کابل ناتهـ، Kabulnath












































Deutsch
هـــنـــدو  گذر
قلعهء هــــنــدوان

همدلان کابل ناتهـ

باغ هـــندو
دروازهء کابل

 
 
 
 
 
 
اجمل اند
 

جناب اجمـــل اند، با ژرفای نظر و بکاربرد بهترین واژه ها " دریا در شنبم" را به زبان پشتو برگردان کرده که درواقع کاریست در خور ستایش و تبجیل.

هرگاه دیگر نویسندهای گرامی وطن مان، این روش را نیک پذیرفته و آثار زبان های مردمان مان را برگردان کنند، بی تردید این تلاشها در غنای فرهنگ افغانستان گام های ارزنده و ستودنی خواهند بود.

                                                                                                       کابل ناتهـ

 
 

يادونه :

 لا ندې لېکنه پر (دريا در شبنم) چې په دې ټولګې کې ېوازې څو شعرونه ورڅخه ژباړل شوي چاپ شوي  وه.

 

 

اجمل اند

 

www.ajmalaand.com

 

 

گرانو لوستونکيو!

 

د پروين پژواک دا شعرونه مې نېږدې شپږ کاله دمخه هغه وخت ژباړلي وو چې په پېښور کې  اوسيدم . هغه وخت قدرمن عوض حصارنايي چې د بي بي سي په تعليمي خپرونوکې مې همکار و   د خوږ ژبې شاعرې پروين پژواک( دريا در شبنم  )  شعري ټولګه راکړه او ما هم چې ولوسته نو خداى شته چې ډېر اغېز يې راباندې وکړ.

څو شعرونه مې ترې وژباړل، کله مې  چې خپل يو مشر شاعر ملګري ته ولوستل نو د هغه خوښ شول، هغه دا ټولګه لوستې وه او له مينه والو نه يې و، هغه وهڅولم چې نور شعرونه يې هم وژباړم او ما هم ځينې نور وژباړل، چې په پاى کې ترې دا ټولګه جوړه شوه.

درانه استاد بريالي باجوړي راته وويل چې بايد د چا ديو اثر د ژباړې د مخه يې د شاعر يا لېکوال اجازه تر لاسه شي .

خو دا وخت نو داسې وو چې ژباړل شوې ټولګه نوره چاپ ته چمتو وه .

له نيکه مرغه  په هماغو ورځو کې پروين پژواک له خپلې کورنۍ سره له کاناډا پېښور ته راغلې وه او يوه ورځ چې دوی د بي بي سي  دفتر ته راغلې وو د ځينو دوستانو په مرسته مې  ددې ژباړې نه خبره او داسې په نه زړه اجازه ترې ترلاسه کړی شوه.

 

خو زه له هغې وروسته  کابل ته راغلم او زما له ځينو نور کتابونو سره يو ځای ددې ژباړې د چاپ کار هم  نيمکله  پاتې شو. تېر کال په کابل کې وم  او خپل ځينې کتابونه مې چاپ ته تيارول  چې ديادښتونو په منځ کې   دا ژباړه هم په مخه راغله  غوښتل مې  چاپ ته یې وسپارم .

 

درانه هژبر شېنواري راته ددې شعرونو له اصل سره خپرې شوې انځوریزي طرحې  هم راستولې  او د پښتۍ لپاره يې هم ورته طرحه وکښله .خو په دې منځ کې زما کډه بيا په سر شوه او د چیک جمهوریت ته راغلم  چې یو وار بيا يې د چاپ کار وځنډېده .  او اوس له نېکه مرغه چاپ ته چمتو ده . 

 

 زه نه پوهېږم  چې زه به د درنې پروين پژواک د سپېڅلو احساساتو  په ژباړه کې( له دري نه پښتو ته ) څومره بريالى يم، خو خپله ټوله خواري مې پرې کړې ده، پوهېږم  چې له نيمګړتياو به خالي نه وي خو که چېرې کمزورې وي هيله ده چې لوستونکي يې زما د ژباړې کمزوري وبولي نه د پروين د شعرونو.

 

په ژباړه کې مې تر ډېره حده د پروين د شعر د خيال او فکر امانتدارۍ ته پام ساتلى دى خو د وزن او اهنګ په پام کې نېولو سره مې يو نيم ځاى ځينې کلمات ور زيات کړي او يا هم  کم کړي .  داسې  چې د شعر په منځپانګه اغېز ونه کړي، همدارنګه يو نيم ځاى چې د سرليکونو ژباړه په پښتو خوندوره نه راتله نو دشعر د منځپانګې نه مې د هغې لپاره يو بل سرليک غوره کړى دى هيله ده چې درانه لوستونکي به مې ډېر نه ګرموي.

 

ما که څه هم  د ( دريا در شبنم ) نه د ژباړې پر مهال هغه شعرونه انتخاب کړي،  چې د څرنګوالي له مخې مې خوښ شوي دي، خو بايد ووايم چې په دې ټولګه کې تر دې ژباړل شويو شعرونو  سربېره ځينې شعرونه داسې هم شته  چې ښايي د څرنګوالي له مخې به له دې څو چنده ښه او ښکلي وو خو زه افسوس کوم،  چې مايې په پښتو د ژباړلو وس ونه موند.

 

په پاى کې له خپلو درنو فرهنګي ملګرو  نورالحبيب نثار،  مصطفى سالک ،عبدالهادي هادي  او هژبر شېنواري څخه ډېره مننه کوم  او کور ودانى ورته وايم چې په ژباړه او ددې ټولګې په ترتیب کې يې  هېڅ ډول مرسته را څخه ونه سپموله.

 

په ډېره مينه

اجمل اند

پراګ،د چيک جمهوریت

۲۰۰۷/اګست/۲۶

 

بالا

دروازهً کابل
 

شمارهء مسلسل97           سال پنجم          جوزا    ۱۳۸۸  هجری خورشیدی          جون 2009