هغه د کلي صفا
هغه د کلي یوه سپېڅلې څېره
د چنارونو ، سر اخیستې او مغرورې شملې
په کروندوکې غوړېدلې مینه
د خدای لاسوکې روزل شوې حیا
هغه وختونه به بیا کله راشي ؟!
شپه به چې کله ،
د سهار پر وړانګو وویشتل شوه
خلک به پاڅېدل
او د خالق په نامه
د دغې ځمکې په رګوکې به یې
خپله وفا خوندي کړه
لمر به را پاڅېده
ژورې څانه
زموږ د چنار پاڼې به ونڅېدې
او د ګېلاسو په دانو کې به
د هیلو مسکا وخوځېده
په کروندوکې به وږمه خپره شوه
او د سنځلو وږمو
او ، د یاغي ترخو ، یاغي عطرونو
موږ به د خدای کلاته وسپارلو.
چې مازدیګر به شو
لمر به په ورو له کلي کډه پیل کړه
پېغلې به ووتې منګي پر اوږو
مستې د مینې او ځوانۍ پر وږمو
په لپه ، لپه به یې ،
د زړه منګي ډکول
زما د زخمو په بیه
خپل اننګي پټول
نیکه به راغی ، زما «روکی» نیکه مې
ستړی ستومانه ،
چاودېدلې پوندې
خو با ایمانه
موسکېدلې شونډې.
په یوه لوړ بام به مو نیمڅی واچاوه
غرونه چاپېره رانه
ستورو د عشق پر باغ کرلي
د الماسو زړي
او له کیږ دیونه را پورته د شپېلیو نغمې
یو څو ساده ، ساده آهونه د نغمو پر څپو
زه به یې وایستلم
د ګرېوانه له خمار
زه به یې بوتلم
خدازده چیرې
خدازده کومې خواته ؟!
هغه د کلي صفا
هغه د کلي یوه سپېڅلې څېره
د چنارونو سراخیستې ،
او مغرورې شملې
په کروندوکې غوړېدلې مینه
د خدای لاسوکې ،
روزل شوې حیا
هغه وختونه به بیا کله راشي ؟
هغه به کله راشي ؟!
When the Sun reads the Verses of God
Hanif Baktash Kabul 2009 |