کابل ناتهـ،

کابل ناتهـ   kabulnath

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

هدايت الله هدايت     

 

دپاکستان  اسلامي دلالان  اودلال مسجد خونړی انجام

 

« مــــه کــوه پــــه مـــا چــــې و بـــه سي پــه تــــا! »

 

۱۵جولای     ۲۰۰۷

اسټرليا

 

زموږ غمځپلي هيواد چې د نامرده ګاونډيانو د شومو نيتونو په خاطر په کنډواله واوښت نو په  دې برخه کې تر ټولو لويه ونډه  دپاکستان پوځي جرنېلانو دټولو په سر کې وژل سوی ډيکټاټور جنرال ضيألحق اخيستې ده .

 

دپاکستان  د کودتايي  او پوځي نظامو ځنځير  او د  تير دېرشو کالو خونړی بهير چې د جولای ۱۹۷۷ څخه را شروع کيږي ، دا لړۍ زموږ په هيواد کې يوه شومه ځانګړتيا لري . د سږ کال د جولای دغه روانه  مياشت  دپاکستان د  خونخواره پوځي ډيکټاټور جنرال ضياء الحق د پوځي کودتا ددېرشمي کليزي سره سمون خوري  . ددې   کليزي د غميزي درد، زموږ  په د هيواد کې ددغه شوم  جنرال انساني ضداو اسلامي ضد کارنامې زموږ د هيوادوالو په زړو او خاطرو کې ددغه  ظالم سره  د کرکې، نفرت او ښراوو په اظهار سره  لمانځل کيږي . دا په دې خاطرهم ده  چې  زموږ مظلوم خو سرلوړي ولس د سر په سترګو وليدله چې څرنګه ددې بد سرشته جنرال  لاسپوڅو او جيره خواره مزدورانو د هغه په ښوونه او هغه بيا د نورو په ملاتړ زموږ په هيواد کې و هغه څه ته لاره هواره کړه څو دغه نامرده جنرال و کولای سوه  دخپل شوم  آرمان و تحقق  ته چې «کابل بايد و سوځي» و هغه ته  ځان ورسوي  . زموږ ولس وليدله چې دغه ناسپاسه جنرال څه رنګه د خپلو ګوډاګيانو په لاس  زموږ د مسلمان وطن زړه په کنډواله  واړاوه، زموږ دولس ويني ئې و بهولې او دهغه په بيه ئې ځان اټومي ځواک وګرځاوه  .

 

 دېرش کاله تير سوه چې دغه دريا او شطنت کوږ بار زموږ په هيواد کې يو په بل پسې د ورانيو اوبرباديو کارنامې تر سره کوي.  دا چې وائې کوږ بار تر منزل نه رسي نو  نن دادئ همدغه کوږ تخريبي بار خپل لوری بيرته وهغي خواته کوږ کړ د کومي خوانه چې را بارسوی وو  . نن دادئ  دهمدې  ډيکټاټور جنرال  چنګوټيان  ددغه اسلامي دلالانو لخوا،  دلال  مسجد په وسله واله  او خونړۍ ډرامه کې د خپلو سوداګرانو پر ضد ځانونه را ښکاره کړل او خپله د ورانکارۍ اصلي څهره ئې  د نړۍ والو ونندارې ته  را وايستله  . دغه اسلامي دلالان په واقعيت کې   د هماغه جنرال ضياالحق د فاشيستي او بنسټپالني کړنلاري  شوم ميراث دئ چې نن ئې ټول پاکستان  ئې نه په ديني زده کړو بلکه په پوځي مدرسوباندي  بدل کړی او د « اسلام په خطر کې دی»  تر شعار لاندي يې زموږ د هيواد په ورانۍ کې   هيټلري نقش  ولوبوئ .  نن چې څوک ددې دلالانوتوري کارنامې  تر سترګو تيروي نو که ديوې خوا هغوی په خپل واقعي شيطنت سره  و پاکستان ته د ډالرو کانټينرونه او د وسلو کاروانونه را مات کړه ، که ددغه بدشګونه جنرال ميراث  زموږ ښکلی او سوله دوسته هيواد افغانستان  را وران  او د خاورو خاکه کړ  ، خو په نتيجه کې ئې اوس  دادئ هماغه اور چې همدغه نامسلمانه او دوه مخي جنرالانو زموږ په وطن کې  بل کړی وو اوس يې لمبې د خپل کور و لمني  ته  رسېدلې دي  .

 

  پاکستاني جنرالانو  هغه څه چې کرلي   وه اوس  ئې دادی حاصل رېبي !

