کابل ناته، Kabulnath


 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

منبع: سایت وزین کهوات

http://www.worbal.com/khawat/index.php?mode=viewid&post_id=23

 

دهندوانوچينې

 

 

 په ننګرهارکې یو لرغونی ځای چې لایې هم خلک ډیرستایی دسلطان پورچینې دی ، دیوکلی په څنډه کې داچینې ان له سره دهندوانو دچینو په نوم مشهورې وې ،په تاریخی څیړنوکې تردې زیات څه ندی راغلی خودجلال اباد دمرکزي درمسال ګردچاپیره استوګن هندو اوسک افغانان هغه یوازې دخپل مذهب او کلتورسپیڅلې سیمه اود سک مذهب پلویانو ملکیت بولي ، ددې چینو اوبه رڼې، پاکې اوپریمانه وې دهغوسکانو ځینې کورنۍ اوس هم هلته اوسیږي چې دچینودپیدایښت پرمهال یې غورنیکونه دلته راغلي دي .دجلال اباد ددرمسال ویاند داکترهارمت سنګ له دولسو کلونو راهیسې دلته رسمي دنده لري هغه دچینو عجیب حکایت کوي :


شپږ سوه کاله مخکې دسک مذهب بنسټ ایښودونکی بابانانک له بغداد نه سرخ رودته راغی هلته ودرید، دسیمې خلک له وچکالۍ سخت زیانمن وو بابانانک ته یې فریادوکړچې وچکالۍ هرڅه وران کړي دي ،دنانک باباپه لاس کې همساوه ،په ځمکه یې ووهله اودغه لویې چېنې راوخوټکیدې همداهلته داوبو دپیدایښت مهال و ،ترڅووړاندې کلونوپورې هم دافغانستان په لربرکې میشت هندوان اوسکان دلته په خپلو مذهبي اودودیزو مراسمو کې راتلل ، اخترونه یې لمانځل او وادونه یې هم دلته ترسره کیدل .

 


په افغانستان کې میشت دسک مذهب پلویان په ټول کال کې دوه اخترونه لري چې کوچني ته یې پروماشي اولوی ته یې ویساک وایي په درمسال کې ناست هارمت سنګ وایي :
له مخکې داسې و چې په کال کې اته شواروزه سکان دلته راتلل خیمې به یې وهلې وې ،میلې ،خیراتونه اودعاوې به کیدې، همدا دسکانو د ودونو ترسره کیدو ورځې هم دي اوداچینې یې ټاکلی ځای داسې ډیره پیښه شوې چې په یوه شپه کې به دری سوه نکاوې تړل کیدې . سهاربه نکاوې تړل کیدې اوماښام به وادونه وودټول افغانستان هندوانوخپل ودونه دلته ترسره کول .


امیرحبیب الله خان یوله هغوواکمنودی چې ژمنۍ پلازمینې یې په ننګرهار او لغمان دواړوکې جوړې کړې وې ،نوموړي واکمن دسلطان پور دچینوپه چاپیریال کې یولوی بڼ اوتفریح ځای ودان کړدهندوانوله اخترونو ورسته به دسیمې خلک هم دلته دمیلونندارولپاره راټولیدل
واکمن حبیب الله خان به هم هغه ځای ته تله اوپه هغه مصنوعي غونډۍ به ناست وچې دهندوانوچینوته مخامخ موقعیت لري .له چینو به درې ژرندې اوبه راوتې ،دیوالونه له ټول چاپیریال نه راتاووچې بیاپه ورستیو جنګونوکې بشپړنړیدلي دي ،په دغه سیمه کې اوس هم دیولوی بازارنښې شته خوهغه پخوانی بازارلږښکته ولسوالۍ ته رالیږدیدلی دی ،دزړو ودانیونښې اودکرکیلې وړځمکې داسې په زبات رسوي چې دهندي مذهب پلویان اومسلمانان به اوږده کلونه هلته سره نږدې اوسیدلي وي .

 


دسلطان پورله چینوڅخه بهیدونکو اوبو ته سکان آب حیات وایي دجلال ابادمیشت سکان دتبرک اوسوغات په توګه دااوبه دنوروولایتونو میشتوهم مذهبوته وراستوي.

دلته کوچنی پل په لښتي تړل شوی دسیمې هندوان داګروهه لري چې خوارځواکه اوناروغه ماشوم ورنه وایستل شي روغ رمټ شي

 

 

بابانانک له سلطان پورنه اوسني جلال ابادته راغی خلکو ته یې وعض وکړاوهمداځای بیا درمسال شو چې په ټول افغانستان کې مشهوردی

داچینې اوس اوبه نه لري ودانۍ یې هم هغسې رغیدلې پاتې نده لکه پخواچې وه دجلال اباد ښارمیشت سکان وایي موږیوازې ددې چینودبیا ژوندي کیدودعاکوو.دبڼ ټولې ونې وچې دی ښکلي بوټي اوګلان له منځه تللي اوډيرلږشمیرکورنۍ په هغوپخوانیومېنوکې میشتې دي ،خویوه لویه کلا ،له لرغونو دیوالونو او لرغونې معمارۍ سره اوس هم دیوښکلي مدنیت ګواهي ورکوي

 

************

بالا

دروازهً کابل

شمارهء مسلسل ٤۷                سال سوم                      اپریل۲۰۰۷