کابل ناتهـ، Kabulnath




























Deutsch
هـــنـــدو  گذر
آرشيف صفحات اول
همدلان کابل ناتهـ

باغ هـــندو
دروازهء کابل

 
 
 

د جلال اباد هندوان خپل غصب شوي ملکيتونه غواړي

 
 
 

رویل سنگهـ
 

 

 جلال اباد

د سلواغې اوه ويشتمه، پژواک خبري  اژانس

 

په ننګرهار کې د هندوانو د ٣٥٠ کورنيو د شورا مشر  وايي په تېرو دريو لسيزو کې يې ګڼ شمېر کورونه او دوکانونه غصب شوي اواوس يې هم لړۍ روانه ده .

 

دوى له ولسمشرحامد کرزي څخه سخت ګيله من دي او وايي چې له بيابياغوښتنو سره سره يې په تېرو دريوکلونو کې ورته د خپلو ستونزو د بيانولو په موخه   دليدنې وخت نه دى ورکړى .

 

د ننګرهار ولايت د هندوانو او سکانو د ګذر وکيل او د درمسال د شورا مشر رويل سنګ، پژواک خبري اژانس ته وويل چې د تېرو جګړو له امله ددوى ګڼې کورنۍ نورو هېوادونو ته کډوال شول او ځايي خلکو يې دلته پر کورونو او دوکانونو قبضه وکړه.

 

هغه زياته کړه : (( ځينو په زوره او ځينو نور راڅخه د لږو پيسو په بدل کې قوالې واخيستلې چې اوس هم د ډېرو ځمکو مالکين په بهر کې اوسېږي او کورونه يې دلته خلکو غصب کړي او جعلي اسناد او قوالې ورته جوړوي .))

 

دى وايي چې  په تېر يوه کال کې  يې  څلور کورونه په جعلي ډول خرڅ شوي ، پخوانيو زورواکانو اوټوپکيا نو اخيستي او لانجې يې په محکمه کې پاتې دي .

 

رويل سنګ  وويل : ((د کورونو اصلي خاوندان له مجبوريته په بهر کې ژوند کوي او يا دلته  په مذهبي ځايونو اودرمسالونو کې اوسېږي چې له سختو ستونزو سره مخ دي ))

 

د هغه په وينا، له تېرو دريو کالونو راهيسې هڅې کوي چې ولسمشر ته خپلې ستونزې ووايي، خو تر اوسه ورته چا د ليدنې زمينه نه ده مساعده کړې .

 

نوموړي زياته کړه : ((ولسمشرته موږ  افغانان نه ښکارو او يا مو ددې هېواد اوسېدونکي نه بولي . ))

خو رويل سنګ  وويل چې ځايي چارواکيو ورسره تل مرسته کړې او ددوى ستونزې يې اورېدلي دي .

 

ده وويل ، د ننګرهار په ٢١ولسواليو کې د هندوانو اوسکانو ځمکې شته چې شاوخوا ٣٥٠ کورنۍ په کې مېشتې وې خو اوس يې ډېرى ځمکې او کورونه نيول شوي دي .

 

دى وايي چې په لغمان ولايت کې کورونه لري چې دخلکو لخوا غصب شوي او ددغه ولايت مرستيال ورسره په دې  برخه کې د مرستې ژمنه کړې ده .

 

رويل سنګ   زياته کړه : ((پخوا په جلال اباد ښار کې اتيا فيصده دوکانونه زموږ وو خو اوس ايله دا شمېره دوه سوه دوکانونو ته راپرېوتې چې ډېر يې دتېرو جګړو پر وخت د زورواکانو له خوا نيول شوي دي . ))

 

هغه وايي چې په جلال اباد کې درې درمسالونه،د ويساک دلمانځلو لپاره په سره رود ولسوالۍ کې يو د تفريح اوجشن ځاى او يو هندوسوزان لري چې د درمسالونو حالت يې ډېر خراب دى اوله سره جوړېدو او ترميم ته اړتيا لري .

 

رويل زياتوي  چې ماشومان يې ټول دښوونځي د نشتوالي له امله بې زده کړو پاتې شول ، يواځې د SAVE OF THE CHLDREN موسسې له خوا  دوى ته يو لومړنى ښوونځى جوړ  شو چې دا مهال په کې ١٢٠ تنه زده کوونکي زده کړې کوي چې دوه سوه يا تردې ډېر بې زده کړو پاتې دي.