 پاکستان نن دادئ  د هماغه روزل سوي   بنسټپالانو لخوا  چې پر هغوی  ئې د اسلام په نامه دلالي کوله  ددوی پر خپله   غاړه ئې  چاړه را  ايستلې ده  او د همدوی پر ضد د جهاد اعلان  کوي  . دغه هيواد اوس د جنرال ضياء د شوم ميراث  په هغه څا او کوهي کې  ځان ويني چې د خپلو نړۍ واله  حاميانو په ملاتړ ئې   لاد پخوا څخه دافغانانو په هيواد کې و افغانانو ته کيندلی وو. اوس دغه دوه مخي پنجاپيان او دغه پوځي ډيکټاټوران  دهغه څه انتظار باسي چې زموږ رڼا ورځ ئې راته  توره شپه کړې وه . هغه بنسټپاله کړۍ چې دپاکستان پوځي جنرالانو د هغوی په ملاتړ کودتاوي کولې، داسلام په نامه ئې  خپلي مارشالاوي  ساتلې ، د امريکا د متحده ايالاتو او نړۍ والي ټولني څخه ئې ډالرونه او وسلې را ټولولې اود خپل مسلمان او سوله دوسته ګاونډ تاريخي هيواد افغانستان پر ضد ئې د شر ، مرگ او ورانۍ ماموريت اجرا کاوه ،  لانجې ئې  زېږولې، دسوله دوسته هيواد هند د ثبات د خراپولو بندوبستونه ئې کول،  اوس دادی هغه څه چې  کرلي ئې  وه   حاصل ئې رېبي . د پاکستان پلورل سوي نامرده جنرالان   چې دافغان  ربړېدلي ولس ته ئې ددريو لسيزي په اوږدو کې داسلام په نامه  د سر په کاسه کې  اوبه ورکړې  ، لا اوس  هم ئې  زړه ندی يخ سوی او بيا هم غواړي زموږ دهيواد د بې ثباتۍ په خاطر په خپلو سيمو کې خپلي  ټروریستي شبکې او دهغوی  د روزني ځالي، دطالبي  ورانکاريو مدرسې فعاله و ساتي او د تخريبي فعاليت ځای ئې بيا د افغان ولس سيمي و ټاکي ترڅو زموږ په  درنه خاوره کي د شر او فتنې  ماموريت  اجرا ء کړي او په دې توګه خيال لري چې بيا به هم د نړۍ والي ټولني څخه ميليارډونه  ډالر را ټول کړي . زموږ د علم او معرفت مکتبونه به ورباندي وسوځوی،زموږ زامن، زموږ د پوهي او روښنايی مشعلداران راته په داروځړوي او سرونه  يې ور پري کړي، عام ولسونه  ګروګان و نيسي او دمحشر ورځ  راته جوړه کړي  او په دې توګه  به زموږ د پېړيو په اسلامي او تاريخي سر لوړي او قهرمان هيواد افغانستان کې خپل د القاعدې يا  پنجاپي او ياوهابي اسلام  خوبونه راته پلي کوي  .

 

دا ننۍ  پاکستان  چې د اسلام په نامه د يوه غير طبيعي سکېچ  پر اساس دانګرېزانو په ډيکټې  سره جوړ سو اوس دډېرو کتونکو په اند  دخپل بې وخته  پيدايښت د   شپېته کلنۍ په درشل کې د خپل زوال و شېلې ته د ارتاوېدو په حال کې دی    . پرون که  دغه هيواد دپردو د غوښتنو د ترسره کولو دپاره    لږ تر لږه د سلو کالو دپاره ئې ماموريت درلود  او د سيمي پر راتلونکي  باندي ئې دهغوی په ښوونه خپله  خونړی  سوداګري   چلوله، خو   پنجاپي جنرالانو بيا  دهغه راهيسي د برچې  او  پوځي کودتاګانو په زور  دولس ټول ډيموکراټيک اصول هم تر پښو لاندي کول . په دې  مارشالاوو او  پوځي ډيکټاټوريوکې داده څه ناڅه نيمه پېړۍ تېره سوه چې ددې هيواد پوځي او د استخباراتي شبکو د سيمي پر ولسونو باندي خپل ولسي ضد کارنامې تر سره کوي  او سياسي دوکانونه ئې ور باندي پرانيستي دي  . خونن دا دوکانونه نور خريداران نلري !  په سيمه کې چې دکوم  ډراماټيک بدلونو بهير را روان دی نو  په دې بهير کې ددغه هيوادد مفتنه جنرالانو او سياسي مداريان موټان نور خلاص سوي  او د هغوی د مخو څخه   د شيطنت او دوه مخۍ  پردې  ايسته سوي دي . دغه شراچونکې مفسدين او په سيمه کې د کړکېچ دغه دوه مخي سوداګران  نور  نسي کولای د برچې په زور او دپوځي  مارشالاوو په سايه کې   پر خپل ولس باندي بابائې وکړي او داسلام په نامه  د هغوی  پر سر   مېچن و چلوي . ددې بد شګونه هيواد ګاونډيان هم نور په داسي موقعيت کې ندي چې د دغه فتنه ګره پنجاپي واکدارانو  فتنې دي  د پخوا پشان و  زغمي او دهغوی ننداره دي وکړي .

