کابل ناتهـ، Kabulnath












































Deutsch
هـــنـــدو  گذر
قلعهء هــــنــدوان

همدلان کابل ناتهـ

باغ هـــندو
دروازهء کابل

 
 
 
 
 
افغان هندوان او سیکهـ
د خپلو حقونو د ترلاسه کولولو لپاره رای ورکوي
 
 
 
د حمیدالله حبیبې ليکنه
 
 

   ۴۰کلن راجندر سنګ چی د کابل ښار یو هندو اوسیدونکی

 

"زه د  افغانستان اوسیدونکې یم، او د یوه افغان په توګه د اساسي قانون درناوې کوم، هرهغه څوک چې د اساسي قانون په اصولو برابر وې او زمونږ ولسمشر شي زه دهغه د امر پیروي کوم، مونږ ټول هندوان او سیکهـ پدې برخه کې کومه ستونزه نه لرو". دا د راجندر سنګ چی د کابل ښار یو هندو اوسیدونکی دی، خبری وي.

ټاکل شوی ده چی د زمرې په ۲۹ مه د ولسمشرۍ او ولایتي شوراګانو ټاکنې ترسره شي، پدې ټاکنو کې په د افغانستان ټول هغه وګړي چې د رای ورکونې په شرایطو برابر او غواړې په ټاکنو کې ونډه واخلې ګډون وګړي. ددغو وګړو څخه یو هم د هندوان او سیکهـ لږکې دې کوم چې د هیواد په هر ګوټ کې ددغه توکم وګړي لیدل کیږې، دوې هم لکه د نورو افغانانو په څیر له درد او غم څخه په امن نه دي پاتې شوې، په ځانګړې ډول د تیرو درې لسیزو کورنیو جنګ جګړو تجربی او ناخوالې یې هم تجربه کړې دي.

 

شاوخوا  ۳۰۰۰ هندوان او سیکهـ په افغانستان کې ژوند کوي، او لږ شمیر یې په دی اند دي چې افغان هندوان او سیکهـو ته لږ سیاسي حقونونه ورکول شوې دي، چې دغې موضوع په خپل ذات کې زیات منفې اثرات د افغان هندوان او سیکهـو په ټولنه پرې ایښې دي. د یوه سیاسي شنونکې بشیر بیژن په وینا، افغان هندوان او سیکهـ به مهم رول په ټاکنو کې ونه لوبوي، خو بیا هم افغانی هندوان ددی هیله لرې چې راتلوونکې ولسمشر د هغوې اساسي حقوق ورکړي.
 
د کابل د کارته پروان په سیمه کې ۳۵ کلن جګمون سینګ بشردوست چې په دغه سیمه کې یوه کوچنۍ یونانې دواخانه لرې زما پوښتنو په داسې حال کې ځواب راکړې چې یوبل مسلمان ورور ته یې د کارد چلښت په اړه تعویذ پوښ کولو. جګمون سنګ ددې پوښتنې په ځواب کې چې آیا په راتلونکې ټاکنو کې ګډون کوي او یانه که ګډون کوې له راتلونکي ولسمشر څخه څه هیله او ارزو لري، وویل: بلې هو زه یو افغان یم په راتلونکو ټاکنو کې ګډون وکړم، او له راتلونکې  ولسمشر څخه هیله لرم چې مونږ ته د نورو افغانانو په څیر حقوق راکړي.

 

که څه هم د افغانستان اساسي قانون په دوهمه ماده کې په صریح ډول دې ټکې ته اشاره شوې چې وایې:( د افغانستان د اسلامي جمهوري دولت دین، د اسلام سپیڅلې دین دی.  د نورو ادیانو پیروان د خپل دین په پیروۍ او د خپلو دینې مراسمو په اجراء کی د قانون د حکمونو په حدودو کې آزاد دي.) اما دهندوان او سیکهـو لپاره دغه حقوق د کاغذ پرمخ باقې پاتې دې. په حقیقت کې افغانی هندوان په کاملاً آزاد ډول نه شې کولای خپل دینې مراسم ترسره کړي.

