کابل ناتهـ، Kabulnath




























Deutsch
هـــنـــدو  گذر
قلعهء هــــنــدوان

همدلان کابل ناتهـ

باغ هـــندو
دروازهء کابل

 
 
 

 د پروين پژواک څو شعرونه

 
 
مصطفى سالک
 
 

پېښور   ٢٠٠٢/٥/٨

 

داجمل اند په لاس ځينې شعري ژباړې راسره دي، شعرونه د محترمې پروين پژواک له هغه کتابه غوره شوي دي چې (( دريا در شبنم )) نومېږي. دهر چا يې خوښه! زما پر اند، د نړۍ په ادب کې دغه شاعره له  هغو وتليو ښځينه  ليکوالو څخه ده چې ښايي شمېره يې د ((پروين)) د  غنچې  په کچه وي، زه دغه خبره کوم او په سړه سينه يې کوم، په داسې حال کې چې د ډېرو سترو ښځو شعرونه مې د فکر پر مدارونو  کې ګرځي راګرځي.

کله کله ښځينه  شاعرانو ستره شاعري کړې ده، که له يوه ځانګړي لېد لوري نه دغه هنر ته وګورو ويلى شو چې د هر ډګر اتلان ( سړي) يې هم شاته پرايښي دي،  دغه برلاسي يو لامل لري او هغه د ښځينه ذات بې توله عاطفه او  روښانه  رواني انځورونه دي، چې  شعر ته يو ځانګړى رنګ او خوند بښي، سړى بيا د دغو رواني انځورونو  په پرتله د عيني طبيعت اجزاء د تخيل په تار ځغلولى شي.

 ښځې د يوې مور په توګه له ازله يو زوروره عاطفه راوړې او ډېره ژر د شاعرانه  کيفيت تر اغېز لاندې راځي. دغه مهال له شعور سره د انسان  تړاو کمزورى شي، او دلاشعور افاقي جلوې د شهکارې شاعرۍ بنسټ ګرځي.

دغه تلپاتې اغېز دهرې شاعرې د تخليقي تجربو مل دى که د بيليتس، فروغ فرخزاد، پروين شاکر او پروين پژواک د شعرونو فضا، کيفيت او جذبات په غور سره وګورو، ټولې د عاطفې او رواني انځورونو  په زور ميدان ګټي.

راځئ چې د لاشعور او کلتور په تناسب څو خبرې وکړو او دا هغه ځاى دى چې زه د پروين پژواک نوم د پورتني لړ نه بېلول غواړم.

په شعر کې رواني کيفيت دې ته لاره هواروي،  چې د شاعر جذبه او تجربه له لوستونکي سره ګډه شي، خو پوښتنه داده چې د دغو جذبو او تجربو اظهار څنګه په کار دى؟

دې پوښتنې ته له بېلا بېلو لېدلورو يو نه جلا جلا ځوابونه ورکړ کېداى شي! خو زه وايم چې د ريښتونې تمدنې ټولنې غوښتنه څه ده؟ ايا شاعرانو ته په کار ده چې يوه فطري جذبه په خپل حالت بيان کړي او که نه کلتوري تراش يې ضروري دى؟  زه پوهېږم،  چې زما خبره به مخالفين پيدا کړي خو بيا هم دويم حالت غوره بولم، خو د لاشعور د زور مخې ته د خپلو کلتوري ارزښتونو بندونه خورا ډېر ځواک او سپېڅلى  رياضت  غواړي.  د پروين لوړتيا ته رسېدل تش په توره نه کېږي.

اسماني مذهبونه ، د اخلا قو ډېر پوهان او فيلسوفان وايي، چې د ژونديو موجوداتو او په ځانګړې توګه د حيواناتو تر منځ  ځيني ګډ صفات موجود دي، دلته بايد يوه بله پوښتنه رامنځته کړو او هغه دا چې د يو ځناور او يوه انسان د يوې جذبې او غرېزې د اشباع تر منځ څه توپير دى؟ که په ژور نظر وګورو لوى توپير دادى، چې انسان د عقل کلتور يا مذهب له مخې غرېزې او جذبې تراشي او همدغه پر جذباتو حکومت دى چې انسان له نورو حيواناتو نه غوره ګرځوي.

د پروين پژواک هم خپل جذبات د غلامانو په څېر ګرځولي دي . داسې غلامان چې د افغاني کلتور حلقه يې د غوږونو پسول دي، نو ځکه يې د خپل هېواد او خپل کلتور د بخت رڼا بولم.

ښاغلي اند ددغې شاعرې ښايسته ډېر شعرونه راژباړلي دي، ښه يې کړي دي، ډېرې ګټې لري، پروين پژواک که ښځينه لاشعور د افغان کلتور په هنداره کې څرګند کړ، هېوادوال يې هم بې مينې نه دي، زړونه يې غواړي، چې دغه تلپاتې شاعري تر هر ځايه ورسوي چې ځای يې دي . خو بنده تر وسه پړ دى،  له دري نه پښتو ژباړه يوه ځانګړې ګټه هم لري،دا چاره په افغانستان کې د دري او پښتو ژبو د شاعرانو او ليکوالانو ترمنځ ګډې کلتوري اړيکې لا پسې کلکولاى شي . بله خبره چې زه يې کول غواړم هغه د ژباړې د ارزښت يوه عامه ګټه ده. انسانانو له ځانونو سره ګډ طبيعت راوړى دى. که کلتور سيمه او وخت هر څومره دوى يو له بله بېل کړي بيا به هم د ګډو بنسټيزو صفاتو خاوندان وي.  له دې کبله هنري ذوقونه يو له بله ځواک اخلي.

 داچې د پښتو ژبې ډېر زلمي شاعران يوازې په خپله ژبه کې د ذوقي ښکلا احساس کوي، نو ځکه دغه راز ژباړو ته ډېره اړتيا لېدل کېږي.

خو ددلته يوه بله خبره هم شته ژباړه يو راز قرباني هم ده کوم اديبان،  چې د ژباړې وس لري ښايي وانګيري چې دومره ستونزې ګالم او يو کتاب ژباړم ولې په دغومره وخت کې خپل يو اثر ونه ليکم، نو په داسې حالت کې،  چې څوک خپل اثر نه بلکې د بل اثر ليکي خامخايي کار د ستاينې وړ دى.

اوس به  په ځانګړې توګه دهمدې ژباړې په اړه وغږېږو: ژباړونکي هڅه کړي ده،  چې شعر پرته له کومه ځانګړي تصرفه کټ مټ راوژباړي، د

کيفيت د پيداکولو لپاره يې خپل خيالونه  ورسره نه دي تړلي، دا کار ډېر ستونزمن دى خو،  چې په برياليتوب سره وشي، د ژباړې غوره بڼه يې بللى شو او زما پر اند ښاغلى اند په دې چاره کې بريالى دى.

اصلي شعرونه سپين دي او ژباړه يې د پښتو د ازاد شعر په بڼه ده، چې ځانګړى وزن لري او ښايي دغه قيد په ځينو ځايونو کې د ژباړې او اصل ترمنځ لږ ډېر توپير رامنځ ته کړى وي.

په پاى کې بايد ووايم، چې دغه ژباړه په برياليتوب سره شوې ده، هيله ده لوستونکي به ترينه پوره خوند واخلي.

 

په مينه او درنښت 

 

بالا

دروازهً کابل
 

شمارهء مسلسل97           سال پنجم          جوزا    ۱۳۸۸  هجری خورشیدی          جون 2009