کابل ناتهـ،


 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

پوهندوی دوکتور سید حسام (مل)

  

ناولی هیلی

 

 

له تاریخه   وویریږی     پیغور    مه پریږدی مسو ته

په مټ وساتی وطن خپل، چی سر لوړ مووی بچوته

غلیم ستا سو له نفاقه غواړی خاوری مو ترلاس کړی

دغلیم  ناولی   هیلی ،     زر     رسوا کړی     پر گنو ته

د پنجاب   د حا کمانو      کرغیړنی هیلی       شنډ کړی

لر او بر   پښتنو  کیښینی   سره   زر    لویو جرگو ته

اتفاق  سره  زر  وکړی  تور اوسپین نه لاس په سر شی

دغلیم   مخ کړی    زر    تور     د نړی  ټول     اولسو  ته

که  وحدت    دپښتنو    سره  زر     ټینگ  شو     لر او  بر

مل بری  به   مو تر  لاس  شی  ، غلیم پریوزی پښو ته

 

 

 

 

تورلیمو

 

 

نه دیار دبنگړو شرنگ می په غوږو شو

نه دهجر پیټې   سپک می په     اوږو شو

نه چا یاد کړم دهغه په خاطرو کی          نه می سترگی دهغه په تور لیمو شو

ما ویل زه به دهغه دبڼ ملیار شم           مسافر هغه     دنور و    په ملکو شو

زه نو ولی لیونی نشم  اوس )مله(

له چرتونو سر می کوز په زنگنو شو

 

 

دجنوری اول 2007 جرمنی

 

 

************

بالا

دروازهً کابل

شمارهء مسلسل ٤٩             سال سوم                     مي ۲۰۰۷