نو دربار دی که زندان چې په کېلومترۍ کې دې څوک امر نه مني او چې په اطمينان سره د راکټونو له بارانه په جماعت لمونځ هم نه شې کولی.
د دفاع وزير غو
ښتل څه ووايي چې د کورنيو چارو وزير په خبرو کې ورولوېد:
-
هيله کوم احساسات يو
ې غاړې ته کېږدئ. اوس نور وزيران راځي، په احساساتو او يو د بل په گرمولو نه کېږي، نن بايد جدي پرېکړه وکړو.
ولسمشر په قهر شو.
د
ې ځوان ته څه ځواب ورکوئ!؟
د دفاع وزير
ځواب ورکړ:
-
د د
ې ځوان کار له بده مرغه خلاص دی. ما د يوه امر په ځای دوه امره ورکړل او بيا مې خپلو ملگرو ته امر هم وکړ چې له زوره کار واخلي، خو داخله وزير مداخله وکړه او له جنگه يې منع کړم.
داخله وزير ي
ې د پرېکړې په تاييد وويل:
هو صاحب! که دا م
ې نه وای کړی، دا جگړه بيخي ستاسو تر ماڼۍ رارسېدی شوه.
ولسمشر بيا په غوسه شو:
نور
ې دا خبرې پرېږدئ، عمل وکړئ! ځوان مې له ولوږې وواژه. په يوه لاره يې رخصت کړئ، کيسه يې کوم ځای ته رسېدلې؟
د دفاع وزير وويل:
-
کيسه ي
ې ډېره خرابه ده. نجلۍ تېرې ورځې پورې ستاسو د خواخوږي او نږدې ملگري د تنظيم کسانو سره وه، خو له شماله راغلي ملگرو چې د نجلۍ حُسن (ښايست) ليدلی، د ستي يې په شنه زور ترې تښتولې.
ولسمشر په زوره چ
ېغه کړه:
-
رالن
ډه يې کړه چې څه يې پرې کړي.
د دفاع وزير لا د حال په ويلو شروع نه وه ک
ړی چې ولسمشر دستي د دفتر رئيس ته مخ ورواړاوه او امر يې وکړ.
رئيس صاحب! د يو
څو شېبو لپاره دا ځوان دفتر ته بوځئ.
رئيس په بي
ړه ځوان له دفتر وويست او چې څنگه دواړه له دفتره ووتل، نو وزير وويل:
-
صاحب سپينه به درته ووايم چ
ې د ځوان په ښځه نن يوه پهلوان نکاح تړلې.
داخله وزير ي
ې په تاييد وويل:
-
هو صاحب! نن م
ې د دې ظلم او تيري په باب پوره دوه ساعته د شمال له مشر سره خبرې کړي، هغه ډېر زيات معزرت وغوښت او ويی ويل: څو چې دی خبرېده بيا اوبه له ورخه تېرې وې. ويې ويل که پهلوان ته سزا ورکړې، نه يوازې به مزار بې ثباته کړي، بلکې د ټول شمال ثبات به له گواښ سره مخامخ شي، ځکه پهلوان ډېر ناړامه دی او پرېمانه جنگيالي لري، خو بيا هم که تاسې واياست، هغه حاضر دی چې دا کار وکړي.
ولسمشر په زوره چ
ېغه کړه:
-
نه، نه! ورته ووايه چ
ې هرګز دا کار ونه کړي، يو شمال روغ دی، هسې نه چې هغه هم خراب شي.
بيا په
څه چورت کې ولاړ، خو ژر په هوش راغی، د دفاع وزير ته يې مخ ورواړاوه:
-
ښه نو دې ځوان ته اوس څه ووايو، او که دی په رښتيا ځان ته اور ورواچاوي.
بيا ي
ې ټولو ته په يوه خوله امر وکړ:
-
گورئ هر قدم ي
ې کنترول کړئ نه چې د ارگ مخې ته دا کار وکړي.
داخله وزير په خبرو ک
ې ورولوېد:
-
صاحب
ځوان ته مو يوه لاره مېندلې.
ولسمشر حيران شو:
-
څنگه!؟
وزير
ځواب ورکړ:
-
پوره يو ساعت د مخه پخپله هماغه پهلوان راته ت
ېلېفون وکړ، لومړی يې پخپله گناه اعتراف وکړ، خو ويې ويل چې که دا نجلۍ پخپله عالي جناب هم ليدلی وای ورته ټينگېدای نه شو.
ولسمشر هم د نجل
ۍ د حُسن په فکر کې لاړ:
-
ښه، ښه اوس پوه شوم چې دا ځوان ولې ځان سېځي؟
وزير په خبرو ک
ې ورودانگل:
-
صاحب وم
ې ويل چې ځوان ته مو هم لار ميندلې.
ولسمشر په حيرانتيا وپو
ښتل:
بس وايه کنه، کومه لار!؟
-
صاحب پهلوان ژمنه ک
ړې چې په ټول شمال کې که په لس ښځو هم لاس کښېږدي په هماغه دم يې خپلې دي او د ولور او واده ټول لگښت يې هم دی ورکوي.
ولسمشر تندی وغو
ړېد:
-
ر
ښتيا دا يوه لاره ده چې ځوان به پرې خدای راضي کړي.
بيا ي
ې وزيرانو ته مخ راواړاوه:
-
خو گورئ چ
ې ځوان درنه ځان ونه سېځي، عاشقي ما هم کړې، خدای دی بنده ذات ترې ساتي.
له د
ې وروسته يې سرمشاور په خبرو کې ورننوت:
-
صاحب! دا خو سخته خبره ده، خو زما مشوره دا ده چ
ې له دې کيسې يې هېڅ مه خبروئ.
ولسمشر وويل:
-
ر
ښتيا وای، خو څه به ورته وايو؟
داخله وزير
ځواب ورکړ:
-
بس غا
ړه به بندوو کنه نه څنگه يې کوې؟ ورته وبه وايو چې ټوله پوسته په بېگانۍ جگړه کې له خاورو سره خاورې شوې.
په ولسمشر دستي دا خبره
ښه ولگېده:
-
بس خير يوس
ې.
بيا ي
ې وزيرانو ته مخ راواړاوه او امر يې صادر کړ:
-
بس اوس نو داس
ې وکړئ چې دستي پوسته له خلکو تشه کړئ او ټوپکيان بيخي شمال ته واستوئ او د پوستې مخې ته غوايان حلال کړئ او دېوالونه هم له مخې ونړوئ.
بيا نو
ټولو لاسونه پورته کړل:
-
بس خدای د
ې راته د داسې شرعي درواغو معافي وکړي.
ټولو په يوه اواز وويل:
آمين.
له لندنه برات
ېسلاوا ته په سفر کې

د ۲۰۰۷  کال د جون ۱۲

 

 

**********

دروازهً کابل

 

سال سوم                  شمارهً ۵۵        اکست       2007