کابل ناتهـ، Kabulnath

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

Deutsch
هـــنـــدو  گذر
آرشيف صفحات اول
همدلان کابل ناتهـ

دريچهء تماس
دروازهء کابل

 

 

 

 
 
   
وفا سمندر، یو ځانګړی هنري او فکري هویت


احسان الله درمل
 
 
 

 


په ادبي ژوند کې دوه ډوله پیښې ممکن د زیاترو تجربه وي.
 اول دا چې یو په اصطلاح ادبي منظوم یا منثور متن اورو یا لولو، پر هره خبره او کلیمه یې پوهیږو، حتی کله، کله خو وړاندې تر دې چې متکلم یا لیکوال خبره پای ته ورسوي، موږ یې په زړه کې پایله وایو، مګر هېڅ خوند نه اخلو.
 دویمه پیښه دا ده، چې موږ کلیمات، جملې، مسرې او پاراګرافونه اورو، یا لولو، سم نه پرې پوهیږو، خو پرته له دې چې له لیکوال یا هنرمن څخه تشریح وغواړو، په یو ډول هنري کیف کې لاهو کیږو، او خوشحالیږو. د لومړۍ پیښې رامنځنته کوونکي هنرمندان نه ګڼو؛ خو د دویمې پیښې ایجادوونکو ته درنښت لرو. له همدې ځایه ده، چې کره کتونکي د هنر د لذت چینه د یو ډول ابهام په تیارو کې پټه ګڼي، خو دا هم د هېرېدو نه ده، چې نه هر ابهام هنر دی او نه ټولې معماوې لذت بښونکې دي.
د وفا سمندر د هنري نثر او فکري تجربو په اړه چې زه هر کله فکر کوم، د حمزه بابا هغه خبره مې رایادیږي چې:
څوک پرې پوهیږي نه خو خوند ورکوي
څه عجیبه غوندې خبرې کوم
دده د خواږه او سرور بښونکي هنري نثر د کیف په اړه هېڅوک شک نکوي، خو زیاتره لوستونکي ترې ګیله کوي، چې مفهوم د هنر تر رنګینو پردو لاندې نشي لیدلی. زه چې کله د وفا سمندر اثار لولم، خپل ساینسي منطق پر خدای سپارم او کاملا متفاوت هویت پیدا کوم. دا هویت د وفا سمندر هنر راکوي او زه له چاپیریال سره نوي اړیکي ټینګوم. په دې هویت کې له چاپیریال سره زما اړیکي د خیال په مرسته ټینګیږي، نه د ساینسي منطق. اشیا کاملا ژوندي وي، هر څه خبرې کوي، هر څه احساسات لري او هر څه زموږ په ژوند کې راشریک وي. دا شیبه یوازې زما هویت نه بدلیږي، بلکې زما په چاپیریال کې د ټولو هغو اشیاوو تذکیرې نوې کیږي، چې موږ ورسره تر دې وړاندې ساینسي او خورا پردی چلند کاوه. هر لوستونکی چې د خپل ساینسي هویت بدلون نشي منلی او د خپل چاپیریال اشیا له ساینسي بڼې پرته په بله جامه کې نشي لیدلی؛ د تخیل په خوارځواکۍ اخته دی او حق لري، چې وفا سمندر ته ابهام ګرا ووایي. رضا براهني د شعر په اړه خبره کوي، خو دا د ټولو هنرونو په اړه سمه خیژي، چې وایي:
د هنر د پنځېدو پر مهال هنرمند د خپل چاپیریال له اشیاوو سره نوې اړیکه پیدا کوي او هغوی ته د خپل احساس یوه برخه په پور ورکوي.
د براهني ددې وینا پر اساس زموږ په هنري ادبیاتو کې دوې هغه څیرې چې خپل احساسات یې په خورا سخاوتمندۍ د خپل چاپیریال په زره زره ویشلي په شاعرانو کې پیرمحمد کاروان او په نثر لیکونکو کې وفا سمندر دي. خو یو توپیر چې دا دوه یې لري، دا دی، چې د کاروان صاحب سخا د شعري هنري روایاتو له هغې پولې نه اوړي، چې د لوستونکي د منطق شکایت راوپاروي، مګر وفا سمندر په دې برخه کې سمندري زړه لري او دده په ژبه یوازې د خپل«زه» مني. خو زما په فکر دا توپیر هم طبیعي ځکه دی، چې وفا سمندر ځینې بیلې خبرې لري، چې د منطق، ارواپوهنې، فلسفې، تاریخ او حتی ساینس له څانګو راشوکیدلي ګلونه دي او ددې ګلونو د نمایش لپاره د پیرایې هغسې ګلدانونه پکار دي، چې دی یې مناسب ګڼي.
پورتنۍ خبرې ممکن یو له هغو دلایلو وي، چې د وفا سمندر نثر ځینو زړه تنګو لوستونکو ته مشکل کوي. یو بل دلیل دا دی، چې وفا سمندر د ځینو فلسفي، علمي، اروایي او فکري مفهومونو لپاره ځینې خپل سیمبولونه لري، او کله چې دا سیمبولونه دده په سیمبولیکه ژبه کې ورګډ شي، نو د لوستونکي د تبر لاستی لا اوږد شي.
درېیم دلیل، چې زما په فکر تر ټولو لوی دلیل دی، او د وفا سمندر د نثر نااشناوالي او امتیاز ته لاره هواروي؛ د سینټګماټیک او پاراډیګماټیک محورونو له کمالاتو نه ګټه اخیستنه ده. دا دوې ادبي اصطلاحګانې زموږ په مروجو ادبي فنونو کې ندي را اخیستل شوي، خو د هنري اثارو د نااشناتوب صفت د همدې دوو بلکې وروستي یوه محور زیږنده ښکلا ده. سینټګماټیک محور چې یاکوبسن ورته د ترکیب محور هم وایي، د کلیماتو افقي او ګرامري اوډون دی، چې څنګه جمله او بیا پاراګراف جوړوي. دا محور د یوه اثر د هنري ګراف د لوړیدا لپاره ډېر کارنده محور ندی او د وفا سمندر د یوه کتاب په سریزه کې ورته استاد تحریک داسې اشاره کړېده:

