کابل ناتهـ، شکست د باز محمد عابد لیکنه لنده کیسه

کابل ناتهـ   kabulnath

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

شكست

ليکونکې: باز محمد عابد

 

نن مې له سهاره طبعه خړه وه، له څو كسانو سره مې خوله ووهله، نږدې وو چې له يوه سره مې لاس اچولى و، مگر خداى خير كړ. اصلي سگرټ به ولگوي او بيا به وايي چې دا خو نقلي دى. يو خو دې خداى د دې كارخانه دارو انصاف روزي كړي، يو شى به لا راوتی نه وي چې بيا يې نقل جوړ كړى وي.

رښتيا زه د پيښور په يوه گڼ بازار كې د سگرټ خرڅولو كراچي لرم چې پيښوريان يې گاډى بولي. هسې خو په دې بازار كې د ناستې څه چې د ولاړې ځاى هم نه پيدا كيږي، مگر زه هم دومره مفت نه يم ناست. د بازار د دوكاندارانو د اتحاديې مشر راته د زنځير د تړلو او خلاصولو وظيفه په دې خاطر را سپارلې ده چې بازار ته موټر داخل نه شي. او د همدې زنځير له بركته مې په منځ سرك د سگرټو كراچۍ درولې ده.

هسې خو په دې بازار كې هر وخت گڼه گوڼه وي. خو د پشكال په ماسپښين كې په كې كراره كراري وي. چيرته يو كس نيم په كې ها خوا دې خوا كيږي چې هغه هم دوكاندار وي، د خريدار په كې هيڅ درك نه لگي.

په همداسې يوه ماسپښيني كې د خپل كار په چوكې ناست وم چې په يوه ملنگ مې سترگې ولگيدې، برگه خولۍ يې په سر وه، د كميس پر ځاى يې بنين اغوستى و، په ترخ كې يې تبرزين نيولى و، رنگداره ټوټې يې په مټو تړلې وې، كچكول يې په غاړه اچولى و، دوكان په دوكان گرځيده او لاسونه به يې د هندوانو د نمستى په څير غبرگول، چا به ورته په كچكول كې روپۍ نيمه اچوله او چا به بينوا رخصتاوه.

ما ته يې تاند زلميتوب راياد كړ، چې له مكتب څخه به پټ شوو او د سينما مخه به مو ونيوله. كله چې به د سينما په پرده د بت صحنه راغله او د فلم لوبغاړو به ورته د عقيدت په توگه لاسونه غبرگ كړل او د رام رام نارې به يې وهلې، نو د سينما په هال كې به د تو، تو غږونه بې واره اورېدل كيدل او هر چا به دا ښودله چې ما د بت پر مخ لاړې تو كړې او له گناه څخه مې ځان بچ كړو.

كله چې له سوچ نه راوگرځيدم، نو ملنگ را نږدې شوى و. كه څه هم زه په خيرات وركولو كې دومره ميړنى نه يم، خو نه پوهيږم چې ولې مې له ځانه سره پريكړه وكړه چې كه ملنگ له ما څخه څه وغوښتل، نو غوټې پنځه روپۍ وركوم گوندې په دې عمل را څخه خداى راضي شي. درې څلور دوكانه فاصله چې پاتې شوه، نو د ملنگ زما په كراچي نظر ولگيده، سپك قدمونه يې راواخيستل، د غوږ له غاړې نه يې سگرټ راواخيست، څو يې چې گوگرد پيدا كاوه، نو زه له خپل ځايه پورته شوم او د " جى رام جي كي جى" كلمات مې له خولې څخه ناخود اّگاه ووتل. ملنگ سم له واره لاسونه غبرگ كړل او د " بسم الله، بسم الله" كلمات يې تكرار كړل.

ملنگ سگرټ ولگاوه او په خپله مخه روان شو، خو زه يې له يوې دردوونكي ماتې سره مخ كړم. څه مې له ځايه طبعه خړه وه او څه له دې پيښې سره خړه شوه. د ملنگ څيره مې مخې ته ولاړه وه چې له ورايه مې په يوه لوړ دنگ سړي سترگې ولگيدې چې په خولو كې لوند خيشت را روان دى، د جومات د پوزكي خولۍ يې په سر كړې ده. درانه درانه گامونه را اخلي. زه د ملنگ سره د پيښې شوې واقعې د كفارې د ادا كولو په خاطر له خپل ځايه ولاړ شوم، د سړي مخې ته ودريدم او په ډيره عاجزۍ مې ورته وويل: كاكا كه خداى مې نه غلطوي تاسې په هيره كې د جومات خولۍ په سر راوړې ده.

مخکې له دې څخه چې سړى ځواب راكړي، ايسته يې پوريې وهلم او بيا يې وويل:

ها خوا شه ورك شه. اوس مې په پنځه روپۍ واخيشته.“

زما پريشاني نوره هم زياته شوه. تر تير مازيگر پورې مې چرت ډير خراب و. ماښام ته لږ وخت پاتې و چې يو شاعر ملگرى مې څنګ ته راغلو، په ترخ كې يې په شين پوښ كې نغاړلى كتاب نيولى و، د عادت له مخې مې لاس ور تير كړ، خو ملگري مې په كتاب ترخ ټينگ كړ او ويې ويل:

" پريږده زوروره، څه پرې كوې، مذهبي كتاب دى."

ماته يو ځل بيا ملنگ را په ياد شواو ملگري ته مې وويل:

راكړه مړه زه درته څه مذهبي سړى نه ښكارم.

كتاب مې ترې واخيست او چې څنگه مې په ليمو ښكل كړ، نو شاعر ملگري مې يوه مسته مانا خيزه خندا وكړه. ما په بيړه كتاب له پوښ څخه وايست چې غټ غټ يې پرې ليكلي وو ”گرنتهـ“ مصنف ”گروهـ نانك“ يو ځل بياملنگ را په ياد شو، څو شيبې مې د لاشعور په ويړه پرده د گندهارا تهذيب فلم وڅرخيده، په ايمان وويريدم او امنت بالله مې په ځان وويله.

پيښور لالي باغ

**********

دروازهً کابل

 

سال سوم                  شمارهً ۵٤        اکست       2007