د لومړی ځل لپاره په افغانستان کي د کلتوري ميراثونو او
ګرځندوی خصوصي
انستيتوت د يوې درنې علمي غونډي په ترځ کي چي لسګونو مينه والو پکښي
برخه درلوده، د روان ١٣٨٨ لمريز کال د ليندی مياشتي
په نولسمه نېټه د
پنچشنبې د سهار پر يولس بجو پيل او تر يوې بجې يې دوام وکړ.
د پرانستلو دا غونډه دقاري استاد مشفيق له لوري د کلام
الله مجيد په قرائت پيل سوه .
د دريځ چاري د کابل پوهنتون استاد پوهنمل زلمي هوتک
پر غاړه وې.
د قرآن کريم ترقرائت
وروسته ښاغلی پوهنوال محمد رسول باوري ته بلنه
ورکړل سوه چي د غونډي
ګډونوالو ته د انستيتوت په اړه اړين مالومات ورکړي. استاد
باوري په خپله
وينا کي و ويل چي : د افغانستان د کلتوري ميراثونو او ګرځندوی انستيتوت ،
په افغانستان کي د خپل ډول لومړنی علمي- مسلکي
موسيسه ده چي په ١٣٨٨ لمريز
کال کي د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت په خصوصي سکتور کي
راجستر شوي او په
رسمي ډول يې د خپلو علمي چارو د پيل او پايښت جواز تر لاسه
کړيدی. دا
انستيتوت د افغانستان دفرهنګي ميراثونو او توريستي چاروپه سکتورونو کي د
هيواد د ځوانانو د ښووني او روزني چاري پر مخ
بيايې. د انستيتوت لپاره
غوره شوی درس پروګرام (کروکولم ) داجتماعي علومو پوهنځی،
کابل پوهنتون او
لوړو زدکړو وزارت له لوري تائېداو منل شويدي.
استاد باوري د انستيتوت د پر له پسې زدکړو او د انستيتوت د
موخو په اړه و
ويل چي: انستيتوت د کانکور له لاري محصلين د دوو درسی کالونو لپاره مني.
منل شوي محصلين د دو کالو يا څلور سيمسترو پر له
پسې زدکړو او
بريالتوب وروسته د مافوق بکلوريا لاسوند (شهادتنامه ) تر لاسه کوي.
دانستيتوت محصلين تر فارغيدلو وروسته په اختصاصی
ازموينه کي برخه
اخلي ، هغه محصلين چي په اختصاصي کانکور ازموينه کي بريالي کيږي ، هغه به
د کابل پوهنتون د اجتماعي علومو پوهنځی د
لرغونپوهني څانګي دريم ټولګی ته
شامليږي.
- د انستيتوت هغه شمير
فارغين چي پوهنتون ته د بيلا بيلولاملونو په وجه نه شي بريالي کېدای ، هغوی
به د کار موندلو درې لور لري
:
(1) د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت
بيلا بيلي څانګي ؛
(٢) د ښووني وزارت
اړوند ښونځيو کي د ښوونکي په توګه؛
(٣) او دريم دا چي هغوی به د خپلو
زدکړو پر بنسټ مستقل او ازاد کارونه تر سره کوي.(
ازادي چاري لکه د
هوټلونو جوړول، د ګرځندويې ادارو جوړول، په توريستي سيموکي
د لارښود په توګه
چاري تر سره کول او داسي نور)د
استاد باوري د هغو مرستو يادونه هم وکړل چي د بيلا بيلو دوستانو ،
چارواکو او د هغه د ورڼو او کورنی له خوا د
انستيتوت سره شوي وې . په دې
اړه يې و ويل چي : د منني لومړیتوب حق د انستيتوت د علمي
شورا بولم چي د
پيله بيا تر اوسه يې زه هڅولی او په بيلا بيلو حالاتو کي يې اړيني مشورې
زما مل کړيدي.دګرانو ملګرو هريوه زرين انځور،
داکتر ماخان شينواری، عاشق
غريب ، داکتر ودان، غفور ليوال ، پوهنمل حبيب زی، پوهنمل
ځواکمن ، داکتر
صابر، داکتر انصاري، داکتر خوشال روهي، پوهنمل زلمی هوتک او پوهنمل سيد
کريم بهار څخه د زړه له کومي مننه کوم
.