 

رشتيا هم خو  داسي ادعا کيږي چې په معاصر تاريخ کې هغه څه چې موږ ئې د جهاد په نامه وينو نو دا پروسه خو پر افغانستان باندي د شوروي اتحاد د يرغل نه   را وروسته  شروع سوه . په هغه وخت کې امريکا د شوروي اتحاد د ځپولو په خاطر د بن لاډن او د هغه و انډيوالانو ته بلنه ورکړه چې څرنګه چې په افغانستان کې اسلام په خطر کې دئ نو داسلام ددفاع په نامه د افغانستان په مسئله کې را مخته سي . امريکا د هغوی د اسلامي جذبې څخه په استفادې سره  د خپل حريف په را چپه کولو کې ګټه واخيستله .  کله چې بن لاډن او دهغه ډله وافغانستان ته راغلل او د اسلامي مجاهدينو په نامه ئې د اشغالګرو شورويانو سره په ظاهره د امريکا په خاطر ځانونه لاس او ګرېوان کړه نو په هغه وخت کې  امريکا  په دې خبره خپل سر نه خلاصاوه  چې هغوی خپل تر ټولو لوی دښمن پخپله غېږ کې روزي . نن چې ټوله نړۍ پردې خبره سلا دي چې بن لاډن او د القاعدې ډله  د پاکستان په آی ايس آی کې پټ او فعاله  تحرکات لري  خو امريکا او لوېديځه نړۍ  پر هغه باندي سترګي پټوي اود هغه د ځپلو دپاره اقدام نکوي .  داچې پاکستان  بې له شکه نن د ټروريسټانو د تربېې او روزولو نړۍ وال  مرکز ګرځېدلی دئ   دپوځي کلنۍ بودجه ئې د ۲۳ ميليارډه ډالرو نه اوړي، اټومي وسله هم لري په ټوله سيمه کې د بې ثباتۍ په ډير خطرناکه مرکز باندي اوښتیئ دئ  نو بايد ډيري پاملرني وړ خبره وي! .

 

د طالبانو او القاعدې ډلي چې   داسلامي اصولو نه اصلاً آګاهي نلري هغوی بس دغه کمال زده دی چې داسلام په نامه د پاکستاني  جرنيلانو په ښوونه د خدای دبنده ګانو سرونه پرې کړي او په داسي وحشت  سره د اسلام څهره و نړۍ والو ته وښئي . نن که په لندن کې وي که په واشنګټن کې، که په بالي کې وي که په ډيلي کې، که په موسی قلعه کې وي که په ګلاسکو کې که په نوزاد کې وي که په کشمير کې په دې ټولو ټروريسټي حملوکې د  پاکستان د آی ايس آی مذهبي او بنسټپاله ډلي او شبکې  همدغه چې په لال مسجد کې ئې سنګر نيولی وولاس لري . دغه شبکې ديوه سره  پخپله د واشنګټن ادارې جوړي کړي وې، هغوی ئې روزلي او پر پښو ئې درولي وه . پرون ئې د مجاهد په نامه ګمارله،  ووارانکاريو او بې ثباتيو ته ئې هڅول ،په ډالرو او وسلو ئې سمبالول او "داسلام په خطر کې دی"   شعار ونه ئې ورته جوړول تر څو د همدې وسلې په وسيله د خپل حريف شوروي اتحاد پر ضد ئې وکاروي . وروسته  ئې بيا د همدې جوړ سوي مسلمانانو او مجاهدينو د چور او فساد دډلو د له مينځه وړلو لپاره   د همدې پاکستان په مرسته  دهمدې مسجدو او مدرسو څخه  د طالبانو شبکه فعاله کړه ،اکمالاتي تجهيزات يې ور پياوړي او هدف ته ئې قومانده کړه  پخپله ئي واکمنه  کړل . کله چې هغوی د القاعدې په منګولو کې را ګير سوه  او پښه ئې د سپټامبر د يولسمي پيښي ته راکش او خبره ځيني غړکه سوه نو د خپلو بي ۵۲ بمباريو په زور ئې طالبان  تار ومار او زموږ په هيواد کې ئې ملي ضد دشمال د ائيتلاف مافيایی د مخدره موادو اداره  په کابل کې را ته جوړه کړه .

