کابل ناتهـ، Kabulnath


 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 


Deutsch
هـــنـــدو  گذر
آرشيف صفحات اول
همدلان کابل ناتهـ

دريچهء تماس
دروازهء کابل

 

 

 

 
 
 
ختیځه مینه او لو ید یځه ښکلا د لوړو افکارو،
ښکلوهنري انځورونواو
دجادوګرې خو مینه ناکې ژبې شاعرحنیف بکتاش

ملک سپاهي خروټۍ
 
 
 
 
 

 دشاعرحنیف بکتاش دشعرونودفترمې مخې ته پروت دی« کله چې لمردخدای آیتونه لولي» تر اوسه مې څوځلې لوستی اوکه رښتیا ووایم ورسره یوځای مې دانګورو پراوبوتنده هم ماته کړې ده. دکتاب په هکله به وروسته خبرې وکړم خو لمړۍ دده په هکله:

 

دحبیبیی لیسه او زلمۍ بکتاش

دحبیبیی لیسه دکابل له ړومبیواوډیرو مشهورو ښوونځیو څخه دی چې دکابل دښارپه لویدیځه لمن د دارلامان دسړک پر غاړه موقعیت لري. دا ښوونځۍ دکابل دزرګونو ځوا نا نو دزده کړې مرکز دی خو نه یواځې دزده کړې بلکې د ډ یروا جتما عي او سیا سي شخصیتونو او نو میا لیوعلمي او فرهنګي څیرو د روزنې اوتبارز کهول هم ګڼل کیږي.

زه بکتا ش دزده کړې له وخته اود حبیبې له لیسې نه پیژنم. موږ په همدې ښوونځي کې یو ځای لوست کاوه او تقریباً په یوه دوره کې وو تقریباً د دې لپاره چې زه داجتماعیاتو اودی دسا ینس د څا نګې زده کونکۍ ؤ.

دﺉ په همغو کلونو کې هم د مکتب له هغو زده کوونکو څخه ؤ چې دډیرو سترګې به ور اوښتې ، هماغه وخت یی هم شعر لیکه، دښوونځي په هنري غونډو کې به یی څرګنده برخه اخیسته اوتر ټولو مهمه چې ډیر اجتماعي، دپراخو اړیکو څښتن او دچا خبره یو رفیق باز ځوان ؤ. دی دحبیبیې لیسې دجریدې مسوول هم ؤ او ما دده لمړني شعرونه او ادبي ټوټې د ښوونځي په همدغې جریدې کې لوستي دي.

او اوس کله یی چې دشعر کتاب پرانیزم او په تېره چې دکتا ب په پای کې یی عکس ته نظر اچوم ما ته دخپلې ځوانۍ کلونه، د حبیبیې لیسه او ځوان بکتاش را یاد شي، هماغه بکتا ش خو له پا خه عمردژوند له خوږو اوترخو اونوو تجربو سره . ګومان کوم چې موږ به په لسم یا یوولسم صنف کې وو۱۳۵۴یا ۱۳۵۵ کا ل ؤ چې ده دهیواد په سطح دشعر جایزه وګټله خو موږ ټولو دا احساس کاوه چې دا دﺉ نه دﺉ چې دشعر جا یزه یی ګټلې ده بلکه دا دحبیبیی لیسه ده چې جا یزه ګټي . دکا بل په ټولو مجلو اواخبارونوکې دده عکسونه ، شعرونه او سوانح چا پ شول او دحبیبیی لېسې هم دده ښه لما نځنه وکړه. له ما سره دهغه وخت څو قطعې عکسونه تر ډیره وخته موجود وه خوله بده مرغه دکډوالۍ او دربدرۍ به شپو او ورځو کې رانه ورک شول .

