کابل ناتهـ،


 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

فـــانی ته

 

حاجي امین باوري

 

***********

 

 

ته د جنت سړی وې

ته له پخوا فاني وې

له ازلونو څخه

زموږ د ژوند پر دنیا

ستا دغه نوم نصیب سو

 

ستا د رنګونو فلسفه

ستا د رازونو خزانه

ستا د سوچونو هنګامه

زما د زړه رڼا ده

 

تا خو لیدل

تا خو کتل

ته وې شاهد

د خدای دښمني ټولګۍ

چي وې لمني ډکي

ټوله په صف کي ولاړ

ستا د معصومي ښیښئ

ټوټه کیدو لپاره

ځکه

ستا د ښیښې ځلا کي

ستا د ښیښې په زړه کي

دې د تیارو بلاوو

ځانونه نشوای لیدای

 

أئ زما ګرانه فاني

اوس چي حاضر حوضور ته

ورته ګریوان څیري کړه

بیا يی لمن ونیسه

ورته کفن زولئ کړه

چي خپل د قهر کاڼي

پر دښمن ووروي

او دا معصومي ښیښئ

ترې نه نجات پیدا کړي

 

آئ زما ګرانه فاني

جنت په چغو سر کړه

زموږ د ژوند ناخوالي

هغو بیغمو بیدو

هغو بیغمو مړو

هغو بیغمو سړو

ته ، په غوږ کي پوه کړه

چي

زموږ د زړنو ښیښئ

زموږ د ایمان ناوکئ

زموږ د انصاف لاروي

له دئ خونخوارو

زورورو

او نا اهلو څخه

په ډیر ښه شان وژغوري

زموږ انسان وژغوري

زموږ ایمان وژغوري

 

[][]

 

01/ 05/2007

د آت ښـــــــار

بلجــــــــــــیم


 

 

************

بالا

دروازهً کابل

شمارهء مسلسل ٤٩             سال سوم                     مي ۲۰۰۷