کابل ناتهـ، Kabulnath

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

Deutsch
هـــنـــدو  گذر
آرشيف صفحات اول
همدلان کابل ناتهـ

دريچهء تماس
دروازهء کابل

 

 

 

 
 
   
د مینې کلی


تواب غورځنګ
 
 
 


د ښار ، دیوې لوړې ودانۍ له بامه د پرېمنګر ( دمینې کلي) کنډوالې ښکاري. پردې کنډوالو یو وخت، د خوست تر ټولو پرتمین  کلی ودان و، خو د کنډوالو دا حالت له خپل تېر سره اوس ډېر کم  تړاو  لري . سړی  فکر نه شي کولای، چې نیمه پېړۍ وړاندې دلته دیوه بېل دین خلک استوګن وو او له خپلو ټولو ارزښتونو سره یې نېکمرغه ژوند درلود. د سیمې خلکو دوی ، د دوی له عقایدو سره منلي وو او صمیمانه اړیکې یې ورسره لرلې. ددې کلي خلکو په خوست کې د معاصرې سوداګرۍ بنسټ رامنځته کړ، د اوسني ښار تر ټولو پخوانی مارکېټ د دوی و او د ښار په تجارتي کیدو کې، د دوی نقش نه د هېریدو نه دی.

 د پرېمنګر په کنډوالو کې له نړیدلي معبد لسګونه کاله مذهبي سردونه نه دي اوریدل شوي. نیمه پېړۍ وړاندې به د شاوخوا کلیو په مسجدونو کې د اذانونو د ازانګو ترڅنګ  د پرېمنګر له معبد هم  سرودونه خپریدل. نیمه پېړۍ وړاندې زموږ چاپېریال د پوهې پر محدودیت سربېره، دومره لېبرال و، چې هندوان یې ، پدې او شاوخوا کلیو کې له متفاوت دین سره زغملي وو او د پریمنګر دمعبد لمانځنې جاري وې. دپرېمنګر په منځ کې له تېرو وختونو یوازې یوه ونه شنه پاتې ده. دې زړې ونې به د کلي د پرتم او سقوط ټولې  شیبې لیدلې وي . په دې کلي کې به یې د مسلمان او هندو د راشې درشې او صمیمیت ډېرې صحنې یادې وي او لدې کلي به یې د کډه کیدونکو هندوانو ژړاوې او فریادونه پر زړه وي. دا ونه ددې کلي دنن او پرون د تړاو وروستۍ نښه ده. دا ونه به پرخپل ژوند  خوښه نه وي، د تبر او ارې ډېر ارمان به یې کړی وي، خو دا لا ژوندۍ ده، ددې لپاره چې د انسان جبر او بې وزلي وګوري، ددې لپاره چې، په بدمرغه شپو کې دنېکمرغه ورځو پای وګوري او ددې لپاره چې پر پرېمنګر د ژوند دلمر زوال وګوري. اوس په پرېنګر کې ،دهندوانو ژوند دکیسو برخه ده. اوس له مسلمانانو سره د پرکاش د افسانوي دوستۍ یادونه هېر دي او اوس د خاکسار او زړه سواند هندو ځمکې او شتمۍ چور شوې دي. هغه هندو، چې لا هم پر خپل افغاني هویت ټینګ دی، هغه هندو، چې د افغانستان او هند د کریکټ د لوبې پر وخت د افغان لوبډلې د بریالیتوب لپاره نذرونه مني او هغه هندو، چې له شړل کیدو او رټل کیدو سره هم، په هند کې افغانانو ته مېلمستیاوې کوي. انسانان هغه وخت پر یو بل تېری کوي، چې اخلاقي نظام یې ویجاړ شي. په افغانستان کې، پنځوس کاله پخوا، د هندي لږکیو ژوند او شتمنۍ خوندي وې، دوی ته دا خوندیتوب زموږ اخلاقي نظام ورکړی و، خو جنګونو زموږ  ارزښتونه له یوې مخې بدل کړل. زموږ د کلي هټیوال هندو، زموږ د پرېمنګر هندو او زموږ خاکسار او مطیع دوست، له هجرت تر راستنیدو وروسته د بد چلند وړ شو، شتمني یې چور ، ځمکه یې غصب او معبد یې ویجاړ شو. دیوه حاکم م اکثریت په توګه ددې ترڅنګ، چې له هندو لږکیو سره دا چلند  زموږ مذهبي ارشاداتو لیری دی، زموږ د عنعنوي ارزښتونو له مخې هم توجیه نه لري.

یو ملګری مې وايي، چې زه د مسلمان په توګه پدې شرمېږم، چې دهندوانو غصب شوې ځمکې او کلی وینم. زه د هغې ورځې په هیله یم، دا وطن یو ځل بیا د هندو لږکیو د اوسیدو لپاره خوندي شي  او  انسان یې، هماغه مهربان زړه او لویه سینه ولري. زه د هغې ورځې په هیله یم، چې په پرېمنګر کې د ژوند فصل له سره پیل شي، د پرکاش د افسانوي دوستۍ کیسه نوې شي او د پرېمنګر زړه ونه، پدې کلي کې تر اوږدې خاموشۍ وروسته یو ځل بیا د انسان د اوسیدو شور او خندا وګوري.

 

تواب غورځنګ

خوست

۲۹/۰۷/۲۰۱۲

 

 

 

بالا

دروازهً کابل

 

شمارهء مسلسل     ۱۸۶،          سال    هشتم،      دلو /حوب     ۱۳۹۱ هجری خورشیدی           ۱۶ فبوری      ۲۰۱۳ عیسایی