«... هغه یې له املایي ـ انشایي تیروتنو څخه پرته په معیاري لهجه او معیاري لیکدود لیکي. لیک نښې او د لیکنې اړین توکي [نورمونه او قوانین] په دقیق ډول مراعاتوي. یاګانې هره یوه په خپل ټاکلي ځای کې کاروي. »
خو پارډایمي محور چې یاکوبسن ورته د انتخاب محور یا عمودي محور وایي؛ د وفا سمندر د نثر د ښکلاییز چت او هنري منطق عمودي ستنه ده. په دې محور کې د کلیماتو افقي اړیکي په نظر کې نه وي، بلکې د موجود متن د کلیماتو اړیکي له غایبو کلیماتو سره په پام کې ساتي، چې څنګه متن نا اشنا کوي. ممکن بیلګه مو مرسته وکړي:
«ځمکه د شمسي نظام سیاره ده.»
دا جمله د څو کلیماتو له ګرامري اوډونه جوړه ده، چې علمي مفهوم رسوي او په موجوده حالت کې هېڅ هنري لذت نلري، ځکه چې عقل ته مخاطبه ده، یوازې افقي محور پکې محسوس دی او عمودي هغه لا نشته. په دې جملې کې تر هرې کلیمې لاندې د کلیماتو یوه عمودي کرښه پرته ده، چې دا جملې متعددې کوي. مثلا د ځمکې پر ځای مریخ، مشتري، زحل، اورانوس... راتلی شي. د شمسي نظام او سیاره پر ځای نورې ډیرې کلیمې راتلی شي او د«ده» پر ځای نده هم راتلی شي. مثلا که زه ووایم چې ځمکه د فساد منبع ده، سمه ده چې له پاراډایمي محور نه مې داسې کلیمې غوره کړې، چې هغه ساینسي جمله یې یو څه نوې کړه، خو دا جمله هم د ډیر تکرار له امله هنري لذت نلري، که څه هم د ظرف او مظروف بدلون پکې مجاز پیدا کړی، خو دا مجاز داسې ندی، چې زموږ ذوقونه راکاږي. ښه نو په دې جملې کې له عمودي محوره کومې کلیمې وټاکو، چې د دې ساده علمي جملې په جام کې د هنر، فلسفې او عرفان خواږه راټول شي؟
«ځمکه د شمسي نظام سیاره ده.» د جغرافیې متن
«ځمکه د تبعید مدرسه ده.» وفا سمندر
دویمه جمله تر لومړۍ هغې ډیره هنري ده، حتی د پرتلنې وړ نده. دویمه جمله خیال ته مخاطبه ده، کلیمات تر ټاکلې معنا ورهاخوا نورې معناوې لري، کلیمات سمبولیک دي، د افقي محور پر ځای پکې عمودي هغه ډېر جوت دی او تر دې هر څه ور هاخوا د مولینا روم د شپیلۍ نوا هم رایادوي چې وایي:
کز نیستان تا مرا ببریده اند
در نفیرم مرد و زن نالیده اند
خو له عمودي محوره د کلیماتو ټاکنه یو منطق لري، دا منطق تشریح کیږي نه، خو که مات شي، سلیم ذوقونه یې احساس کوي. که زه ووایم چې ځمکه د کمپیوټر میرمن ده، ممکن د هنري لذت پر ځای ستاسې خندا راوپاروم. د پاراډایمي محور له هنري نقشه زموږ په لیکوالانو کې وفا سمندر اعظمي ګټه اخیستې ده او زه فکر کوم، چې که په ادبیاتو کې ددې محور معرفي کوونکي دده اثار ولولي، شهکارونه به یې وګڼي.
