کابل ناتهـ، Kabulnath























Deutsch
هـــنـــدو  گذر
قلعهء هــــنــدوان

همدلان کابل ناتهـ

باغ هـــندو
دروازهء کابل

 
 
 
 
 
 
احقر العباد – عصمت قانع
 
 

يادونه :

 لا ندې لېکنه پر (دريا در شبنم) چې په دې ټولګې کې ېوازې څو شعرونه ورڅخه ژباړل شوي چاپ شوي  وه.

 ۲۰۰۱ ډیسمبر،  پېښور

 

 ÏÇ ÔÚÑí  ŽÈÇړå¡ چې اوس ستاسې په لاس کې ده د اجمل اند د ذوق يوه ژوندۍ بېلګه ده.

زموږ په پروني ادبي ډګر کې بېنوا صيب، پسرلي صيب  او سليمان لايق شعرونه په شعرونو ژباړل او په نني ډګر کې اجمل لومړنى شاعر دى چې شعر يې په شعر ژباړلى دى وايي،  چې  الم ترکيف هر څوک وايي خو خوله د ملا عثمان غواړي.

اجمل بالکل د ملاعثمان توره کړې ده ژباړه يې د ټولو شاعرانه منل شويو  معيارونو  سره سمه غځيدلې ده او ځاى پر ځاى  يې د ژباړې اغېزه هم له منځه وړې او بالکل د اصلي شعر ګمان پرې کېږي.

يو وخت زه محترم محمود فاراني ډېر په تنګ کړم،  چې دري شعرونه  مې  پښتو ته  وژباړه  خوما هغه مهال د ځينو حساسيتونو له مخې دا کار ونه کړ .

اجمل نيکمرغه دى،  چې له دغسې حساسيتونو څخه خلاص دى.

او په پوره صلاحيت، استعداد او برلاسۍ په فارسي  ادبياتو کې د هنر او نظر څښتن دى.

زه دده راڼه ادبي سباون ته ډېر خوشاله يم.

ځکه چې تر اوسه لا خط  او بريت ځلموټى دى که د ژوند د منډو په چل پوه شو نو د ادب په ډګر کې به  داسې جنډه هسکه کړي، چې سپين غر به يې هم له هسکوالي راټېټ وي،  زه دوعا ورته کوم او ښه په اخلاص يې ورته کوم .

 

بالا

دروازهً کابل
 

شمارهء مسلسل97           سال پنجم          جوزا    ۱۳۸۸  هجری خورشیدی          جون 2009