خو اوس دده دشاعرۍ په هکله یو څو خبرې

 

دده دشعرونو دغه نوۍ کتا ب مې په ډیر خوند ولوسته او ځینې شعرونه خو مې په وار وار ولوستل ډیر مې خوښ شو، که مبا لغه ونکړم ما ته بې ساري ښکاري . د کتا ب عنوا ن په خپله یو بل کتا ب دی « کله چې لمر دخدای آ یتونه لولي» په دې ډول دﺉ دکتا ب له لو مړیو ټکو لوستو نکۍ ژور تفکر ته را بولي، دتخیل او انځور نړۍ ته یی ننبا سي او ورسره یو ځای نندارې ته کیني . په عنوان کې د آ یت ټکۍ په شا عرانه ډول ا نتخا ب شوۍ دﺉ . آ یت له یوې خوا دخدای کلام ته وایی چې که په همدغه سترګه دکتا ب عنوان ته وګورو ډیر ژور مفهوم ورکوي ، خو له بلې خوا آ یت نښې نښا نې ته هم وایی چې په دې صورت کې هم د تخیل لمنه پراخوي او د شاعر پر پا خه نظر او د قلم پر بر یا له وړاندې شا هیدي وایی .

دده شعر ډیر ساده دﺉ ، خو په خپله سادګۍ کې دومره ژوره نا زکخیا لي او ظریف انځورونه لري چې تفسیر ،تعبیر او څېړنه یی تا له ځا نه سره بیایی ، بیایی … او بیا دې نو خدای راوګرځوه . ددغه دفتر لمړي شعر ته وګورۍ : « مسکا دې مه درېغوه ! » راشه نو اوس ځان ورته ټینګ کړه .

 ځواني په ټو لو تېره شوې او مینې هم د هر یوه ور ټکولۍ او په مینه کې غوښتنې هم ډیرې دي ، خو را شه دده غو ښتنه وګوره : مسکا دې مه دریغوه ! راځۍ چې یو څو بیته یی سره ولولو :

 

راته ویی وا یه

هر څه چې غوا ړې را ته ویی وایه

دزړه غمجنې شېبې ،

د زړه خوا ږه یا دونه ،

        خو راته ویی وایه

        دغه زما زړه درته پرانیستې نړۍ

 

په کې مسکا شه

په کې غم شه

په کې ولامبه ته

        زړه مې د سین په شان پرا نیستۍ درته

 

سترګې دې مه پتوه

مسکا دې مه دریغوه

        د خدای لپا ره

        خندا دې مه در یغو ه !

 

دده ددغې ټولګې دوهم شعر« شړلې مسکا» نو میږي . ددغه شعر او ډیرو نورو شعرونو په لو ستلو زه یوه څیز ته متوجې شوم چې دﺉ په شعر کې ا ستعا رې او سمبو لونو ته ډېر ارزښت ورکوي او بیا هڅه کوي چې د ا سمبو لو نه او ا ستعا رې دتر کیبي ژ بې په مرسته معنا کړي او ډ ېرې او ږدې خبرې دو مره را لنډې کړي چې له تفصیل نه یی په لنډ انځور کې وضا حت زیا ت و ي لکه همدغه دوهم شعر او دهمدغه شعر عنوان « شړلې مسکا » ته دا عنوان را واخله او د یوه پاخه او ما هر نقا ش مخې ته یی کیږده او بیا ورته وګوره چې ترې نه څه جوړیږي ؟ له دې نه به یو دا سې هنري اثر را وزېږي چې کلونه کلونه به د خلکو دبزم او رزم مضمون وي . له همد غه شعر نه یوڅو ټکي :

 

 وطن مې ،

د یاد ریښه ریښه کې

د جفا ګا نو تصو یر

دسین پر هره څپه

د ما تېد لو بهیر

د زړه پر هره شېبه

د اسو یلېو تقد یر

دا دځنګله ستر ګو کې

یو ا نځور شوی اسیر

دا د قرآ ن پر پا ڼو

د دوز خو نو تعبیر

 

او بیا تر دې ورو سته څومره په سمبو لیکه ژبه د یو ه تا ر یخي بهیر ما هیت څر ګندوي او بې له ویرې غږ او چتوي :