 

هغه زياته کړه چې د پوهنې وزارت له لوري ورته يو ښوونځى منظور شوى چې د ځاى د نشتوالي له امله تر اوسه يې کار نه دى پيل شوى .

 

ده له دولت نه وغوښتل څو د دوى غصب شوې ځمکې   دوى ته بېرته وسپاري،دوى ته د نورو افغانانو په شان يو شان حقوق ورکړي،د دوى ته دې د سرپنا غم وخوري او ماشومانو ته يې د زده کړې زمينه برابره شي.

 

په درمسال کې د جوړ شوي ښوونځي يو تن زده کوونکي پرکاش سنګ   پژواک اژانس ته وويل : (( موږ نه شو کولاى چې د مسلمانانو په نورو ښوونځيو کې درس ووايو او نه زموږ لپاره بل کوم ځاى شته په دې ښوونځي کې راسره هېڅ مرسته نه ده شوې.))

 

د هندوانو يو بل تن مشر لوربچګ سنګ    پژواک اژانس ته وويل  چې ډېرى هندوان د ځاى د نشتوالي له امله په خپلو مذهبي ځايونو کې ژوند کوي .

 

دى وايي (( د دولت له خوا موږ ته ١٦٠ نومرې منظورې شوي خودا نومرې له ښاره ډېرې لرې دي ،  موږ نه شو کولاى هلته ژوند وکړو . ))

 

د جلال اباد په درمسال کې يو بل اوسېدونکى مجاور سنګ  وايي : (( دوه کاله کېږي چې زما په کور باندې د يوتن زورواک له خوا دعوه شوې او زما کور يې غصب کړى په جعلي ډول يې ورته اسناد جوړکړي دي . ))

 

هغه زياتوي چې قوماندانۍ او څارنوالۍ ته عارض شو، دوسيه يې له ټولو ارګانونونه خلاصه شوه د ننګرهار والي هم سپارښتنه وکړه، چې کور دې ورته وسپارل شي، خو اوس يې په محکمه کې قاضيان ورته نه سپاري .

 

ده وويل : (( قاضيان زما د کور دوسيه نه خلاصوي حال دا چې زه د دېرشو کلونو رسمي قواله،داوبو او برق بېلونه هم لرم او ټول شاوخوا ګاونډيان مې هم شاهدان دي خو محکمه کې زما کار ځنډول کېږي ))

 

د ننګرهار د استيناف محکمې د لومړۍ حوزې دمدني دېوان غړى قاضي عبدالله شاجي چې همدا دوسيه ورسره ده ، پژواک اژانس ته وويل چې محکمه هېڅکله په غير قانوني توګه دچا دوسيه نه ځنډوي .

 

هغه زياته کړه : (( موږ  هېږو چې پر هندو ظلم شوى ، دهغه دوسيه   په قانوني ډول روانه وه خودځينو لوړپوړو کسانو دغير قانوني لاسوهنې او د استيناف محکمې د مشر د بدلېدو له امله يې دوسيه له سره شوه ، دابه وخت نيسي خو د محکمې لخوا ورته هېڅ کومه ستونزه نه ده ولاړه شوې .))

 

ده وويل چې تر دې مهاله  ور سره دغصب شپاړلس دوسيې شته چې نهه يې فيصله کړي او پاتې نور يې د قانوني پړاوونو لاندې دي .

 

د ننګرهار والي ګل اغاشېرزى هم مني چې په ادارو کې يو څه ستونزې شته خو ډاډ يې ورکړ چې هندوانو اوسکهانو  ته به دهغوى ټول حقوق او غصب شوې ځمکې بېرته ورکول کېږي . 

 

هغه پژواک اژانس ته وويل : ((که څه هم دوى ته جلا ښوونځى منظورشوى خولکه څنګه چې هندوان او سکان هم افغانان دي نو دوى کولاى شي له نوروافغانانو سره يو ځاى په عامو ښوونځيو کې زده کړې وکړي، او ژمنه کوم چې ډېر ژر به ورته د سرپنا لپاره د نومرو دوېش لړۍ هم پيل کړم  )).

 

بالا

دروازهً کابل
 

شمارهء مسلسل 93          سال پنجم           حمل    ۱۳۸۸  هجری خورشیدی          اپریل 2009