کابل ناتهـ، Kabulnath



















































Deutsch
هـــنـــدو  گذر
قلعهء هــــنــدوان

همدلان کابل ناتهـ

باغ هـــندو
دروازهء کابل

 
 
 

په روسيه کې مېشتو هندوانو د سکانو د ويساک په نامه جشن ولمانځه

 
 
 
 

 

 

 

په روسيه او مسکو کې تر زرو نه زيات هندوانو چې زياتره هغه يې افغاني تابيعت لري، ژوند او کار وبار لري.

دغه افغاني هندوان هرکال د  خپل لرغوني دود سره سم په مسکو کې خپله دغه مېله جوړوي.

په مسکو کې مېشت هندوان په دې ښار کې خپل  درمسال  لري .

په دې مېله کې نه يوازې  هندي هېوادوال بلکې په سلګونو نورو هېوادوالو هم ګډون کړی و.

 

 

د روسيې په فدراسيون کې د افغانستان لوی سفير - ښاغلی زلمی عزيز، د دغه سفارت نورو غړو، په دې هېواد کې د افغانستان فرهنګي استازي او ځېنو نورو مخورو افغانانو ګډون درلود.

 

ښاغلی عزيز  چې په مسکو کې د  هندوانو په درمسال کې غږېده وويل:

په  افغانستان کې تر څو لسيزو اړو دوړ نه وروسته اوس زموږ هندو وروڼو  په بشپړه توګه دا حق تر لاسه کړی دی چې د نورو مېشتو قامونو په شان خپل ديني مذهبي او دوديز مراسم تر سره کړي.

د افغانستان سفير چې د ويساک د ميلې په دوديز تاريخ او د ټولو قامونو پر اړيکو ددغې ميلې پر اغيز غږيده، يادونه وکړه چې  په روسيه کې د افغانستان سفارت، په ټولو هغو فرهنګي چارو کې چې هېوادوالو يې هرچېرې  سرته رسوي، ښه همکار او مرستندوي دي او وي به.

 

 

د بېلا بېلو سرشېمرنو له مخې يوازې په مسکو کې تر ديرشو زرو پورې افغانان اوسېږي، چې په هغو کې تر زرو زياتو هندوان دي.

په مسکو کې مېشتو هندوانو ځانته خورا لوی درمسال جوړ کړی دی. په درمسال کې هم مهاله څوسوه تنه ځايېدای شي.

په روسيه کې د افغانستان فرهنګي څانګه په ټولو چارو او لمانځنو کې خپلو هندي هېوادوالو سره  بشپړه مرسته کوي او فرهنګي استازي تل او دهغو  په ټولو چارو کې نه يوازې ګډون بلکې هغوی سره مرسته هم کوي.

 

 

 

په روسيه کې د افغانستان فرهنګي څانګه

 

بالا

دروازهً کابل
 

شمارهء مسلسل 95          سال پنجم           ثـــور    ۱۳۸۸  هجری خورشیدی          می 2009