 

 خو  اوس بيا داده   دغه سناريو په بل رنګ تکراريږي .

پاکستان  همدغه د مدرسو خپل روزل سوي طالبان د افغانانوپه نامه خو په واقعيت کې پاکستان  خپل ټروريسټي بنسټ پالان  را ميدان ته کوي او پدې وسيله ئې هم  پر مېخ وهي او هم پر نال .  ددې پروسې وروستی ليکه خو د ورايه مالوميږي چې خبره چيري ده او پاېله به ئې کومي خواته درومي . ددې پوځي کودتاګانو د غلامۍ حلقه چې نن د جنرال مشرف و غاړي ته لوېدلې ده ، دا اته کاله کيږي چې د پاکستان بيمار  هيواد او دهغه  ادارې مهار يې  پر پخواني فرمول باندي چې هره ورځ ئې د کړکېچ و خوا ته ټيل وهي  ځپله دوه مخي د خپلو اسلافو په ځير و ميدان ته را باسي . نن ډېر په دې باور دي چې په سيمه کې د پاکستاني جرنيلانو د پرون دمداري ګری  سياست نور نسي چلېدلای . پرهغه بنسټپالانو باندي چې داسلام  پاک او سوله دوسته دين او نوم ئې د ټروريزم او شیطنت سره برابر کړی وو پر هغوباندي نور نسي کېدلای  تجارت  وسي او خپل ملي ضد او غير ډيموکراټيک پوځي دولتونه ور باندي وساتي  .

 

دلال مسجد سياسي  ډرامه چې خونړۍ انجام ئې و موند په دغه مسجد کې لا دپخوا څخه د آی ايس آی نازولي تربيه کېدل او داسي لا هم ويل کېدله چې ددغه مسجد اداره په افغانستان کې د آی ايس آی د شراچوني  يوه شعبه وه چې د شر او فساد مزدوران يې د وژني  لپاره   و ګانډ هيواد افغانستان ته لېږله، ښائې  ددې مسجد د ډرامې  زور اخيستنه  به دالقاعدې د ټروريسټانو بله نوې نخشه وه چې غوښتله يې د پاکستان په استخباراتي دستګاه کې يوه اسلامي جذبه را وپاروي او هغه بيا د ځان په ګټه د ټروريستي کارنامو په زياتېدو سره هم په افغانستان کې او هم د پاکستان په دننه کې وکاروي . په هر حال ددې سياسي مداريانو تر شا  هره پروژه چې وه، وه به، دغه سناريو چې هري ډلي جوړه کړېوه  دادي پر خپل ځای وي خو کوم څه چې جوته کيږي  هغه په دې ډرامه کې  دپاکستان د اوسني نظام د پټو او ښکاره مداريانود لاس درلودني منصوبه وه  چې دامريکايانو سره ئې د کشت او مات دلوبي په نامه   پر مخ بوتلله . هغوی  بس خپلي د فتنې  نخشې  پلي کړې  . خوپه دې ماجرا کې هغه د په اصطلاح جهاد او دجګړې ماهيت چې د ضياالحق د توري دورې د سره څخه را پيل سوی وو هغه به همداسي ددې هيواد د تلپاتي شوم ميراث په توګه پاتي او په همدې نامه به دتروريستانو د جوړولو فابريکې  به ورباندي فعاله  ساتل کيږي . 