 

وطن مې د سرو او شنو غو مبسو

را ښو رېد لې ځا له

دا د چړو پر څو کو

یوه لیکل شو ې کیسه

دا د شېبو پر بهیر

    یوه تو کړې لا ړ ه

 

دﺉ په شعر کې محدودیت نه پیز ني ، ته یی په شعر کې ټو ل ژوند وینې : تا ریخ ، طبیعت ، مینه ، جنګ ، ماته ، بری ، فلسفه ، لوږه خلا صه هر څه خو نه په ساده سترګو بلکې له هنر ي ا نځورونو سره . « د نښت پر ټکي » شعر یی چې په دودېز چو کا ټ کې ویل شوی دده د ژو ند یوه کو چنۍ شېبه دومره هنر مندا نه ا نځو روي چې زړه دې غواړي دده شخصي ژوند ته ور ننوځې او دده په هکله په هر څّه ځان پوه کړې :

 

زه د تیا رې او د سپېدې تر منځه

د نښت پر ټکي لکه سا ت پا تې یم

پر شا وخوا مې دي دغم لښکرې

لکه بې وسه با چا ما ت پا تې یم

 

هره خوا ګورم دیوالو نه ښکاري

لکه چې ګور کې کرایی نا ست یمه

روح رانه تښتي زړه یاري نه کوي

اسما ن ته لا س په ګدایی ناست یمه

 

د شعرونو په دغه غونډ کې دﺉ ډیر لنډ او اوږده شعرونه لري خو یو شعر یی بیخي اوږد دﺉ . دا شعر «دریڅه » نو میږي . له لو ستلو مخکې که دې پا م ډ پا ڼو شمیرې ته را وګرځي نو خا مخا له خدای نه د لوستلو حوصله غواړې خو کله یی چې پیل کړې بیا یی خو شې کولا ی نه شې او یو وخت ګورې چې شعر پای ته ورسېد خو ته لا تږۍ یی :

 

 

 

 

زه د تا ریخ پر پا ڼو

چې د رسو لا نو دمشق تختې دي

د ځمکې د بد مرغۍ

او د روح د ورستېدو ا نځور وینم

 

او یا هم :

 

شېبې ټمبلې دي

او د دریڅې نړۍ تنګه ده

او ته یواځې په کې

د رنګونو د ا عدام مرا سم وینې

او ،

یو سپین کفن چې له تا

       د سا ایستلو حقیقت پټوي .

 

او یا هم :

 

زه پر مرګ با ور نه لرم

خو آ یا ژوند پخپله ،

هغه هټۍ نه ده چې

         موږ

         هره ورځ ترې

         د ځا ن د پا نسۍ کو لو رسۍ را نیسو ؟!

 

د ده ټو ل شعرونه ښکلي دي خو همدغه اوږد شعر یی چې « دریڅه » نومیږي هم د مضمو ن هم د معنا ، هم د ژبې ، هنر ي تخیل، فلسفي تفکر ،ظا هري بڼې او ډیرو نورو څیزونو په وجه دﺉ دشعر په تېره بیا د پښتود معا صرې آ زادې شاعرۍ د اوج مقام ته رسوي .

زما خو ټینګ باوردادﺉ چې بکتا ش له دې نوې هنري ډالۍ سره لکه چې شاعر سلیما ن لا یق هم ورته اشاره کوي په پښتومعاصرشعرکې یوه نوي هنري « سکښت » ته لاره پرانیزي اوزموږ پرمعاصرې شاعرۍ یو نوۍ روح چې زه ورته ختیځه مینه او لویدیځه ښکلا وایم خوروي . ټو لو ته ددې هنري وږمې مبا رکي وایم .

 

بالا

دروازهً کابل

شمارهء مسلسل ۱٢۷        سال شـــشم              سنبله ۱۳۸٩  خورشیدی         سپتمبر ٢٠۱٠