کابل ناتهـ،


 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

د مینی نغمه

 پوهنمل  ر . ځواکمن

 

 

زړه د رقیب وچوه یوه مچه  راکه بله

ټول روزګار می پریښود تاته راغلم تر کابله

ټوله بیخودی شه هوش می اخله پروا مکړه

هسی پري دوکه شوم عقل غم و تل تر تله

نور د لیونیو پاچا بلی خواته نځم

ما هم داد میني بی ریا دونیا غوښتله

خیال و تصور و د خوبونو یوه دونیا و

شرم و ګناه وه چی می مینه یادوله

زما به ورته اوښکی تړمي تړمي په ګریوان تلي

  چا به چی نغمه چرته د مینی غږوله

 

     کابل –۱۳۶۸

 

 

سوی رګونه

 

 

تا چي را وکتل

د سترګو له کونجونو

نو زما د زړه رګونه

ټول تاوده شول وسوزیدل

وینی یي و خوټیدي

مستي  مستي  

شراب شراب

نشی نشی

شوي ستا له سترګو راغلي

        .................       

نو ځکه اوس د ژوند مستي

د مینی اور

او لیونتوب

تل د هماغو سرو خومانو

په کونجو کي وینم

او د زخمی زړه

سوی رګونه تاندوم ورباندي

 

کابل - ۱۳۶۸

 

************

بالا

دروازهً کابل

شمارهء مسلسل ۵٠             سال سوم                    جون ۲۰۰۷