د منني دويم حق د هغو شخصيتونو بولم چي د انستيتوت په
چارو کي يې اداری
اسانتياوی راته برابري کړېدې. په دې برخه کي تر ټولو لومړی د
اطلاعاتو او فرهنګ وزير ښاغلي خرم څخه مننه کوم چي
د نافذو قوانينو په
محدوده کي يې ټولي اسانتياوي راته برابري کړيدي. په فرهنګي
چارو کي د دولت
وزير ښاغلي هيوادمل څخه مننه کوم چي اړيني مشورې او ملاتړ يې زما د لاري
مل و، د ښاغلي زردشت شمس ، ښاغلي نجيب منلي ، د
موزيمونو لوی رييس ښاغلي
عمراخان مسعودي ، د لوړو زدکړو وزارت د علمي چارو د تنظيم
رييس ښاغلي
پوهاند رشيق ، د کابل پوهنتون رييس ښاغلي پوهاند حميدالله امين ، د
اجتماعي علومو د پوهنځی رييس ښاغلي پوهنمل فاروق
عبدالله او نورو دوستانو
څخه د زړه له کومي مننه کوم چي د انستيتوت د اداري چارو په
سمون کي يې زما
لاسنيوی کړېدی.
د منني لپاره دريم حق د خپلو ورڼو هر يوه حاجي محمد جان
باوري ، حاجي
جانان ، حاجي امين جان باوري او پنځو نورو باوريانو بولم چي زه يې د
انستيتوت د جوړولو په چارو کي هڅولی او زما لاسنيوی
يې کړېدی. د يادولو يې
بولم چي د دې انستيتوت د پيل او پايښت لپاره مالي مرسته هم
همدې ورڼو کړېده
، تر اوسه ښاغلي حاجي محمد جان باوري پنځه زره ډالره ، حاجي جانان
څه لږ نوي خرواره غنم او حاجي امين جان باوري پنځلس
زره ډالره مرسته
کړېده. زه د خپلو ورڼو ځخه د زړه له کومي مننه کوم چي مادي او معنوي مرسته
يې تل زما سره مل وه. زه د خپلي کور وداني ميرمني
او خپلو اولادونو څخه هم
مننه کوم، چي هيواد الو ته د چوپړ لپاره يې زما ملاتړلې او
هڅوي مي.
د استاد باوري تر وينا وروسته د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت
په استازيتوب د
اطلاعاتو او فرهنګ وزارت د اداري او ګرخندویې چارو مرستيال وزير ښاغلي
پوهنمل نبي فراهی خپله وينا واورول، نوموړي د خپلي
وينا په يوه برخه کي و
ويل چي : د دې انستيتوت جوړيدل زموږ د ټولني اړتيا ده ، له
نيکه مرغه د
استاد باوري په زيار به دې اړتيا ته څه ناڅه جواب و ويل سي.زه باور لرم چي
زموږ اړتيا ډيره زياته ده ، او زيات کار او هڅي
غواړي چي خپل هيواد هغسي
چي وړتيا يې لري نړيوالو ته ور وپيژنو ، د طبيعي منظرو ،
څلورو فصلونو او
خپلو تاريخي وياړنو د ښه پيژندلو يوه لاره د مسلکي کادرونو روزل او په
مناسبو چارو د هغو ګمارل دي ، چي له نيکه مرغه دا
انستيتوت به په دې برخه
کي زموږ اړتيا پوره کړي. زه د خپل لوري او د وزارت په
استازيتوب وعده کوم
چي موږ به په ګډه کار کوو او د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت به
د دې انستيتوت تر
څنګ خپل دين ادا او د دې انستيتوت مالي او معنوي ملاتړ به وکړي.
د
ښاغلي پوهنمل نبي فراهي تر وينا وروسته، د اطلاعاتو او
فرهنګ وزارت د
بهرنيو اړيکو رييس ښاغلی زردشت شمس د افغانستان د اطلاعاتو او کلتور وزير
ښاغلی عبدالکريم خًرم پيغام چي د انستيتوت د
پرانستلو لپاره ځانګړی وو،
ولوست .د پيغام په يوه برخه کي داسي راغلي چي
:
د کلتوري ميراثونو او ګرځندوئ په برخه کې د کدرونو روزنې
ته زياته اړتيا
شته چه وکړاې شو په نوموړو برخو کې لازم خدمات وړاندې کړوـ د
اطلاعاتو او فرهنګ وزارت د فرهنګي ميراثونو د ساتنې
او د ګرځندوې
رياستونه هم په دغو برخو کې فعاليت کوي ـ مونږ په نوموړېو برخو کې د
خصوصي سکتور ونډې ته هم هر کلې وايوـ او د دغه
ضرورت په پام کې نيولو
سره وزارت د افغانستان د کلتوري ميراثونو او ګرځندوئ
انسټيټيوټ په تاسيس
کې ټوله لازمه همکاري وکړه ـ
د افغانستان اساسي قانون د روزنې او زدکړې په برخه کې د
افغانستان وګړو
ته د نوښتونو زمينه مساعده کړې ده ـ خوښ يم چه د همدغسې يو ګټور نوښت د
پيل شاهدان يوـ شخصي او فردي تشبث د اقتصادي
پرمختيا د ملاتير دې خو د
فرهنګ سره تړلې چارې بايد يوازې د مادي ګټو له اړخه ونه
سنجول شي دلته که
څه هم د يو شخصي اقتصادي تشبث په اړه خبرې کوو د فرهنګ
سپيڅلتيا او
فرهنګي تلپاتې ارزښتونو ته بايد په مادي ګټو او تجارتي انديښنو لومړيتوب
ورکړل شي ـ
زه د افغانستان د
کلتوري ميراثونو او ګرځندوئ انسټيټيوټ مشرتابه ته
د زړه له کومي مبارکي وايم او د هيواد د نافذه
قوانينو په چوکاټ کې د پوره
همکارې ډاډ ورکوم ـ
د اطلاعاتو او فرهنګ د ښاغلي وزير تر پيغام وروسته د کابل
پوهنتون استاد
ښاغلي پوهنمل سيد کريم بهار د کابل پوهنتون په استازيتوب خپله وينا
واورول، نوموړي په خپله وينا کي و ويل چي : د
خوشالی ځای دی چي زموږ په
هېواد کي داسي انستيتوت جوړيږي چي تر اوسه مو نه درلود.