د وفا سمندر په اثارو کې تر ژبنیو ښکلاوو ورهاخوا فلسفي او فکري مفاهیم دي، چې په خورا راښکون لیکل شوي او د لیکوال د فکري تګلوري اټکل ترې کیدای شي. دی زیاتره په انساني ټولنه کې د جنګ، بدبختیو او اختلافاتو پر اروایي او فلسفي عواملو هنري خبرې کوي. که مبتدي لوستونکي د فروید د ارواپوهنې پر مهمو مفاهیمو لکه ایګو، سوپر ایګو او ایډ نه وي خبر، ممکن د وفا سمندر پر«زه» یې سر خلاص نشي. لیکوال هڅه کوي، چې انسان پخپله هنري لطیفه لهجه له جنګ او تشدد نه راوګرځوي او د مینې د یوې داسې جزیرې پته ورکړي، چې د سالک صیب نغمه پکې ملي سرود وي:
په ګلونو به ویشتل وي، جنګ بدل دی
دا زموږ د فقیرانو رنګ بدل دی
وفا سمندر د انساني ټولنې ناخوالې د انسان له دروني کړکیچونو راپورته شوې دوړې ګڼي، دده په باور انسان په ماشومتوب کې له طبیعیت سره د خپلو حواسو د کړکیو له لارې خورا نږدې او بې الایشه اړیکي لري، خو کورنۍ، کلتور او ټولنه دا اړیکي د« خوښ» او« ناخوښ» په غبار ککړوي او د انسان د حواسو بې پرې والی او هویت زیانمنوي.
وفا سمندر غواړي، انسان ته هغه فکري ازادي وروبخښي، چې له مخې یې انسان خپل هویت پیدا کوي او خپلو غوښتنو ته رسیدلی شي، دده په اند زموږ ټولې جګړې او وینې توییدنې ددې لپاره دي، چې د خپلو نژادي، چاپیریالي او کلتوري غوښتنو ښه تمثیل وکړای شو. موږ په یوه لویه پردۍ ډرامه کې لوبیدونکي ممثلین یو او بس. د فکر له مخې زما له پاره ټول هغه ادبي او فکري اثار د غور وړ دي، چې انسان ته د فکر کولو لار خلاصوي او فکري ازادۍ ته یې تشویقوي. کره کتونکي د میرزا غالب د شعري او هنري جذابیت یو دلیل دا هم ګڼي، چې هغه د مروجو ټولنیزو فکري زولنو له قیدو بنده ازاد و:
یه لاش بی کفن اسد خسته جان کا هی
حق مغفرت کری عجب ازاد مرد تها
او یا
با من میاویز ای پدر پسر ازر را نګر
هر که شد صاحب نظر دین بزرګان خوش نکرد
په پښتو نثري ادبیاتو کې تر استاد الفت وروسته ما ډېر کم نثرونه داسې لوستي، چې پر مروجو او حاکمو فکرونو یې شکمن کړی وم. دا څه موده چې د وفا سمندر اثار لولم، فکر کوم، چې ډیر شیان مې په ړندو سترګو منلي او خپه کیږم چې ولې مې داسې کړیدي. هغه اثار چې په موږ کې هم د هنري لذت څپې راویښې کړي او هم مو فکر کولو ته و هڅوي ایډیال ادبي اثار دي.
که زما دا معیار د منلو وي، نو وفا سمندر د ایډیالو ادبي اثارو د لیکلو له کاره بریالی راوتی دی. البته اړینه نده، چې پر ادبي اثارو دې د یوه کس قضاوت د ټولو لپاره د منلو وړ وي. پر وفا سمندر چې د ژبې د سختوالي او کله کله د ابهام ګرایۍ نیوکې کیږي، ممکن ټولې یې هم بیځایه نه وي، خو زما په اند که له لیکوالو او هنرمندانو نه د هغوی هنري او فکري مشخصات د لوستونکیو د ذوقونو د خوشحالولو لپاره وتروړو؛ ادبیات به د یکنواختۍ په بلا واړوو او پښتو ادبیاتو دې خدای له داسې یوه حالته وساتي. زه وفا سمندر ته د بیلې هنري پیرایې او جلا فکر له امله د ځانګړي هنري او فکري هویت مبارکي وایم.
 
 

 

 

بالا

دروازهً کابل

 

شمارهء مسلسل     ۱۸۳،          سال    هشتم،    جدی       ۱۳۹۱ هجری خورشیدی           اول جنوری      ۲۰۱۳ عیسایی