 

۳۸ کلن نرندرسنګ د زاړه منډوې په برخه کې د یونانې طب درملتون لرونکې

 

خو ۳۸  کلن نرندرسنګ د زاړه منډوې په برخه کې د یونانې طب یو بل درملتون بیا وایې ددوې غټه ستونزه چې اوسمهال ورسره مخامخ دي هغه زمونږ د شمشان یا هندو سوزان ستونزه ده کوم چې د کابل د قلعه وزیر په سیمه کې موقعیت لری او د شاوخوا اوو یا اتو کلونو راپدیخوا د سیمې د خلکو له لورې نیول شوې دي. د هندوان او سیکهـو د مذهب پربنسټ باید د مړو اجساد وسیزل شي. له اوو کلونو راپدیخوا افغاني هندوان او سیکهـ کله چې غواړې د خپل مړی د سیزلو مراسم ترسره کړي، باید له پولیسو مرسته وغواړې څو دهغوې امنیت تامین کړي.
 
د نرندرسنګ او نورو سکانو په وینا چې د نرندرسنګ سره په شاخواکې ولاړ وو وویل مونږ له راتلونکې ولسمشر څخه دا هیله لرو چې یادې ستونزې ته د پای ټکې کیږي، او حق حقدار ته وسپاري.

 

داکتر انار کلی هنریار چی د بشری حقونو یو فعاله هندو میرمنه ده، ددی پوښتنی په ځواب کی چې په عمومې ډول په افغانستان کې څومره هندوان او سیکهـ ژوند کوي او ستونزې یې څه دي؟ وویل: هغه مهال چې د افغانستان مؤقته او انتقالې اداره رامنځ ته شوه ټول هندوان او سکان چې د کورنیو جګړو له امله کډه شوې وو افغانستان ته بیرته راوګرځیدل، تر دوو کلونو پخوا د هیواد په بیلابیلو برخو کې شاوخوا ترپنځو زرو پورې هندوان او سکان اوسیدل، خو د شخصې امنیت د نشتوالې (د مرګ له ګواښونو، د هغوې د لوټلو، کورونو او ځمکو د لاندې کیدو) له امله دې ته اړ شول چې له هېواده کډه شي، اوسمهال ددی ننګونو سره سره، شاوخوا دوه یا درې زره هندوان او سیکهـ په افغانستان کې شته که چیرې حالات همداسې دوام وکړې کیدای شي نور هم کډه وکړي. کله چې مونږ خپلو خلکو ته ګورو ورځ تربلې هیواد پریږدي او کډه کیږي دا یوه ښه بیلګه ده چې د هندوان او سیکهـ ستونزې دولت ندي حل کړي او نه یې ورته پام کړې دې.

 

نوموړې زیاته کړه له راتلونکې حکومت څخه دا هیله لرې چې نه یوازې د هندوانو او سکانو بلکه د افغانستان د ټولو وګړو حقوق د ملې او نړیوالو قوانینو په رڼا کې تأمین کړي. اوسنې دولت هغه کارونه چې باید ترسره شوې واې نه دي ترسره کړي او یاهم څرنګه چې لازمه وه درست کار ونه شو، ارزو مې ده چې راتلونکې حکومت یو مثبت بدلون راولې د هیواد د شته قوانینو لمخې د ټولو اتباعو په ځانګړې ډول هندوانو او سکانوته چې یو مذهبې اقلیت دې پاملرنه وکړي. څرنګه چې هندوان او سکان د افغانستان اتباع دې خو بیا هم په دولتي چارو کې استازی نه لري، غوښتنه مې داده چې باید د افغانستان د نورو وګړو په څیر برابر حقوق راکړل شي.

 

د هنریار په وینا دوې زیاتی ستونزې لري د دوې اساسي حقونه لکه د شخصې امنیت څخه بې برخې کیدل، په مورنۍ ژبه چې پنجابې یا اردو ده، ښوونه او روزنه ندي ورکړل شوي چې پدی برخه اساسي قانون هم ځینې نیمګړتیاوې لرې او هیڅ یادونه ورڅخه نده ترسره شوې.

 

افغانی هندوان او سیکهـ د راتلونکو ټاکنو څخه چې د زمرې په ۲۹ به ترسره شي زیاتې هیلې لري، خو که چېرې راتلونکې حکومت د هغوې پوښتنو ته مثبت ځواب ونه وایې،نو افغانی هندوان او سیکهـ به یوځل بیا ناهیلې شې.  

 

منبع :

 

http://www.afghanistanvotes.com/pashto/index.php?option=com_content&view=article&id=151:2009-08-18-05-07-55&catid=65:2009-05-25-05-19-58

 

بالا

دروازهً کابل
 

شمارهء مسلسل 105           سال پنجم        میزان   ۱۳۸۸  هجری خورشیدی        سپتمبر 2009