دعبدالقهار عاصي پر شهادت
يون منصوره ويرنه:
موږه چې سترګې غوړولي
او موږ چې دادى سترګې غوړوو
دمينې كيسه مو نه ده زده
موږ مينه نه پيژنو
وينه پيژنو
وينه اومړينه زموږ بر خليك دى
وينه او مړينه زموږ تاريخ دى.
* * *
موږ لا مينه نه ده ليدلې
مينه هغه كوچى باد دى چې پرغولي مو هيڅكله شين نه شو
موږ مينه نه پيژنو
زموږ نوم يې له وينې او مړينې سره تړلې دى
رښتيا،
كيسه دې زده ده؟ « يزيد » او « حسين » د
پيړې پيړې كبږي چې
په لاس كې توره شته ده « يزيد » د
يوه توره تُوره
يوه سره تُوره
پرې هره ورځ وژني « حسين » هغه تُوره چې
پر مرۍ يې راكاږي « حسين » اود
مړينه ليدلې ده ؟ « حسين » مګر تا د
نه دى چې هره ورځ مري؟ « يزيد » مګر دا
« ؟ نه دى چې هره ورځ زيږي « حسين » مګر دا »
هو ،
موږ مينه نه پيژنو
وينه پيژنو
وينه او مينه زموږ بر خليك دى
وينه اومړينه زموږ تاريخ دى
خو څرنګه برخليك ؟
برخليك! « حسين » د
خو څرنګه تاريخ؟
تاريخ ! « حسين » د
رښتيا،
دنامه سره تړلې دى. « حسين » زموږ نو م يې د
اى تاته وايم !
موږ دې په ياد يو ؟
زموږ جنګړې دې په زړه دي؟
اوكله دې زموږ په جونګړو
هغه بې ييبرې لوګي نه دي هير؟
هلته چې خاوره يوازې يوه ولويشت ده
نيم يې زندان دى
او نيمه يې هديره
هغه زموږ كلى دى
اوهلته زموږ جونګړې شنې دي
هلته چې دنغريو پر سرونو
لوګي له لوږې مري
او اوبه له تندې جل وهي
هلته زموږ كلى دى
زه اوته هلته پيدايو
زموږ دكلي لاره پرګلونونه
پر اغزيو ده
پر دغو لارو زموږ يبلې او تڼاكې پيښې
پر لوټو
پر كاڼو لګي
زموږ لارې قاتلې دي
زموږ لاروي قاتلان دي
دغه ستړې او قاتلې لارې
زموږ ستړيو كاروانونو ته
اوبه نه
وينې وركوي
زموږ دستړيو آرمانونو وينې
هوكې!
موږ مينه نه پيژنو
وينه پيژنو
وينه او مړينه زموږ برخليك دى
وينه او مړينه زموږ تاريخ دى
رښتيا،
كله دې دسيندونو مړينه ليدلې ده ؟
ګوره ! سيندونه هم مري
اوزموږ نوم يې
دسيندونو له نامه سره هم تړلې دى.
* * *
اى ! كله چې ټپي يريښتې
لكه دوينو څاڅكي
دانه دانه له آسمانه څاڅي
تا داسمان دزړه چاودون شيبه ليدلې ده؟
اى ! كله چې وريځې
دسپوږمۍ دسپين كميس تڼۍ پرانيزي
تادستورو په ستر ګو كې
دوينو چغارې ليدلې دي؟
او كله چې ږلۍ
دغوټيو موسكى شوندې
پر غاښونو څيري
ته دونو او ګل بو ټو دوير جن غزل كاڼو
پرزړه ويشتلى يې؟
هوكې،
سپوږمۍ مري
او ست,ري هم مري
خو ته يې چيرې هديرو ته ناست يې؟
داتيارې دي چې هره ورځ مري
اودا
سپوږمۍ او ستوري دي چې
څو مري هو مره زيږي.
* * *
موږ چې را زيږيدلي يو
او موږ چې دادى ژوند كوو
له غزل سره زيږيدلي يو
او له شعر سره مو ژوند كړى دى
غزل مو دډوډۍ مالګه
اوشعر مو دكور چت دى
زموږ ژوند شعر دى
يو تريخ ژوند
خو تا كله دغزل مړينه ليدلې ده؟
او كله دشعر مړينې ته ناست يې؟
موږ مينه نه پيژنو
وينه پيژنو
وينه او مړينه زموږ برخليك دى
وينه او مړينه زموږ تاريخ دى
رښتيا،
زموږ نوم يې دشعر له نامه سره تړلې دى.
* * *
پو هيږې؟
زه اوته له يوې ونې يو
ته لاړې
خو باور لرم چې زه هم درځم
څو دا شليدلې ريښه يوه شي
باور لرم!
باورلرم !
١٣٧٣ / ٧ / ٢۴
كابل
|