رانه خفه شولې
چونګارې دې کړم
د سر وېښتان دې راته کش کړه
درته ومې خندل
په دواړو لاسو دې په غاښ کړم
څه مې ونه ویل
لاړې کوټې څخه بهره شولې
چپ کښیناستم
بیرته چې راغلې د سلام په ځای دې
خپل دواړې شونډې راته بوڅې کړلې
د شاعر پام شو درته
هغه د خپلې کتابچې په پاڼه ولیکله
نن د یو چا وړه لورکۍ
له خپل بابا خفه ده
......................
اوس مې په شعر باندې ملنډې وهه
ترڅو چې وسه دې ده
اشعار مې مه لایکوه
پام چې کومنټ ونه کړې
زه به مې خپل د فیسبوک
د شعر پاڼي لره اور واچوم
هیڅه خبره نشته
شل کاله وروسته چې زه
د خلکو زړونه خپل په واک کې واخلم
بیا به د چوک په سر ولاړه یې
تور ببر سر به دې نیولی وي
د چم د لېونیانو په څېر
زما تابلو به دې په لاس کې وي
او جار به وهې
چې دا شاعر د زمانې شاعر دی
او د تابلو په یوه کنج کې به زما د هستۍ
څو مضطرب پراګنده ټکي وي
(شل کاله وروسته چې زه
د خلکو زړونه خپل په واک کې واخلم
بیا به د چوک په سر ولاړه یې
تور ببر سر به دې نیولی وي
د چم د لېونیانو په څېر
زما تابلو به دې په لاس کې وي
او جار به وهې
چې دا شاعر د زمانې شاعر دی )
خلک به تېرېږي درنه
کله به تا کله تابلو ته ګوري
او ستا په حال به شونډې بوڅي کړي او لار به وهي
ما به ټول ښار پېژني
او ستا خبرې به ارزښت نه لري
ځینې کسان خو به موسکي شي درته
چې ته تراوسه لا زما د شعر په ژبه باندې نه پوهېدې
او ښار به ټول خبر وي
زه به یا ورک یم
شپه او ورځ به مې احوال نه لري
ارتباطات به مې له دې فاني نړۍ سره له سره پرې وي
او یا به هم څوکاله مخ کې
د شېبو سره د جنګ په خاطر
پروت یم تر خاورو لاندې
د هغې توري شېبې حال دې راته اوس ووایه
ته به زما د ستړي ورکي پسې
په ځمکې څومره ستړي منډې وکړې ؟
د قبر سر ته به مې څومره ژاړې ؟ |