 

ددې خبري يادونه ضرور ده چې دغه اوسنۍ نسل شاهد دئ چې ددې هيواد پخوانی  وژل سوی  ډيکټاټور جنرال ضيا الحق  په څومره چنګيزي بې رحمۍ سره د متحده ايالاتو په ملاتړ سره  سر واخيست او زموږ دهيواد د ورانۍ په خاطرئې د ځوانانو د خود جوشه کړيو مقاومت او پاڅون  دسازماندهی او وسله وال کېدل ئې  په لاس کې ونيول .  د اسلامي  جهاد تر نامه لاندي ئې د افغانستان د دولت په مقابل کې چې د شوروي پو ځيانو په مستقيم ملاتړ مينځته راغلی وو  د مقاومت جبهه  ئې په خپله ګټه فعاله او ګرمه کړله .  ضیالحق ددې کار په عوض کې وکولای سوه  چې دداسي يوه تروریستي کمپاين  په را شروع کېدو سره  د امريکا سخاوتمندانه په  ميليارډو ډالر، پرېمانه پوځي او اقتصادي مرستي  تر لاسه کړي  . په افغانستان کې د ډاکټر نجيب الله د جمهوري رياست په دوران کې چې د پاکستانه سره ئې د ملګرو ملتو په مينځګړيتوب د ژينو قراداد امضا کړ او دشوروي عسکر زموږ دهيواده څخه ووتل نو دغه دبنسټپالني پروژه بايد تړل سوې وای . په هغه وخت کې دغه خبره په ډاګه ويل کېدله چې دغه د بنسټپالني نغارې او مدرسې چې  د پاکستان   په پوځي دولتي سيسټم کې ژوري ريښې لري هغه ته بايد د پای ټکی ورکړل سي  کنه نو دا  داسي اور دی چې  پاکستان او سيمه ئې هم په لمبوکې سوځېدلای سي  . دژوند تجربو او ددې سيمي ډراماټيکه پر مختياوو دا واقعيت وښود چې په سيمه کې د کړکېچ منبع چيري پرته وه او پاکستان هغه وکوم  لوري ته  کشوله  .

 

نن هم جنرال پرويز مشرف   هماغه نقش خوپه ډير شيطاني مهارت او نوې بڼه سره  د نوو شرايطو په چوکاټ کې لوبوي . هغه نه «د اسلام په خطر کې دی» تر شعار لاندي بلکه د ټرور پر ضد د امريکا د جګړې  په پر مخ بېولو کې   د امريکا سره د يوه کليدي عضو په حيث خپل د ريا او تذوير نقش لوبوي .  هغه د خپل هر درواغ او رشتياحرکت په عوض کې د واشنګټنه څخه په ميليارډو ډالر لاسته راوړي . پرون که ضياء الحق د جهاديانو په روزلو او تروريستي اعمالو په تر سره کولو باندي د ځان د موقعيت په ټينګېدو کې د امريکا او لوېديځي نړۍ څخه په ميليارډو ډالر لاسته راوړل ، خو نن بيا  مشرف   د هماغه جهادي، طالبي او اسلامي ډلو د ځپلو په خاطر د ميليارډو ډالرو په تر لاسه کولو کې په پاکستان  کې د لال مسجد غوندي پروژې  جوړوي او هغه بيا ځپي ا وعده ورکوي چې ګني دواشنګټن و ليبرالي ارزشوته به  غاړه ږدي! . خو په باطن کې چې کومه لوبه  نوموړي راشروع کړېده هغه په واقعيت کې د خپل پوځي قدرت ساتنه ده . په پاکستان کې چې د پوځي کودتاګانو او پوځي جنرالانو په ډيکټه ډيموکراټيک پرنسپونه تر پښو لاندي  کيږي  نود جورج بوش اداره  دداسي پوځي دولتو د ټينګېدو پر سر په ميليارډو ډالر سرمايه ګذاري کوي  چې هغه بيادډيموکراسۍ سره  په تضاد کې راولي . دلته دډيموکراسۍ اصول نه بلکه دهر چا لخوا چې د امريکا  ګټي  تأميني سي هغه ته ډيموکراټيک دولتونه ويل کيږي . تر هغه چې په پاکستان کې د حکومت واک د پوځيانو په لاس کې وي په دې هيواد کې به د  ډيموکراټيکو عام پرنسيپونو تطبيق په ابهام کې پاتي وي او ددې هيواد ولس به د طالبي مدرسو په ګرو کې را ښکېل وي . د پاکستان وروستی  د تشدد ظاهري ګام چې دلال مسجد په وړاندي  واخيستل سو دابه  په پاکستاني کې د طالبانو د بنسټپالني سره نه د پای ټکی بلکه د ټکر او لوی اور بڅرکی  وي . ډېر څېړونکې په دې باور دي چې پاکستان  د خپل دوه مخي سياست په وجه و جدي کورني بحران ته ځان ټېل واهه  او د خپلوناروا، دوه مخي او فتنه ګرانه عملنامو پاېله به  ضرورويني .

پای

 

***************

دروازهً کابل

 

سال سوم                  شمارهً ۵٣          جولای       2007