کابل پوهنتون به د
خپل لوري خپلي مرستي د دې انستيتوت څخه دريغ نه کړي
ورسته بيا د
افغانستان د علومو اکادمی مشاور ښاغلي سرمحقق حبيب
الله رفع د علومواکادمی
په استازيتوب ښه خپله علمي وينا واورول . استاد رفع د خپلي
وينا په يوه برخه
کي و ويل : افغانستان د زياتو تاريخي توکو لرونکی هيواد دی . د
سيلانيانو لپاره په زړه پوري سيمي لري او دا
انستيتوت به وکړای سي چي
کادرونه وروزي او زموږ هېواد ته د توريستي صنعت زياتي ګټي
راوړي.
تر استاد رفع وروسته د کابل پوهنتون استاد او د پوهني
وزارت د تعليمي
نصاب د ټولنيزو علومو د سکشن مشر پوهاند عارض خپله وينا واورول او
انستيتوته يې خپل لس ټوکه کتابونه
( Urban Geography of Kabul ) ډالی کړل
.
تر هغه وروسته د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت له لوري ديرش
ټوکه کتابونه چي درې عنوانه دي د انستيتوت کتابتون
ته د ډالی په توګه
ليږلي وه د ښاغلي زردشت شمس له لوري د انستيتوت مشر
پوهنوال باوري ته
وسپارل سوه .
ښاغلی زردشت شمس د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت دکتابونوډالی د
انستيتوت مشر ته ورکوي
وروسته بيا د پوهني وزارت د تعليمي نصاب د تاريخ
څانګي له لوري د ګلو ګيډی د انستيتوت مشر ته ورکړل سوه.
ښاغلی سر مولف غياث غوري د پوهني وزارت د تاريخ څانګي په
استازيتوب د ګلو ګيډی د انستيتوت مشر ته ورکوي
تر هغه وروسته د انستيتوت په وره کي پرانستونکې پټی د
انستيتوت د
مشرپوهنوال محمد رسول باوري ، د اطلاعاتو او فرهنګ مرستيال وزير ښاغلي
پوهنمل نبي فراهي ، د اطۀلاعاتو او فرهنګ وزارت د
بهرنيو اړيکو رييس ښاغلي
زردشت شمس د ملي راډيو تلويزيون لوی رييس ښاغلي پوهمنل
عبدالواحد نظري، د
ماليې وزارت کلتوري مشاور استاد نجيب منلی، د افغانستان د
سيمه ايزو
مطالاتو رييس ښاغلی غفور ليوال، د کورنيو چارو وزارت مشاور ښاعلی عاشق
غريب د ښووني او روزني پوهنتون استاد ښاغلی
عبدالستار اکرمي او نورو علمي
شخصيتونوله لوري د پر له پسې چکچکو سره يوځای د پرانستلو
پټی پريکړل سوه
.
د پټی تر پريکولو
وروسته د انستيتوت پرانستونکې غونډي ته رابلل سوي
ميلمانه هغه غرمنی ته وبلل سول چي د انستيتوت په
انګړ کي ترتيب سوې وه. د
يادوني وړ ده چي د غونډي په ترځ کي د باوري مطبعې له لوري
چاپ سوی برشور چي
د انستيتوت پروګرام او معرفي سوې وه ، هم ګډونوالو ته و ويشل سو. همدا
ډول د لمرڅرک اونيزه چي د ښاغلي حاجي محمد جان
باوري په امتياز او د ښاغلي
حاجي امين باوري په مسول مديريت يې لومړی ګڼه چي د
انستيتوت لپاره ځانګړې
سوې وه، خپره او د غونډي په ګډونوالو و ويشل سول.