کابل ناتهـ،

کابل ناتهـ   kabulnath

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

پوهندوی دوکتور سید حسام (مل)

 

گل رژیږی

 

 

که  لاس  وړاندی  کړمه  گل ته گل رژیږی

که  دیار  دیدن   ته زړه  کړم  لار بندیږی

زه  د یار  د مینی  سیند  کی   لاهو شوی

چی لاس هر شی ته نژدی کړم نه ټینگیږی

 

***

د آ شنا سترگی 

 

 

په   غلچکی   نظر   می  ولید   دآ شنا   سترگی

دتور  باڼو   لاندی   می   ولید    د ادا   سترگی

چی ور نژدی شم ځیر می وکتل سترگو ته یی

پلو یی  لری  کړه  ما  ولید  د مسکا   ستر گی

تر  تور باڼو  لاندی سترگی  خماری وه د یار

څه عجب ښکلی  بی جوړه  او د وفا ستر گی

دآ شنا ستر گی پر ما څه سحر  او جادو وکړ

چی هغه وخاندی د )مل( شی په ژړا سترگی

 

 

 

مارچ، کال دوه زره شپږ(جرمنی)

 

غیبی آواز

 

د  احمد شاه   بابا   له قبره   آواز  خیژی

وایی  ولی  نن   افغان   خلک   ځوریږی

ما  په څه کار  او زحمت  دا وطن جوړ کړ

اوس د تا سوله نفاق گور  می  سوځیږی

سر مو ښکته کړی یو ځل خپل گریوان ته

د  غلیم په    لم سون    ولی   زر غولیږی

د   وطن    مینه   مو  څه    شو   ا فغا نا نو

چی  وطن مو  د پردو  په لاس   ورانیږی

دا کم اصله  ا نسا نا ن   له کو مه   شوی

چی  د افغان   دغلیمانو   په  خوله   کیږی

دوی  له  اصله  افغان  نه دی   پردی  دی

عربی    ملا ،   طالب ،   دی     وپوهیږی

مونږ لم ړی  افغانان    بیا    مسلمان   یو

نوک   او غوښی   یو  له بله    نه  بیلیږی

ما ا سلام ویوړل لار ورکوو پنجابیان ته

تاریخی    پیښی     هیڅکله    نه    پټیږی

ستر   کلتور   د افغانان   پښتونولی  دی

افغانی   غرور  هیڅکله    نه  را ولویږی

د انگریز  غلا مان  ځان په دی  پوه کړی

چی افغان چاته هیڅ وخت نه تسلیمیږی

افغانی ځامنو   زر شی   سر ه   کیښینی

دغلیم دسیسی شنډ کړی وخت تیریږی

له نفاق او ځانځانی  نه لاس په  سر شی

افغانی  بیرق  او چت  کړی   چی  رپیږی

د   وحدت   تخمونه    وکری    وطن    کی

ډزی  بند کړی   چی افغان   بچی   ژړیږی

ما   آ رام   پریږدی   په  گور  کی  افغانانو

په نفاق  د ستا سو  روح  می  ډیر  کړیږی

                               ***

  

        جولای کال دوه زره اوه) جرمنی(

 

***************

دروازهً کابل

 

سال سوم                  شمارهً ۵٤        اکست       2007