کابل ناتهـ،


 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

اویـــــــاکــالــــــه دمینې اوښکلا نه ډک پسرلی
 

دتلپاتی چوپړدپرتمینې نمانځنې په ویاړدمبارکۍ پیغـام
 

 

 

 کله چه په افغانی ټولنه کې ددری ادب اوکلتوری چوپړمخکښـې څېرې اوادبی شتمنۍ ېی رامنځته کیږی ، نو هرومرو به دهمدې بهیر دیادښت اودرنښت په څېروکې یوهم ښاغلی اکرم عثمان وی. ښاغلی اکرم عثمان دهېواددیوشمېرنوروفرهنګی اوعلمی څېرو په شان د دری ادب په علمی اوفرهنګی چاپیریال اوپه ځانګړی ډول په لیکوالۍ ، داستان او شعرکې دپرون او نن لپاره د ښه استازیتوب ارزښتناک ځای لری. هغه دخپل ژوند ډېره برخه د لیکوالۍ ، داستان لیکنې اوشاعرۍ سره په مینه اونژدېتوب تېره کړې اولدې لارې څخه هېواد او خلکوته د چوپړنه هېرېدونکې ادبی څېره ګرځېدلې ده. دهمدغوداستانونو په ځانګړی سبک دلیکلو او ویلو پایله وه چه هغه ېی دخلکوزړونو ته ورنژدې اوخوږکړیدی.

دهغه په داستانونوکې تاریخی، سیاسی،ادبی اودټولنې ډېرپرتلیزاړخونه لیدل کیږی. دبېلګې په ډول:

 

+   مردا ره قول اس

+   مردونامرد ،

+   وقتې نۍ ها ګل میکنند ،

+   نازی جان همدم من ،

+   ازبېخ بته ،

+   درزدیوار ،

مره مسافرنسازی ،

 

 او ډېر نور. له همدې کبله ده چه دهنری اوادبی نثرونواوشعرونوپه لوستلوکې دهغه اغېزاوخوږوالی ترسترګوکیږی، چه ډېره برخه ېی د تېرو پېړیود شاعرانو لکه  حافظ ، خواجه عبدالله انصاری ، بیدل اومولانا شعرونه دی چه په خپل جادوګراوخواږه غږ سره ېی ویلی دی. لکه:

صورتګرنقاشم هرلحظه بتې سازم ،

+  دزدیده، چون جان مېروی ، اندرمیان جان من ،

+  بازبرآید زکوه  خسروشیرین من ،

+  من طربم، طرب منم  زهره زند نوای من ،   

 او ډېر داسې نورچه د داستانی اوشعری آثارو ښکلا به ېی خامخا دراتلونکو نسلونو لپاره دتلپاتې امانت په ډول پاتی شی.

 

همدارنګه، په ډېرې مینې او مننې د کابل ناتهـ  دپاڼې چلوونکی ،ښاغلی ایشور داس ، څخه چه دهمدې پاڼې په مټ ېی دنمانځنې پروګرام رامنځته کړ.

 

دبــریاوو ترڅنګ ، مونږ ښاغلی ډاکټر اکرم عثمان ، دهغه درنې کورنۍ اودهغه فرهنګی دوستانوته د نوموړی دژوند داویایم نېکمرغه سپرلی د پیل په ویاړ مبارکی وایو، او له لوی او بښــونکی څښتن څخه ورته روغتیا او نېکمرغه ژوند غواړو.

 په علمی اوادبی ډګرکې ېی دلازیاتو بریو اودبل سپرلې د لیدو په هیله.

په ډېر پښتنی ادب اودرنښت

 په بلجیم کې دافغانی کلتوری ټولنې دمشرتابه جرګې په استاریتوب

 

نجــیــب احمـــــدزی

بروسل ــــ بلجیم

17-04-2007

 

 


 

 

************

بالا

دروازهً کابل

شمارهء مسلسل ٤٨                سال سوم                     مي ۲۰۰۷